ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - شلم فصل

د انګورو د باغ مزدوران

۱عیسی زیاته کړه: «اسماني پاچاهي داسې ده لکه د ځمکې خاوند چې سهار وختي له کوره ووت، ترڅو خپل د انګورو د باغ دپاره مزدوران ونیسي. ۲کله چې هغه ورسره یو دینار یعنې د ورځنۍ مزدورۍ په هکله جوړه وکړه، نو هغوی یې ولېږل چې په باغ کې یې کار وکړي. ۳د سهار په نهه بجو هغه دباندې ووت، نو ځینې خلک یې ولیدل چې په بازار کې وزګار ولاړ وو. ۴هغوی ته یې وویل: ‹تاسو هم لاړ شئ او زما د انګورو په باغ کې کار وکړئ او زه به تاسو ته مناسبه مزدوري درکړم.› نو هغوی لاړل. ۵هغه د غرمې په وخت کې او بیا په درې بجو بازار ته لاړ او د نورو کسانو سره یې هم هماغه شان کار وکړ. ۶د مازدیګر شاوخوا پنځه بجې هغه بازار ته لاړ او نور خلک یې ولیدل چې هلته وزګار ولاړ وو. د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: ‹تاسو ولې ټوله ورځ دلته وزګار ولاړ یئ؟› ۷هغوی ځواب ورکړ: ‹ځکه چې مونږ ته هېچا د کار دپاره څه نه دي ویلي.› هغه ورته وویل: ‹تاسو هم لاړ شئ او زما په باغ کې کار وکړئ.›

۸کله چې ماښام شو، نو د باغ خاوند خپل ناظر ته وویل: ‹مزدوران راوغواړه او د هغوی مزدوري ورته ورکړه، لومړی یې هغو خلکو ته ورکړه چې وروسته راغلي دي او بیا ورپسې یې هغو ته ورکړه چې اول راغلي وو.› ۹کومو خلکو چې شاوخوا پنځه بجې کار پیل کړی ؤ راغلل او د پوره ورځې مزدوري یې واخیستله. ۱۰کله چې د هغو مزدورانو وار راورسېد چې اول راغلي وو، نو هغوی په دې تمه وو چې د نورو څخه به زیاته مزدوري واخلي، خو هغوی ته هم د نورو په اندازه ورکړل شوه. ۱۱کله چې هغوی خپله مزدوري واخیستله نو د باغ خاوند ته یې ګیله وکړه. ۱۲هغوی وویل: ‹دا خلک چې وروسته راغلل هغوی یوازې یو ساعت کار کړی دی، حال دا چې مونږ ټوله ورځ په سور لمر کې کار کړی دی خو بیاهم تا هغوی ته زمونږ سره یو برابر مزدوري ورکړه.› ۱۳د باغ خاوند په هغوی کې یو ته وویل: ‹ملګریه! ما درسره کومه بې انصافي نه ده کړې. ایا تا خپله دا ونه منله چې په یو دینار به ټوله ورځ کار کوې؟ ۱۴خپله مزدوري دې واخله او ځه. دا زما خوښه ده چې وروسته راغلي سړي ته همدومره ورکړم څومره مې چې تاته درکړله. ۱۵ایا زه حق نه لرم چې په خپلو پیسو باندې چې څه غواړم هغه وکړم؟ یا په دې باندې بخیلي کوې چې زه سخي یم؟›»

۱۶نو عیسی وویل: «په دې ډول به اولني وروستي شي او وروستي به اول شي.»

