يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - شپږ دېرشم باب

د اليهُو د خُدائ پاک ثناء صِفت کول

۱اليهُو خپله خبره جارى وساتله او وې وئيل، ۲”ما ته لږ صبر وکړئ، نو زۀ به تاسو ته حقيقت وښايم، ځکه چې زۀ د خُدائ پاک په صفايئ کښې څۀ وئيل غواړم. ۳زۀ به د خپل ډېر عِلم نه کار واخلم، چې دا ثابت کړم چې زما خالِق د اِنصاف مالِک دے. ۴په حقيقت کښې زما خبرې غلطې نۀ دى، څوک چې ستا په وړاندې ولاړ دے هغه د اُستاذانو اُستاذ دے. ۵خُدائ پاک بې‌شکه لوئ دے او د هيچا نه نفرت نۀ کوى، داسې يو عِلم هم نشته چې هغه يې نۀ لرى. ۶هغه بدعمله خلق ژوندى نۀ پرېږدى، خو مظلومانو له خپل حق ورکوى. ۷هغه د صادقانو حفاظت کوى، او د بادشاهانو سره يې په تخت کښېنوى او د تل دپاره عزت ورکوى. ۸خو کۀ خلق په زنځيرونو کښې تړلے شوى وى او د ظلم په تارونو کښې ګېر شوى وى، ۹نو هغه ورته د هغوئ خپل عمل ښائى، او هغه غلطيانې ورته ښائى، چې کومې هغوئ په فخر سره کولې. ۱۰هغه اصُولو ته يې پام راګرځوى، او حُکم ورکوى چې د بدو نه توبه وباسى. ۱۱کۀ هغوئ ورته توجو ورکړى او د هغۀ خِدمت وکړى، نو هغوئ به په مالدارۍ کښې خپلې ورځې پوره کړى، او په خوشحالۍ کښې به خپل کالونه پوره کړى. ۱۲خو کۀ هغوئ دې ته توجو ورنۀ کړى، نو هغوئ به په جهالت کښې هلاک شى او د خاورو د لاندې به شى. ۱۳کوم خلق چې د خُدائ پاک نه منکر وى او هر وخت په غصه کښې وى، چې کله هغوئ ته سزا هم ملاويږى نو هغوئ د مدد دپاره دُعا نۀ کوى. ۱۴هغوئ په ځوانۍ کښې مړۀ شى، او د هغوئ ژوند په زناکارۍ کښې ختم شى. ۱۵خو هغه مظلومان د ظلم نه بچ کوى، او د مصيبتونو په وخت کښې ورته خپل ځان څرګندوى. ۱۶ايُوبه، خُدائ پاک دې تا د خطرې نه وباسى، او هغه ځائ ته دې بوځى چرته چې غم نۀ وى. هغه ستا په دسترخوان باندې ښۀ ښۀ خوراکونه کېښودل. ۱۷خو د نورو بدعملو په شان به پوره سزا تا ته ملاويږى، تۀ په عدالت او اِنصاف کښې راګېر يې. ۱۸خبردار چې رشوت دې دوکه نۀ کړى، او دولت دې بې‌لارې نۀ کړى. ۱۹ستا دولت او ستا طاقت ټول به تا د تکليف نه بچ کړى څۀ؟ ۲۰د شپې د راتلو خواهش مۀ کوه، د هغه وخت چې کله قومونه تباه کيږى. ۲۱خبردار، چې د بدعملۍ طرف ته وانۀ وړې، خُدائ پاک ځکه په تکليف کړے يې چې په بدعملۍ کښې آخته نۀ شې. ۲۲ياد ساته چې د خُدائ پاک طاقت څومره لوئ دے، او هغه د ټولو نه عظيم اُستاذ دے. ۲۳هيڅوک خُدائ پاک ته دا نۀ شى وئيلے چې هغه به څۀ کوى، او څوک ورته وئيلے شى چې تا غلط کار کړے دے؟ ۲۴څۀ چې هغه کوى په هغې تل د هغۀ تعريف کيږى. تۀ هم د هغۀ ثناء صِفت کوه. ۲۵ټولو خلقو دې ته کتلى دى، هر يو کس د لرې نه دې ته ګورى. ۲۶بې‌شکه خُدائ پاک لوئ دے او مونږ د هغۀ د لويئ اندازه هم نۀ شُو لګولے، د هغۀ د کالونو شمېر نشته. ۲۷ځکه چې هغه نمى اوچتوى، او په باران يې بدلوى، ۲۸هغه وريځې جوړوى او په هر چا باران راوروى. ۲۹څوک د وريځو په خورېدو باندې پوهيږى، او د آسمان په تندر باندې پوهيږى څۀ؟ ۳۰ګوره، هغه په آسمان کښې برېښنا راولى خو د سمندر بېخ کښې تيارۀ وى. ۳۱ځکه چې د دې په ذريعه هغه په خلقو حکومت کوى، او هغه خلقو له بې‌حسابه خوراک ورکوى. ۳۲هغه برېښنا په خپلو لاسونو کښې ساتى، او حُکم ورکوى چې نښه وولى. ۳۳د هغۀ د تندر آواز داسې وائى، چې هغه غېرتى دے او د ګناه خِلاف غصه لرى.