ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - څلورویشتم فصل

د حضرت اسحاق دپاره ښځه

۱حضرت ابراهیم ډېر زوړ شوی ؤ او څښتن هغه ته په هر کار کې برکت ورکاوه. ۲حضرت ابراهیم خپل ناظر ته چې د هغه په کورنۍ کې د هرڅه واکدار ؤ وفرمایل: <خپل لاس دې زما د ورون لاندې کېږده. ۳په دې ډول زه تاته د څښتن یعنې د اسمان او ځمکې د خدای په نوم قسم درکوم چې زما زوی ته به په دې ځای یعنې د کنعان په خلکو کې ښځه نه کوې، ۴بلکه زما وطن او زما خپلو خپلوانو ته لاړ شه او هلته زما زوی اسحاق ته ښځه وکړه.>

۵ناظر پوښتنه وکړه: <که چېرې نجلۍ ونه غواړي چې خپل کور پرېږدي او زما سره دې وطن ته راشي نو بیا به څنګه کیږي؟ آیا ستا زوی بېرته هغه وطن ته بوځم چې ته ورڅخه راوتلی یې؟>

۶حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <پام کوه چې زما زوی به بېرته هلته نه بیایې. ۷څښتن د اسمان خدای زه د خپل پلار د کور او اصلي وطن څخه راوویستلم او زما سره یې کلکه وعده وکړه چې دا وطن به ستا اولادې ته ورکوم. هغه به خپله فرښته ستا څخه مخکې ولېږي ترڅو ته وکولی شې چې په هغه ځای کې زما زوی ته ښځه وکړې. ۸که چېرې هغه نجلۍ په دې رضا نه شي چې ستا سره راشي، نو ته به د هغه لوظ څخه چې زما سره دې کړی دی خلاص یې. خو په هیڅ حالت کې به زما زوی هلته نه ورولې.> ۹نو ناظر خپل لاس د خپل بادار د ورون لاندې کېښود او قسم یې وخوړ چې څه چې حضرت ابراهیم د هغه څخه غواړي هغه به وکړي.

۱۰ناظر د خپل بادار له اوښانو څخه لس اوښان او هر ډول ښه شیان د ځان سره واخیستل او د بین النهرین شمال ته هغه ښار ته لاړ چې ناحور په کې اوسېده. ۱۱هغه مازدیګر، یعنې څه وخت چې ښځې د اوبو د راوړلو دپاره راوتلې هلته ورسېد او خپل اوښان یې د ښار څخه بیرون د کوهي په غاړه ګونډه کړل. ۱۲بیا هغه دعا وکړه: <ای څښتنه، زما د بادار ابراهیم خدایه! نن ما کامیاب کړه او زما د بادار ابراهیم سره خپله وعده پوره کړه. ۱۳دا دی زه دلته د کوهي په څنګ کې ولاړ یم، د ښار انجونې د اوبو وړلو دپاره راځي. ۱۴نو داسې دې وشي چې کله زه هغې نجلۍ ته ووایم چې خپل منګی راکوز کړه چې اوبه وڅښم او هغه ووایي: وڅښه او ستا اوښانو ته به هم اوبه ورکړم، نو دا دې هماغه نجلۍ وي چې د خپل خدمتګار اسحاق دپاره دې انتخاب کړې ده. نو که چېرې داسې وشول، زه به پوه شم چې تا هغه وعده پوره کړې ده چې زما د بادار سره دې کړې وه.>

۱۵د هغه دعا لا خلاصه شوې نه وه چې ربکا راورسېدله او د اوبو منګی یې په اوږو باندې ایښی ؤ. هغه د بتوئیل لور وه او بتوئیل د ملکه زوی ؤ او ملکه د حضرت ابراهیم د ورور ناحور ښځه وه. ۱۶هغه یوه ډېره ښکلې نجلۍ وه او پېغله وه. هغه کوهي ته ورښکته شوه، خپل منګی یې د اوبو څخه ډک کړ او بېرته راپورته شوه. ۱۷ناظر د هغې د لیدلو دپاره په منډه ورغی او ویې ویل: <مهرباني وکړه ستا د منګي څخه لږې اوبه ماته راکړه.>

۱۸هغې وویل: <ای زما باداره، وڅښه.> نو ژر یې خپل منګی له اوږو څخه راښکته کړ او هغه ته یې اوبه ورکړې چې ویې څښي. ۱۹کله چې هغه اوبه وڅښلې، هغې وویل: <زه به ستا د اوښانو دپاره هم اوبه راوباسم ترڅو هغوی هم په اوبو ماړه شي.> ۲۰هغې ژر خپل منګی په اخور کې خالي کړ او بېرته په منډه د اوبو ویستلو دپاره کوهي ته لاړه او د ټولو اوښانو دپاره یې اوبه راوویستلې. ۲۱سړي په خاموشۍ سره هغې ته کتل چې په دې پوه شي چې څښتن د ده سفر بریالی کړی دی او که نه.

