ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

پينځۀ نوييم زبور

څښتن ته د ثنا او صفت سندره

۱راځئ چې ووایو څښتن ته د ثنا سندرې!

راځئ چې خپل قوي ژغورونکي ته

مونږ چیغې د خوښۍ ووهو

۲راځئ حضور ته د هغه د شکرانې سره یوځای ورشو

وکړو ستاینه په سندرو د خوښۍ د هغه

۳ځکه څښتن لوی خدای دی

ټولو خدایانو څخه لوی پاچا دی

۴هغه حکومت کوي په ټولې نړۍ

د ځمکې د ژورو برخو څخه

د غرو تر لوړو څوکو

۵دریابونه د هغه دي ځکه هغه دي پیدا کړي

ورکړی ځمکې ته یې شکل دی په خپلو لاسو

۶راځئ چې مونږه په سجده شو عبادت وکړو

شو په ګونډو د خپل څښتن او خپل خالق حضور کې

۷ځکه هغه دی زمونږ خدای

مونږه یو قوم د هغه او هغه پام کوي

په مونږ باندې لکه شپونکي په شان

مونږه یو رمه د هغه چې هغه یې لارښوونه کاندي

که تاسو نن واورئ اواز د هغه:

۸«نو مه سختوئ خپل زړونه

لکه چې څنګه مو سخت کړي وو

په دښته د مسا او مریبه کې تاسو

۹ستاسو نیکونو امتحان کړمه په هغه ځای کې

که څه هم دوی ؤ زما عمل لیدلی

خو بیا یې هم وازمایلمه زه

۱۰زه له هغه نسل نه څلوېښت کاله بېزاره ومه

ما ویل: ‹زما نه لېرې دي د هغوی زړونه

نه غواړي عمل وکړي زما په حکمونو باندې›

۱۱نو زه په قهر شوم قسم مې وخوړ:

‹دوی به هېڅکله داخل نه شي هغه هېواد ته

چېرته چې زه به ورکومه ارام›»