ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

څلور شپېتم زبور

د بدکارانو د دسیسو څخه د ساتنې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱واوره زما اواز خدایه

واوره شکایت زما

خپلو دښمنانو نه وېرېږم زه

وساته ژوندون زما!

۲وساته ما د دسیسو د بدکارانو څخه

هم د شریرانو د ډلو څخه

۳تېرې کوي دوی خپلې ژبې د تورو په شان

دوی په ترخو خبرو لکه د غشو په شان نښه ولي

۴په کمینونو کې دوی ولي بې ګناه انسانان

بې له کوم ترسه ناڅاپه په هغوی باندې ګوزار کوي

۵هغوی یو بل تشویقوي په خپلو بدو دسیسو باندې

دوی جوړوي داسې پلان

چې په کوم ځای کې دوی دامونه کېږدي

هغوی وایي چې څوک مونږ نه شي لیدلی

۶جوړوي بد پلانونه او دوی وایي:

«څومره ښه پلان مو دی جوړ کړی»

څه مرموز دی د انسان زړه او دماغ

۷خو خدای به وولي هغوی په خپلو غشو

او ناڅاپه به هغوی شي زخمیان

۸خپلې خبرې به نابود کړي هغوی

هرڅوک چې ویني هغوی

کړي اشارې به په ملنډو ورته

۹انسانان به ټول وېریږي

بیانوي به دوی د خدای کارونه

او کړي سوچونه په هغې څه چې خدای کړي دي

۱۰څښتن چې وکړل کوم کارونه

نېکان دې کاندي خوشحالي په هغو

پناه دې یوسي ده ته

ټول نېکان خلک دې صفتونه کوي