ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

څليريشتم زبور

د جلال پاچا

(د داود زبور)

۱چې په ځمکه کې هرڅه دي

هغه واړه د څښتن دي

چې په دنیا کې اوسي

هغه واړه د څښتن دي

۲ځکه تهداب د ځمکې کېښود څښتن

هغه یې کلکه ودروله دریابونو باندې

هم یې قایمه ودروله په اوبو د ځمکې لاندې باندې

۳څوک شي ختلی د څښتن غونډۍ ته؟

څوک ودرېدی شي د هغه پاک کور کې؟

۴هغه څوک چې لاسونه یې په ګناه نه وي ککړ

او زړه یې پاک وي

چې د بتانو عبادت نه کوي

او په درواغو قسمونه نه خوري

۵نو برکت به د څښتن نه واخلي

کړي د هغه ژغورونکی خدای به یې معصوم اعلان

۶دا هغه خلک دي چې کړي رجوع خدای ته

څوک چې غواړي د یعقوب د خدای دیدار

۷ای دروازو خلاصې شئ

شئ تاریخي دروازو تاسې بېرته

چې د جلال پاچا راننوځي

۸څوک دی دا د جلال پاچا؟

هغه څښتن چې دی قوي او زورور

هغه څښتن چې دی تکړه په جنګ کې

۹ای دروازو خلاصې شئ

شئ بېرته تاسې تاریخي دروازو

چې د جلال پاچا راننوځي

۱۰څوک دی دا د جلال پاچا؟

دا مطلق قادر څښتن دی

دا دی پاچا د جلال