۲۲کله چې هغې نجلۍ خپل کار خلاص کړ نو هغه سړي د سرو زرو یو قیمتي پېزوان راواخیست او هغې ته یې په پوزه کړ او همدارنګه دوه د سرو زرو غټې کړۍ ګانې یې راواخیستلې او هغې ته یې په لاس کړلې. ۲۳بیا هغه پوښتنه وکړه: <ماته ووایه چې ته د چا لور یې؟ آیا ستا د پلار په کور کې زمونږ دپاره کوم ځای شته چې شپه په کې تېره کړو؟>

۲۴هغې ځواب ورکړ: <زه د بتوئیل لور او د ناحور او ملکې لمسۍ یم.> ۲۵هغې زیاته کړه: <زمونږ سره بوس او واښه پرېمانه دي او د شپې د تېرولو دپاره ځای هم شته.>

۲۶بیا هغه سړی په سجده پرېوت او د څښتن عبادت یې وکړ، ۲۷ویې ویل: <ثناه دې وي څښتن ته، زما د بادار ابراهیم خدای ته چې هغه وعده یې پوره کړه چې زما د بادار سره یې کړې وه. څښتن ماته په دې سفر کې د خپل بادار د خپلوانو کور ته لارښودنه وکړه.>

۲۸هغه پېغله په منډه خپل کور ته لاړه او خپلې کورنۍ ته یې ټوله قصه وکړه. ۲۹نو د ربکا یو ورور ؤ چې لابان نومېده. لابان په منډه دباندې ووت او د حضرت ابراهیم د ناظر پسې کوهي ته ورغی. ۳۰لابان د خپلې خور ربکا په پوزه پېزوان او په لاسونو باندې کړۍ ګانې ولیدلې او د هغې څخه یې هغه خبرې واورېدلې چې هغه سړي ورته کړې وې. نو دی ورغی او ویې لیدل چې د حضرت ابراهیم ناظر د کوهي په غاړه د اوښانو سره ولاړ دی. ۳۱هغه وویل: <زما سره کور ته راشه. ته داسې سړی یې چې څښتن درته برکت درکړی دی. ولې بیرون ولاړ یې؟ ما ستا دپاره په خپل کور کې کوټه او ستا د اوښانو دپاره ځای تیار کړی دی.>

۳۲نو هغه سړی کور ته ننوت او هغوی د اوښانو څخه بارونه راښکته کړل او اوښانو ته یې بوس او واښه ورکړل. بیا لابان د حضرت ابراهیم ناظر او د هغه نفرو ته اوبه راوړلې چې خپلې پښې ومینځي. ۳۳بیا د ناظر په مخکې ډوډۍ کېښودله شوه، مګر هغه وویل: <تر هغې پورې به زه ډوډۍ ونه خورم ترڅو مې خپله خبره نه وي کړې.>

لابان وویل: <نو بیا ووایه.>

۳۴نو ویې ویل: <زه د حضرت ابراهیم ناظر یم. ۳۵څښتن زما بادار ته زیات برکت ورکړی دی او هغه شتمن شوی دی او هغه ته یې د پسونو او وزو رمې، د غوایانو او خرو پادې، سپین زر، سره زر، غلامان، وینځې او اوښان ورکړي دي. ۳۶زما د بادار د ښځې ساره څخه په زوړ عمر کې زوی پیدا شو او هرڅه چې زما بادار درلودل هغه ته یې ورکړل. ۳۷زما بادار ماته قسم راکړ او ویې فرمایل: زما زوی ته به د کنعانیانو د لورګانو څخه چې زه د هغو په منځ کې اوسېږم ښځه نه کوې. ۳۸بلکه زما د پلار کورنۍ او زما خپلې قبیلې ته لاړ شه او زما زوی ته ښځه وکړه. ۳۹بیا ما د خپل بادار څخه پوښتنه وکړه: که چېرې نجلۍ زما سره رانه شي نو بیا څه وکړم؟ ۴۰هغه ځواب راکړ: هغه څښتن چې زه یې پیروي کوم هغه به خپله فرښته ستا سره ولېږي او ستا سفر به بریالی کړي ترڅو ته وکولی شې چې زما زوی ته زما د خپلې قبیلې او زما د پلار د کورنۍ څخه ښځه وکړې. ۴۱کله چې ته زما قبیلې ته ورشې نو زما د قسم څخه به خلاص شې: حتیٰ که هغوی تاته د نجلۍ د درکولو څخه انکار هم وکړي، ته به زما د قسم څخه خلاص یې.

