ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف پينځم کِتاب

تثنیه - دېرشم فصل

څښتن به تاسو بېرته خپلې خاورې ته راولي

۱تاسو ته مې اوس د برکت او لعنت د انتخابولو حق درکړی دی. کله چې په تاسو باندې دا ټولې پېښې وشي او تاسو د هغو قومونو په منځ کې ژوند وکړئ چې خپل څښتن خدای هلته شړلي یاست، نو زما هغه خبره به در په یاده شي. ۲که چېرې تاسو او ستاسو اولاده بېرته څښتن ته رجوع وکړئ او د زړه له کومي د هغه د ټولو امرونو چې نن یې درکوم اطاعت وکړئ، ۳بیا به خپل څښتن خدای په تاسو باندې رحم وکړي. هغه به تاسو د هغو قومونو څخه چې تاسو یې په کې خپاره کړي یاست بېرته راولي او بېرته به مو خوشبخته کړي. ۴حتیٰ که تاسو د دنیا په بل سر کې هم اوسئ، ستاسو څښتن خدای به تاسو راپیدا کړي او بېرته به مو راولي، ۵ترڅو ستاسو اولاده بیا هغه خاوره ترلاسه کړي چې یو وخت د هغوی نیکونه په کې اوسېدل. هغه به ستاسو اولاده د خپلو نیکونو څخه نوره هم خوشبخته او زیاته کړي. ۶تاسو او ستاسو اولادې ته به خپل څښتن خدای منونکي زړونه درکړي ترڅو د زړه له کومي د هغه سره مینه وکړئ او په هغه خاوره کې خپل ژوند وکړئ. ۷هغه به دا ټول لعنتونه ستاسو په دښمنانو باندې چې ستاسو څخه یې کرکه کوله او تاسو یې ځورولئ راولي ۸او تاسو به بیا د څښتن او د هغه د ټولو امرونو اطاعت کوئ چې زه یې نن درکوم. ۹څښتن به تاسو ته په خپلو ټولو کارونو کې زیات بریالیتوبونه درکړي. تاسو به ډېر اولادونه او حیوانات لرئ او ستاسو پټي به پرېمانه فصلونه کوي. هغه به ستاسو په خوشبخته کولو باندې هماغسې خوشاله وي لکه څنګه چې ستاسو د نیکونو په خوشبخته کولو باندې خوشاله ؤ، ۱۰مګر تاسو به مجبور یئ چې د څښتن اطاعت وکړئ او د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې په دې کتاب کې لیکل شوي دي. تاسو به مجبور یئ چې د زړه له کومي هغه ته رجوع وکړئ.

مرګ نه بلکه ژوند انتخاب کړئ

۱۱هغه امرونه چې نن یې تاسو ته درکوم په هغو باندې پوهېدل او عمل کول ډېر سخت کار نه دی. ۱۲هغه امرونه پورته په اسمان کې نه دي ترڅو تاسو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: څوک به پورته وخېژي چې هغه مونږ ته لاندې راوړي ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟ ۱۳نه هغه د دریاب په بلې غاړې باندې دي ترڅو دې ته مجبور شئ چې داسې پوښتنه وکړئ: څوک به د دریاب څخه تېر شي چې هغه مونږ ته راوړي ترڅو هغه واورو او عمل ورباندې وکړو؟ ۱۴نه، هغه دلته ستاسو سره دي. په هغو باندې پوهېږئ او هغه ویلی شئ، نو تاسو باید ورباندې عمل وکړئ.

۱۵نن زه تاسو ته د خوشبختۍ او بدبختۍ او ژوند او مرګ د انتخابولو حق درکوم. ۱۶که چېرې تاسو د خپل څښتن خدای امرونو ته چې زه یې نن درکوم غاړه کېږدئ، که چېرې د هغه سره مینه وکړئ، اطاعت یې وکړئ او د هغه د ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ، بیا به تاسو خوشبخته شئ او یو لوی قوم به درڅخه جوړ شي. تاسو ته به خپل څښتن خدای په هغه خاوره کې چې تاسو به یې ژر ونیسئ برکت درکړي. ۱۷مګر که چېرې سرغړونه وکړئ او غوږ ورته ونه نیسئ او نور خلک تاسو بې لارې کړي او د نورو خدایانو عبادت وکړئ، ۱۸نو تاسو به تباه شئ. زه تاسو ته اوس همدلته خبرداری درکوم. تاسو به په هغه خاوره کې چې د اردن د سیند په بلې غاړې باندې پرته ده او ژر به یې ونیسئ ډېره موده ژوند ونه کړئ. ۱۹زه اوس تاسو ته د ژوند او مرګ، د خدای پاک د برکت او لعنت د انتخابولو حق درکوم او زه اسمان او ځمکه د دې خبرې دپاره شاهدان نیسم چې تاسو کوم شی انتخابوئ. تاسو ژوند انتخاب کړئ ترڅو تاسو او ستاسو اولاده ژوندي پاتې شئ. ۲۰خپل څښتن خدای ته پوره وفادار اوسئ، د هغه سره مینه کوئ او څه چې درته فرمایي هغه کوئ. یوازې څښتن دی چې ژوندون ورکولی شي. هغه به تاسو ته په هغه خاوره کې چې ستاسو د نیکونو حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې وعده کړې ده زیات عمر درکړي.>