ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

روميانو - شپاړسم فصل

د پولوس رسول ځانګړي سلامونه

۱زه تاسو ته زمونږ خور فیبي چې د کينخریه د کلیسا خادمه ده، درپېژنم. ۲تاسو هغې ته د عیسی مسیح په نوم لکه څنګه چې د خدای د خلکو سره مناسب دي، هرکلی ووایئ او هر شي ته چې اړتیا ولري ورسره مرسته وکړئ، ځکه چې هغې د ډېرو سره مرسته کړې ده او زما سره یې هم کړې ده.

۳پریسکیلا او د هغې مېړه اکیلا ته چې د عیسی مسیح په خدمت کې زما ملګري دي، سلام ووایئ. ۴هغوی خپل ځانونه زما په خاطر په خطر کې واچول، د هغوی څخه یوازې زه نه بلکې د غیریهودیانو ټولې کلیساګانې شکرګزاري کوي. ۵د هغې کلیسا غړو ته هم سلامونه ووایئ چې د هغوی په کور کې سره راټولیږي. زما ګران دوست اپنتوس ته چې د اسیا په ولایت کې اولنی کس ؤ چې په مسیح باندې یې ایمان راوړ، هم سلامونه ووایئ. ۶مریم ته چې ستاسو دپاره یې ډېر زحمت ویستلی دی، سلام ووایئ. ۷اندرونیکاس او یونیا ته چې زما وطنداران دي او زما سره په زندان کې وو، سلامونه ووایئ. هغوی په رسولانو کې مشهور خلک دي او زما نه مخکې یې په مسیح باندې ایمان راوړی ؤ. ۸همدارنګه امپلیاتوس ته چې په څښتن عیسی مسیح کې زما ګران ملګری دی، سلام ووایئ. ۹اوربانوس ته چې د مسیح په خدمت کې زمونږ ملګری دی او استاخیس ته چې په ما باندې ګران دی، سلامونه ووایئ. ۱۰اپلیس ته چې وفاداري یې مسیح ته ثابته شوې ده او د ارستبولوس کورنۍ ته زما سلامونه ووایئ. ۱۱زما وطندار هیرودیون او نرکیسوس د کورنۍ ایماندارانو ته سلامونه ووایئ. ۱۲تریفینا او تریفوسا ته چې د څښتن خدمت کوي او ګرانې پرسیس ته چې د څښتن دپاره یې ډېر زحمت ویستلی دی، سلامونه ووایئ. ۱۳روفس ته چې د څښتن له خوا غوره شوی دی او د هغه مور ته چې ماته هم لکه د مور په شان ده، سلامونه ووایئ. ۱۴اسونکریتوس، فلیګون، هرمیس، پتروباس، هرماس او نورو خویندو او ورونو ته چې د هغوی سره دي، سلامونه ووایئ. ۱۵فیلولوګاس، جولیه، نیریاس او د هغه خور او اولیمپیاس او ټولو ایماندارانو ته چې د هغوی سره دي، سلامونه ووایئ. ۱۶یو بل ته سلام ووایئ او په پاکه مینه یو بل ښکل کړئ. د مسیح ټولې کلیساګانې تاسو ته سلام وایي.

وروستنۍ لارښوونې

۱۷ای خویندو او ورونو! زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې هغو خلکو ته مو پام وي چې بې اتفاقي رامنځته کوي او نور بې لارې کوي او د هغه تعلیم په خلاف دي چې تاسو حاصل کړی دی. د هغوی څخه ځان لېرې وساتئ. ۱۸ځکه چې داسې خلک زمونږ د څښتن مسیح خدمت نه کوي، بلکې د خپلې خېټې دپاره کار کوي او په خوږو خبرو او غوړه مالۍ سره ساده خلک غولوي. ۱۹ځکه چې د څښتن څخه ستاسو اطاعت کول ټولو خلکو ته معلوم دي او له همدې امله زه ستاسو په خاطر خوشحاله یم. خو زه غواړم چې تاسو په ښه کار کې هوښیار اوسئ او په بد کار کې بې ګناه اوسئ. ۲۰خدای چې د سلامتۍ سرچینه ده، هغه به زر شیطان ستاسو د پښو لاندې ټوټې ټوټې کړي. په تاسو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.

۲۱زما همکار تیموتاوس او همدارنګه زما وطنداران لوسیوس او یاسون او سوسیپاتوس هم تاسو ته سلامونه وایي. ۲۲زه ترتیوس د پولوس منشي د دې لیک لیکونکی هم تاسو ته د څښتن په نوم سلامونه وایم. ۲۳ګایوس چې زما او د هغه په کور کې د ټولې کلیسا کوربه دی، تاسو ته سلامونه وایي او د ښار خزانه دار اراستوس او زمونږ ورور کوارتس هم تاسو ته سلامونه وایي. ۲۴[زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل دې په تاسو ټولو باندې وي. امین.]

د پولوس اخرنۍ دعا

۲۵اوس دې خدای ته جلال وي چې کولای شي تاسو په ایمان کې د عیسی مسیح د زیري له مخې چې زه یې اعلانوم او د هغه راز د څرګندولو له مخې چې د پېړیو پېړیو راهیسې پټ پاتې ؤ، قوي کړي. ۲۶اوس دا حقیقت د پیغمبرانو د لیکنو په وسیله څرګند شوی دی او د ابدي خدای د حکم له مخې د دنیا ټولو قومونو ته ښکاره شوی دی، ترڅو هغوی ایمان راوړي او د هغه اطاعت وکړي.

۲۷هغه واحد او یوازېني خدای ته دې چې په هرڅه پوهیږي د عیسی مسیح په وسیله تل ترتله جلال وي. امین.