ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - شپږویشتم فصل

داود بیاهم نه غواړي شائول ووژني

۱بیا د زیف خلک شائول ته چې په جبعې کې اوسېده لاړل او هغه ته یې وویل: <داود د حخیله په غره کې چې د یهودا دښتې ته مخامخ دی پټ شوی دی.> ۲نو شائول د اسراییلو د درې زره غوره شویو عسکرو سره د داود د لټولو دپاره د زیف دښتې ته لاړ. ۳شائول د حخیله په غره کې چې دښتې ته مخامخ په لاره کې دی خپلې خېمې ودرولې، مګر داود په دښته کې پاتې شو. کله چې هغه خبر شو چې شائول د هغه د لټولو دپاره راغلی دی، ۴هغه جاسوسان واستول او پوه شو چې شائول په رښتیا رارسېدلی دی. ۵داود سمدستي هغه ځای ته روان شو چې شائول په کې خپلې خېمې ودرولې وې. نو داود هغه ځای ولید چې شائول او د هغه د لښکرو قوماندان ابنیر د نیر زوی په کې ویده وو. د شائول نفر د ده په شاوخوا کې پراته وو او شائول د هغوی په منځ کې پروت ؤ.

۶نو داود د حیتي اخیملک او د یوآب د ورور ابیشای څخه (د دوی مور زرویه وه) پوښتنه وکړه: <ستاسو دواړو څخه به کوم یو زما سره د شائول قرارګاه ته ننوزي؟>

ابیشای ځواب ورکړ: <زه درسره ځم.>

۷بیا د شپې په وخت داود او ابیشای د شائول قرارګاه ته ورغلل او ویې لیدل چی شائول د هغې په منځ کې ویده دی او نېزه یې خپل سرته نژدې په ځمکه کې ټومبلې ده. ابنیر او عسکر د هغه په شاوخوا کې ویده وو. ۸ابیشای داود ته وویل: <نن شپه خدای ستا دښمن ستا په لاس کې درکړی دی. اوس اجازه راکړه چې هغه په یو ګوزار د هغه په خپله نېزه د ځمکې سره مېخ کړم او دوهم ګوزار به پرې ونه کړم.>

۹مګر داود ابیشای ته وویل: <هغه له منځه مه وړه! څښتن به په یقین سره هغه چاته سزا ورکړي چې د هغه غوره شوي پادشاه ته زیان ورسوي.> ۱۰داود زیاته کړه: <په ژوندي څښتن قسم، هغه ورځ به راشي چې څښتن شائول ووژني. یا په خپل اجل مړ شي او یا په جګړه کې ووژل شي. ۱۱څښتن دې داسې نه کړي چې زه دې هغه چاته د زیان رسولو هڅه وکړم چې څښتن پادشاه کړی دی! اوس هغه نېزه او د اوبو کوزه چې د ده سرته ایښې دي راواخله او ځه چې لاړ شو.> ۱۲نو داود نېزه او د اوبو کوزه چې د شائول سرته ایښې وې راواخیستلې او هغه او ابیشای لاړل. هیچا ونه لیدل او پوه نه شول چې څه پېښ شول او هیڅوک راویښ نه شو. هغوی ټول ویده وو، ځکه چې څښتن په هغو ټولو باندې دروند خوب راوستی ؤ.

۱۳بیا داود د درې بلې خواته تېر شو او د غونډۍ په سر باندې ودرېد. د دوی ترمنځ زیاته فاصله وه. ۱۴داود ابنیر او د شائول لښکرو ته نارې ووهلې: <ای ابنیره! ته زما اواز اورې؟>

ابنیر ځواب ورکړ: <ته څوک یې چې نارې وهې او پادشاه راپاڅوې؟> ۱۵داود ځواب ورکړ: <ای ابنیره! په اسراییلو کې ستا په شان تکړه سړی څوک شته؟ نو بیا ولې د خپل بادار یعنې پادشاه ساتنه نه کوې؟ همدا اوس یو څوک قرارګاه ته ننوتی ؤ چې ستا بادار ووژني. ۱۶ای ابنیره! ته په خپله وظیفه کې ناکام شوې، زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ وړ یئ، ځکه چې تاسو د خپل بادار چې څښتن هغه پادشاه کړی دی ساتنه نه ده کړې. وګوره! چېرته ده د پادشاه نېزه؟ چېرته ده د اوبو هغه کوزه چې د هغه سرته ایښې وه؟>

۱۷شائول د داود اواز وپېژانده او ویې ویل: <ای زما زویه داوده، آیا دا ستا اواز دی؟>

داود ځواب ورکړ: <هو، اعلیحضرته! دا زما اواز دی.> ۱۸او هغه زیاته کړه: <ای باداره، تاسو ولې خپل نوکر تعقیبوئ؟ ما څه کړي دي؟ کوم جرم مې کړی دی؟ ۱۹ای اعلیحضرته، زما خبرې واورئ، که چېرې داسې وي چې څښتن تاسو زما په ضد لمسولی یئ، نو یوه نذرانه دې قبوله کړي. مګر که چېرې دا د ځینو خلکو کار وي، نو د څښتن لعنت دې په هغوی باندې نازل شي. ځکه چې هغوی زه د څښتن د وطن څخه چېرته چې زما کور ؤ بل هېواد ته وشړلم. یعنې دا چې هغوی ما مجبوروي چې د پردیو خدایانو عبادت وکړم. ۲۰اوس مه پرېږدئ چې د څښتن د حضور څخه لېرې په پردۍ خاوره کې ووژل شم. د اسراییلو پادشاه د څه دپاره راوزي چې زما په شان یوه ورږه ووژني؟ هغه ولې لکه د یوې زرکې په شان ما لټوي؟>

۲۱شائول ځواب ورکړ: <ما خطا کړې ده! بېرته راشه، ای زما زویه داوده! په دې خاطر چې نن شپه دې زه ژوندی پرېښودم، زه به بیا هیڅکله تاته زیان ونه رسوم. زما رفتار احمقانه ؤ! ما ډېره لویه غلطي کړې ده.>

۲۲داود ځواب ورکړ: <ای اعلیحضرته! ستاسو نېزه دلته ده، ستاسو د سړیو څخه دې یو نفر راشي او هغه دې واخلي. ۲۳څښتن هر هغه چاته اجر ورکوي چې نېک او وفادار وي. هغه نن ته ماته په لاس راکړی وې مګر ما ونه غوښتل هغه چاته زیان ورسوم چې څښتن د پادشاه په توګه غوره کړی دی. ۲۴لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند وژغوره، نو څښتن دې هم زما ژوند وژغوري او ما دې د ټولو مصیبتونو څخه خلاص کړي.>

۲۵نو شائول داود ته وویل: <ای زما زویه داوده! خدای دې تاته برکت درکړي، ته به مهم کارونه وکړې او په هغو کې به بریالی یې.> نو داود په خپله لاره لاړ او شائول خپل کور ته ستون شو.