۴۲کله چې نن زه کوهي ته راغلم، ما وویل: ای څښتنه، زما د بادار ابراهیم خدایه! که ستا رضا وي ماته په دې سفر کې چې راغلی یم بری راکړه. ۴۳دا دی زه دلته د دې کوهي په غاړه ولاړ یم. نو داسې دې وشي چې کومه نجلۍ چې د اوبو د وړلو دپاره راځي، نو زه به د هغې څخه وغواړم چې د خپل منګي څخه ماته لږې اوبه راکړي. ۴۴که چېرې هغه راته ووایي چې وڅښه او زه به ستا د اوښانو دپاره هم اوبه راوباسم، نو دا دې هماغه نجلۍ وي چې څښتن زما د بادار د زوی دپاره انتخاب کړې ده. ۴۵مخکې له دې چې زما دعا خلاصه شي، ربکا د خپل منګي سره چې په اوږو یې ایښی ؤ راغله. هغه کوهي ته ښکته شوه او اوبه یې راوویستلې او ما هغې ته وویل: لږې اوبه راکړه چې زه یې وڅښم. ۴۶هغې ژر خپل منګی د اوږو څخه راښکته کړ او ویې ویل: وڅښه. زه به ستا اوښانو ته هم اوبه ورکړم، نو بیا ما وڅښلې او هغې اوښانو ته هم اوبه ورکړې. ۴۷د هغې څخه مې پوښتنه وکړه: ته د چا لور یې؟ نو هغې وویل، زه د بتوئیل لور یم او د ناحور او ملکه لمسۍ یم. نو د هغې په پوزه کې مې پېزوان واچاوه او په لاسونو کې مې ورته کړۍ ګانې واچولې. ۴۸ما سجده وکړه او د څښتن عبادت مې وکړ او د خپل بادار ابراهیم څښتن خدای مې وستایه چې ماته یې سمه لاره وښودله چې د خپل بادار د ورور لمسۍ د هغه زوی ته وکړم. ۴۹نو اوس که چېرې زما د بادار سره وفاداري او مهرباني کوې هم راته ووایه او که نه یې کوې هم ماته ووایه ترڅو زه پرېکړه وکړم چې بل چېرته لاړ شم.>

۵۰لابان او بتوئیل ځواب ورکړ: <څرنګه چې دا خبره د څښتن له طرفه ده مونږ په دې هکله پرېکړه نه شو کولی. ۵۱دا دی ربکا حاضره ده هغه درسره واخله او ځه. لکه څنګه چې څښتن په خپله فرمایلي دي، هغه دې ستا د بادار د زوی ښځه شي.> ۵۲څنګه چې د حضرت ابراهیم ناظر دا خبره واورېدله نو سجده یې وکړه او د څښتن عبادت یې وکړ. ۵۳بیا ناظر کالي، د سپینو زرو او سرو زرو ګاڼې راوویستل او ربکا ته یې ورکړل او د هغې ورور او مور ته یې هم قیمتي سوغاتونه ورکړل.

۵۴بیا د حضرت ابراهیم ناظر او د هغه نفرو وخوړل او وڅښل او شپه یې هلته تېره کړه. کله چې هغوی سهار پاڅېدل، ناظر وویل: <ما بېرته خپل بادار ته رخصت کړئ.>

۵۵مګر د ربکا ورور او مور وویل: <نجلۍ دې یوه هفته یا لس ورځې زمونږ سره پاتې شي، بیا تاسو کولی شئ چې لاړ شئ.>

۵۶خو هغه وویل: <مونږ مه ایساروئ. څښتن زما سفر بریالی کړی دی، پرېږدئ چې بېرته خپل بادار ته لاړ شم.>

۵۷هغوی وویل: <راځئ چې نجلۍ راوغواړو او په دې باره کې د هغې څخه پوښتنه وکړو.> ۵۸نو هغوی ربکا راوغوښتله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <آیا د دې سړي سره ځې؟>

هغې وویل: <هو، ځم.>

۵۹نو هغوی خپله خور ربکا او د هغې زړه نوکره د حضرت ابراهیم د ناظر او د هغه د نفرو سره ولېږلې. ۶۰هغوی د ربکا دپاره برکت وغوښت او ورته یې وویل:

<ای زمونږ خورې! ته دې د میلیونونو اولادونو مور شې

ستا اولاده دې د خپلو دښمنانو ښارونه فتح کړي>

۶۱بیا ربکا او د هغې وینځې تیارې شوې او په اوښانو باندې سپرې شوې او د سړي سره روانې شوې. نو ناظر ربکا د ځان سره واخیستله او لاړ.

۶۲په دې وخت کې حضرت اسحاق د بئرلحي ریي څخه راغلی ؤ او د کنعان په جنوب کې اوسېده. ۶۳یو ماښام حضرت اسحاق په پټیو کې چکر واهه. څنګه چې هغه خپلې سترګې پورته کړې ویې لیدل چې اوښان راروان دي. ۶۴ربکا هم خپلې سترګې پورته کړې او حضرت اسحاق یې ولید، نو د اوښ څخه راکوزه شوه ۶۵او د ناظر څخه یې پوښتنه وکړه: <هغه سړی څوک دی چې په پټي کې زمونږ مخې ته راروان دی؟>

ناظر ځواب ورکړ: <هغه زما بادار دی.> نو هغې خپل څادر راواخیست او خپل ځان یې ورباندې پټ کړ.

۶۶کوم کارونه چې ناظر کړي وو هغه ټول یې حضرت اسحاق ته بیان کړل. ۶۷حضرت اسحاق ربکا د خپلې مور ساره خېمې ته راوستله او د هغې سره یې واده وکړ. نو ربکا د هغه ښځه شوه او د هغې سره یې مینه کوله او حضرت اسحاق د خپلې مور د مړینې څخه پس تسلي وموندله.