ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

جامعه - یوولسم فصل

د انساني پوهې حدود

۱خپلې دانې په لمده ځمکه کې وشینده

ځکه څو ورځې وروسته به ته هغه بېرته حاصل کړې

۲د خپلو دانو یوه برخه له اوو اتو کسانو سره شریکې کړه

ځکه ته نه پوهېږې چې په ځمکه باندې به څه افت راځي

۳که ورېځې نمجنې او درندې شي

نو په ځمکه باندې باران وریږي

او که ونه جنوب یا شمال لوري ته چپه شي

نو په هماغه ځای به پرته وي چې پرې رالویږي

۴څوک چې د باد لوري ته ګوري هغه بیا څه نه کري

او څوک چې ورېځو ته ګوري هغه بیا حاصل نه رېبي

۵لکه څنګه چې ته نه پوهېږې

چې باد له کوم ځایه لګیږي

یا د امیدوارې ښځې په ګېډه کې

ماشوم څرنګه لوییږي

نو همدا شان ته د خدای په کارونو هم نه پوهېږې

چې دا دواړه د هغه له خوا تر سره کیږي

۶په سهار کې خپل تخم وکره

او په ماښام کې هم لاس تر زنې مه کښېنه

ځکه ته نه پوهېږې چې په کوم کار کې بریالیتوب شته

په دې کار کې یا په هغه بل کار کې

یا په دواړو کې په برابره توګه بریالیتوب شته

ځوانانو ته نصیحت

په ځلمیتوب کې له خپل ژوند نه خوند واخله

۷نو د لمر روښنایي څومره خوږه ده او د انسان دپاره څومره ښه ده چې د لمر د روښنایۍ لاندې واوسیږي. ۸په حقیقت کې، یو سړی چې ډېر کلونه عمر کوي هغه باید خوشحالي وکړي او له خپل ژوند نه خوند واخلي، خو هغه باید په یاد ولري چې د تیارې ورځې ډېرې زیاتې وي. نو هرڅه چې په راتلونکې کې پېښیږي هغه ټول لوګي او پوکي دي.

۹نو ای ځوانه! د ځوانۍ په ورځو کې خوشحالي وکړه او د خپل ځلمیتوب له هرې شېبې نه یې خوند واخله. چېرته چې ستا زړه ځي او سترګې دې ګوري هلته دې ستا پښې هم لاړې شي. خو په دې پوه شه چې خدای به ستا د زړه د ارمانونو او عملونو قضاوت وکړي. ۱۰له خپل زړه څخه غم او غوسه لېرې کړه او له خپل بدن څخه درد او کړاو وباسه، ځکه چې ځواني او د ځلمیتوب سباوون لوګی او پوکی دی.