يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - اتم باب

د بِلداد وېنا

۱بيا بِلداد شوحى ووئيل، ۲”ترڅو پورې به تۀ دا خبرې کوې، او دا بک بک به جارى ساتې؟ ۳خُدائ پاک د اِنصاف نه نۀ اوړى. او د قادر خُدائ کارونه همېشه په حقه وى. ۴کۀ ستاسو بچو د هغۀ خِلاف ګناه کړې وى، نو هغوئ ته به د هغې بدله مِلاو شوې وى. ۵کۀ تۀ خُدائ پاک ولټوې او قادر خُدائ ته په دُعا کښې سوال وکړې، ۶کۀ تۀ صفا او صادق يې، نو هغه به په خپله راپاڅى او هغه به تا له خپل صحيح مقام واپس درکړى. ۷اګر چې ستا شروع معمولى شان وه، خو په مستقبل کښې به مالدار شې. ۸معلوماتو دپاره مخکښېنو نسلونو نه تپوس وکړه، او د هغوئ چې کومې تجربې دى په هغې غور وکړه. ۹ځکه چې مونږ پرون پېدا شوى يُو او مونږ ته هيڅ پته نۀ لګى، ځکه چې په زمکه باندې زمونږ وخت د سورى په شان روان دے. ۱۰خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه. ۱۱چرته چې اوبۀ نۀ وى نو هلته لوخه نۀ را شنه کيږى، دا د اوبو نه بغېر نۀ کيږى. ۱۲او دا لا شنه وى او رېبلے شوې نۀ وى، خو د نورو واښو نه زر وچيږى. ۱۳نو چې څوک خُدائ پاک هېروى نو د هغوئ هم دغه لار ده، چې څوک د خُدائ نه منکر وى نو د هغوئ اُميد به ختم شى. ۱۴د هغوئ ايمان نازک وى، د هغوئ يقين د جولا د جالې په شان وى. ۱۵چې څوک په دې جاله يقين کوى نو هغوئ ته به دا جاله ټينګه نۀ شى، کۀ څوک ورپورې ځان وتړى، نو دا به يې برداشت نۀ کړى. ۱۶منکر کسان داسې ښکارى چې په نمر کښې رازرغون وى، او د دې څانګې په باغ کښې خورې ورې وى. ۱۷د هغوئ جرړې د کاڼو د ډېرى نه تاويږى، او دا کاڼى کلک نيسى. ۱۸خو کۀ هغوئ د خپل ځائ نه لرې کړے شى، نو بيا به هغوئ اِنکار وکړى او وائى به چې ما تاسو کله هم نۀ يې ليدلے. ۱۹ګوره، د هغوئ خوشحالى به د لږ وخت دپاره وى، خو نور بوټى راشنۀ شى او د دې ځائ ونيسى. ۲۰ګوره، خُدائ پاک به يو بې‌داغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى. ۲۱هغه به بيا هم تاسو له خوشحالى درکړى، او ستاسو خولې به د خندا نۀ ډکې کړى. ۲۲چې څوک ستا نه نفرت کوى نو هغوئ به په شرمونو وشرميږى، او د بدکارانو کور به تباه شى.“