ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او اووۀ څلوېښتم زبور

د مطلق قادر خدای ثنا او صفت

۱د څښتن ثنا او صفت وکړئ

څومره ښه ده چې خپل خدای دپاره ووایو سندره

څومره خوشحالوونکې او صحیح ده

چې صفت یې وکړو

۲څښتن بیا آبادوي اورشلیم

شړلي خلک د اسراییلو

راولي بېرته خپل کور ته

۳روغوي هغه مات زړونه

او ږدي پټۍ د دوی زخمونو باندې

۴هغه ټاکلی دی د ستورو شمېر

او هر یوه ته یې خپل نوم ورکړی

۵زمونږ څښتن دی لوی

او ډېر زورور دی هغه

بې اندازې ده د هغه پوهه

۶پورته کوي څښتن عاجزان خلک

خو بدکاران راغورځوي په ځمکه

۷څښتن ته ووایئ د شکرګزارۍ سندره

وغږوئ ساز خپل خدای ته په رباب سره

۸هغه په ورېځو پټوي اسمان

رااوروي هغه باران په ځمکه

او شنه کوي واښه غونډیو باندې

۹حیواناتو ته خوراک رسوي

ورکوي خوراک چې کله وچغیږي

د کارغانو بچي

۱۰د هغه خوشحالي نه ده د اس قوت کې

او نه یې خوښي شته د انسان طاقت کې

۱۱خو څښتن خوشحاله وي د هغو خلکو څخه

چې کړي وېره له هغه

او څوک چې باور لري د هغه په تلپاتې مینه

۱۲ای اورشلیمه، د څښتن ثنا او صفت وکړه

ای صهیونه، د خپل خدای ثنا او صفت وکړه

۱۳ځکه قوي ساتي اړمونه ستا د ښار د دروازو

او برکت ورکوي ستا اوسېدونکو ته

۱۴ستا سرحدونه په امان کې ساتي

او مړوي تا په ډېرو ښو غنمو باندې

۱۵هغه امر کوي ځمکې ته

او څه چې وایي اجرا کیږي هغه زر

۱۶وروي واوره لکه سپینو وړیو په شان

او خپروي پرخه لکه ایرې په شان

۱۷هغه ږلۍ وروي لکه د کاڼو په شان

څوک ټینګېدلی نه شي د هغه یخنۍ ته

۱۸د هغه په حکم ویلي کیږي یخ

رالېږي بادونه او جاري کیږي اوبه

۱۹هغه یعقوب ته خپل پیغام ورکوي

یعنې اسراییلو ته خپل قوانین او احکام

۲۰هغه بل قوم ته داسې نه دي کړي

دوی نه پوهیږي د هغه په قوانینو باندې

د څښتن ثنا او صفت وکړئ