عیسی د درېم ځل دپاره د خپل مرګ په هکله پېشګویي کوي

(مرقوس ۱۰: ۳۲‏ - ۳۴ او لوقا ۱۸: ۳۱‏ - ۳۴)

۱۷کله چې عیسی اورشلیم ته روان ؤ، نو په لاره کې یې خپل دولس شاګردان یوې ګوښې ته کړل او ورته ویې ویل: ۱۸«ګورئ، مونږ اوس اورشلیم ته ځو او د انسان زوی به مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو ته په لاس ورکړل شي او هغوی به ورباندې د مرګ حکم وکړي. ۱۹غیریهودیانو ته به یې وسپاري ترڅو هغوی ورباندې ملنډې ووهي، په دورو یې ووهي او په صلیب باندې یې ځوړند کړي. خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.»

د یوې مور غوښتنه

(مرقوس ۱۰: ۳۵‏ - ۴۵)

۲۰بیا د زبدي ښځه د خپلو دوو زامنو سره عیسی ته راغله، د هغه په پښو کې پرېوتله او د هغه څخه یې وغوښتل چې په هغې باندې احسان وکړي. ۲۱عیسی د هغې څخه پوښتنه وکړه: «څه غواړې؟» هغې وویل: «زما سره وعده وکړه چې ستا په پاچاهۍ کې دې زما دا دواړه زامن ستا په څنګ کې کښېني، یو دې ښي لاس ته کښېني او بل چپ لاس ته.» ۲۲عیسی هغوی ته په ځواب کې وویل: «تاسو نه پوهېږئ چې څه غواړئ. کومه پیاله چې زه به یې څښم تاسو هغه څښلی شئ؟» هغوی ځواب ورکړ: «هو، مونږ یې کولای شو.» ۲۳عیسی هغوی ته وویل: «بې له شکه، تاسو به زما پیاله وڅښئ، خو دا زما په اختیار کې نه ده چې څوک به زما ښي یا چپ لاس ته کښېني. دا ځایونه د هغو خلکو دپاره دي چې زما پلار ورته تیار کړي دي.» ۲۴کله چې هغو نورو لسو شاګردانو دا واورېدل، نو هغوی د هغو دوو ورونو څخه خفه شول. ۲۵خو عیسی هغوی راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو پوهېږئ چې په نړۍ کې د غیریهودیانو واکمنان په خپلو خلکو باندې باداري کوي او مشران یې ورته خپل زور ښایي. ۲۶خو په تاسو کې دې داسې نه وي. که په تاسو کې څوک غواړي چې لوی وګڼل شي، نو باید د نورو خدمتګار شي ۲۷او هرڅوک چې غواړي د ټولو څخه اول شي باید د نورو خدمت وکړي. ۲۸حتی د انسان زوی د دې دپاره نه دی راغلی چې خدمت یې وشي بلکې د نورو خدمت وکړي او خپل ژوند د ډېرو خلکو د خلاصون دپاره قربان کړي.»

د دوو ړندو بینا کول

(مرقوس ۱۰: ۴۶‏ - ۵۲ او لوقا ۱۸: ۳۵‏ - ۴۳)

۲۹کله چې عیسی او د هغه شاګردان د اریحا د ښار څخه تلل، نو ګڼ شمېر خلک ورپسې روان وو. ۳۰د لارې په غاړه دوه ړانده ناست وو. کله چې هغوی خبر شول چې عیسی په دې لاره تېریږي، نو چیغې یې کړې: «ای ښاغلیه، ای د داود زویه! په مونږ رحم وکړه.» ۳۱خلکو هغوی ورټل او ورته ویې ویل چې غلي شئ. خو هغوی نورې هم چیغې ووهلې: «ای ښاغلیه، ای د داود زویه! په مونږ رحم وکړه.» ۳۲عیسی ودرېده او هغوی ته یې غږ وکړ او پوښتنه یې ترې وکړه: «زما نه څه غواړئ چې درته ویې کړم؟» ۳۳هغوی ورته وویل: «ای ښاغلیه، غواړو چې سترګې مو بینا شي.» ۳۴د عیسی زړه ورباندې وسوځېده او د هغوی په سترګو یې لاس کېښود او هغوی سمدلاسه بینا شول او په هغه پسې روان شول.