ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او پينځم زبور

خدای او د هغه قوم

(لومړی تواریخ ۱۶: ۸ - ۲۲)

۱کوئ شکر د څښتن

او د هغه په نوم دعا کوئ!

نورو قومونو ته دا ووایئ

څه چې هغه کړي دي

۲هغه ته حمد ووایئ

ووایئ هغه ته د ثنا او صفت سندره

هغه چې کړي عجیبه کارونه

کړئ یې بیان خلکو ته

۳په پاک نوم د هغه وکړئ افتخار

وي دې خوشحاله څوک چې کاندي عبادت د هغه

۴وغواړئ کومک له څښتنه

وکړئ عبادت یې تل

۵‏-۶ای اولادې د ابراهیم چې دی د خدای بنده

ای د یعقوب اولادې تاسو کړئ غوره څښتن

کړئ تاسې یادې معجزې لویې چې کړې هغه

هم کړئ رایاد قضاوتونه چې هغه کړي وو

۷دی څښتن زمونږه خدای

راولي چې عدالت د ځمکې سر باندې هرځای

۸هغه ولاړ به تر ابده وي خپل لوظ باندې

وي وعدې به د ده تر زرو نسلونو پورې

۹هغه لوظ چې هغه وکړ د ابراهیم سره

هغه قسم چې هغه وکړ د اسحاق سره

۱۰هغه یې ورکړلو یعقوب ته د یو حکم په شان

او اسراییلو ته د ابدي لوظ په توګه

۱۱هغه وویل: «تاسو ته در به کړم وطن د کنعان

وي به هغه د ستاسو خپل ملکیت»

۱۲کله چې شمېر د خدای د خلکو کم ؤ

وو پردي د کنعان خاوره کې دوی

۱۳دوی سرګردانه ګرځېدل به یو او بل وطن کې

تلل یو او بلې پاچاهۍ ته هغوی

۱۴خو خدای پرېنښودل هېڅوک

چې په دوی ظلم وکړي

د دوی دپاره یې شاهان ورټل

۱۵هغوی ته یې وویل:

«زما غوره شویو بنده ګانو ته به لاس نه وروړئ

ضرر به نه رسوئ زما پیغمبرانو ته»

۱۶څښتن راوستله قحطي د دوی په خاوره

او د خوړو وسیلې یې د دوی نه واخیستلې

۱۷له دوی نه مخکې یې یو کس ولېږه

یعنې یوسف چې شولو خرڅ لکه غلام په توګه

۱۸وې تړلې پښې په زنځیرو ورته

اوسپنې کړۍ یې ورته واچوله غاړه کې

۱۹څو چې وړاندوینه یې رښتیا شوله

او عملونه یې ثابت کړل د څښتن کلام

۲۰پاچا د مصر کړ ازاد هغه

یعنې د قومونو پاچا خوشې کړ

۲۱هغه یې مشر کړ د خپل حکومت

خپل ټول ملکیت باندې حاکم کړلو

۲۲چې د پاچا په مامورانو باندې واک ولري

او د پاچا سلاکارانو ته روزنه ورکړي

۲۳نو بیا یعقوب لاړلو مصر ته

شو استوګن هغه د حام وطن کې لکه پردي په شان

۲۴خپلو خلکو ته څښتن ډېر اولادونه ورکړل

او دوی قوي یې کړل په خپلو دښمنانو باندې

۲۵مصریان یې جوړ کړل دې ته

چې د ده له قومه وکړي هغوی کرکه

او چلند وکړي په ټګۍ د څښتن خلکو سره

۲۶بیا هغه ولېږه موسیٰ خپل خادم

او هم هارون چې غوره کړی یې ؤ

۲۷هغوی د خدای نښې ښکاره کړلې مصریانو ته

او معجزې د هغه یې وښودې د حام په ځمکه

۲۸په هغې وطن تیاره کړه خدای نازله

موسی او هارون ونه کړه د خدای نافرماني

۲۹د سیند اوبه یې ورته بدلې کړې په وینو باندې

او ټول کبان یې ورته مړه کړل

۳۰ډک شو وطن یې چونګښانو باندې

په چونګښانو حتی ډکه شوه شاهي ماڼۍ هم

۳۱د خدای په حکم ټول وطن باندې

راغی د ماشو او مچانو لښکر

۳۲د باران په ځای نازله یې ږلۍ کړه

د دوی وطن باندې برېښنا او تندر وپړکېده

۳۳ورته تباه یې کړل تاکونه، د انځرو ونې

او رانسکورې یې کړې ټولې ونې

۳۴د هغه په حکم راغلل ملخان

چې وو بې شمېره هغوی

۳۵د دې وطن شنه بوټي یې ټول وخوړل

او د دوی د ځمکو ټول حاصل یې وخوړ

۳۶د مصریانو په وطن کې

د هغوی یې مړه کړل ټول مشران زامن

د نارینتوب اولنۍ مېوه یې کړه ویجاړه ورته

۳۷اسراییلیان بیا څښتن وویستل له مصره ځینې

سره زر او سپین زر لېږدول هغوی د ځانه سره

ټول وو سالم او ځواکمن

۳۸په وتلو د دوی مصریان خوشحاله شول

ځکه هغوی ډېر وېرېدلي وو ترې

۳۹سیوري دپاره خدای خپره کړه ورېځ په خپلو خلکو

اور یې راولېږلو شپه کې د رڼا دپاره

۴۰هغوی ترې سوال وکړ هغه مړزان ورکړل ورته

هغوی ته یې ورکړله ډوډۍ د اسمانه څخه

چې شي ماړه پرې هغوی

۴۱هغه ګټ وچولو او ترې نه جاري شوې اوبه

وبهېدې د سیند په شان دښته کې

۴۲ځکه رایاده یې کړه خپله پاکه وعده

هغه چې کړې وه څښتن له خدمتګار خپل ابراهیمه سره

۴۳هغه راوویستل خپل خلک له خوشحالۍ سره

خپل غوره خلک د سندرو له ویلو سره

۴۴هغوی له وریې کړلې ځمکې د قومونو نورو

او دوی راټول کړلو حاصل چې ؤ کرلی نورو

۴۵ترڅو حکمونه د څښتن ومني

او قوانین یې عملي کاندي

د څښتن ثنا او صفت دې وکړئ!