ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم پادشاهان - څلورویشتم فصل

۱د یهویاقیم د پاچاهۍ په وخت کې د بابل پاچا نبوکدنصر په یهودا باندې برید وکړ او یهویاقیم درې کاله هغه ته غاړه کېښودله، وروسته بیا هغه یاغي شو. ۲لکه څنګه چې څښتن د خپلو خدمتګارو نبیانو په وسیله ویلي وو نو هغه د یهودا په ضد د بابلیانو، سوریایانو، موآبیانو او عمونیانو څخه وسله والې ډلې ولېږلې، ترڅو یهودا له منځه یوسي. ۳دا هرڅه په رښتیا سره د څښتن د حکم سره سم په یهودا باندې وشول. دا د دې دپاره وشول چې د یهودا خلک د هغو ګناهونو له کبله چې منسي پاچا کړي وو د څښتن د حضور څخه وشړل شي. ۴په ځانګړي ډول منسي د اورشلیم کوڅې په وینو ډکې کړې. د هغو بې ګناه خلکو په سبب چې هغه وژلي وو، څښتن نه غوښتل چې هغه وبخښي.

۵د یهویاقیم د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۶یهویاقیم مړ شو او د هغه زوی یهویاکین د هغه په ځای پاچا شو.

۷د مصر فرعون او د هغه لښکر بیا هېڅکله د مصر څخه ونه وتل، ځکه چې د بابل پاچا هغه ټوله سیمه چې په مصر پورې تړلې وه یعنې د فرات د سیند څخه د مصر تر شمالي پولې پورې د خپل واک لاندې راوستې وه.

د یهودا پاچا یهویاکین

(دویم تواریخ ۳۶: ۹ - ۱۰)

۸یهویاکین اتلس کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه په اورشلیم کې درې میاشتې پاچاهي وکړه. د هغه مور نحوشطا نومېدله او د الناتان لور وه چې د اورشلیم څخه ؤ. ۹یهویاکین د خپل پلار لاره غوره کړه او د څښتن په مقابل کې یې ګناه وکړه.

۱۰د هغه د پاچاهۍ په دوران کې د بابلیانو لښکر چې د نبوکدنصر پاچا منصبدارانو یې مشري کوله، اورشلیم ته ورغلل او هغه یې کلابند کړ. ۱۱د محاصرې په وخت کې خپله نبوکدنصر اورشلیم ته راغی. ۱۲یهویاکین پاچا د خپلې مور، خپلو خدمتګارانو، خپلو منصبدارانو او د ماڼۍ د درباریانو سره بابلیانو ته تسلیم شو. نبوکدنصر د خپلې پاچاهۍ په اتم کال یهویاکین اسیر کړ. ۱۳نبوکدنصر د څښتن د کور او د ماڼۍ ټولې خزانې بابل ته یوړې. همدارنګه هغه د سرو زرو هغه ټول سامان چې سلیمان پاچا د څښتن د کور دپاره جوړ کړی ؤ، ټوټې ټوټې کړ. دا هرڅه د څښتن د وړاندوینې سره سم سرته ورسېدل. ۱۴نبوکدنصر د اورشلیم خلک او ټول منصبداران او جنګیالان د اسیرانو په توګه بوتلل چې د دې ټولو شمېر لسو زرو تنو ته رسېده. هغه کسبګران هم د آهنګرانو په شمول بوتلل او یواځې ډېر غریب خلک یې په یهودا کې پرېښودل.

۱۵نبوکدنصر، یهویاکین د هغه د مور، ښځو، درباریانو او د یهودا د مشرانو سره د اسیر په توګه بابل ته یووړ. ۱۶همدارنګه نبوکدنصر اووه زره جنګي نفر او زر نفره کسبګر چې په هغو کې آهنګران هم شامل وو، بابل ته بوتلل. هغه ټول په جګړه کې قوي او تکړه وو.

۱۷نبوکدنصر د یهویاکین تره، متنیا د یهودا پاچا وټاکه او د هغه نوم یې په صدقیا باندې بدل کړ.

د یهودا پاچا صدقیا

(دویم تواریخ ۳۶: ۱۱ - ۱۲ او ارمیا ۵۲: ۱ - ۳)

۱۸صدقیا یوویشت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه یوولس کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور حموطل نومېدله او د ارمیا لور وه چې د لبنه د ښار څخه ؤ. ۱۹صدقیا پاچا کټ مټ د یهویاقیم پاچا په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. ۲۰څښتن د اورشلیم او یهودا په خلکو باندې دومره په قهر شو چې هغوی یې د خپل حضور څخه وشړل.

نو صدقیا د بابل د پاچا نبوکدنصر په مقابل کې یاغي شو.