ختیځ افغانستان
EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه - شپږم فصل

د اوو مهرونو ماتول

۱بیا مې ولیدل چې وري د هغو اوو مهرونو څخه یو مهر مات کړ. له هغې وروسته مې د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه د یو اواز چې د تندر په شان ؤ، واورېد چې ویل یې: «راشه!» ۲ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو سپین اس ؤ او د هغه کس سره چې ورباندې سپور ؤ یوه لینده وه او هغه ته یو تاج ورکړل شو او هغه ووت چې بری ومومي.

۳کله چې وري دوهم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې دوهم ژوندي مخلوق ویل: «راشه!» ۴یو بل اس راووت چې تک سور رنګ یې درلود او په هغه باندې سپاره کس ته قدرت ورکړل شو چې د ځمکې د مخ نه سوله او ارامي یوسي، ترڅو خلک یو بل سره ووژني. هغه ته یوه غټه توره ورکړل شوه.

۵کله چې وري درېم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې درېم اسماني موجود ویل: «راشه!» ما وکتل او یو تور اس مې ولیده او په هغه باندې د سپور کس په لاس کې یوه تله وه. ۶د هغو څلورو اسماني موجوداتو له منځ نه مې یو اواز واورېد چې ویل یې: «د یو مزدور ورځنۍ مزدوري به یو کیلو غنم او یا درې کیلو اوربشې وي. خو د زیتون ونې او د انګورو تاک ته زیان مه رسوئ.»

۷کله چې وري څلورم مهر مات کړ، نو ما واورېدل چې څلورم اسماني موجود ویل: «راشه!» ۸ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو اس ؤ چې رنګ یې زیړ ؤ او څوک چې په هغه اس باندې سپور ؤ د هغه نوم مرګ ؤ او قبر ورپسې ډېر نژدې روان ؤ. هغوی ته د ځمکې د څلورمې برخې واک او اختیار ورکړل شوی ؤ چې په توره، قحطۍ، د طاعون په ناروغۍ او ځنګلي ځناورو باندې خلک مړه کړي.

۹کله چې وري پنځم مهر مات کړ، نو ما د قربانۍ د ځای لاندې د هغو خلکو روحونه ولیدل چې د خدای د کلام او په خپلې شاهدۍ کې د وفادارۍ په خاطر وژل شوي وو. ۱۰هغوی په لوړ اواز نارې کړې: «ای څښتن تعالی، سپېڅلی او رښتینی خدایه! ترڅو پورې به د نړۍ د خلکو په هکله قضاوت نه کوې او د هغوی څخه به زمونږ د وینې بدل نه اخلې؟» ۱۱هغوی هر یو ته سپینه چپنه ورکړل شوه او ورته وویل شول چې تر هغې پورې لږ نور صبر وکړئ، ترڅو ستاسو د ورونو او د خدای د نورو خدمتګارانو شمېر چې ستاسو په شان باید ووژل شي، پوره شي.

۱۲بیا ما وکتل او ومې لیدل چې وري شپږم مهر مات کړ او یوه سخته زلزله وشوه او لمر د ویر د کالیو په شان تور شو او سپوږمۍ لکه د وینې په شان سره شوه. ۱۳ستوري د اسمان نه داسې راولوېدل لکه څنګه چې خام انځران د سخت باد له امله د ونې نه په ځمکه رالویږي ۱۴او اسمان داسې فنا شو لکه څنګه چې طومار سره تاو او راتاو شي او هر غر او هره جزیره له خپله ځایه وخوځېدله. ۱۵نو بیا د ځمکې پاچاهانو، حاکمانو، قومندانانو، شتمنو، زورواکانو او ټولو خلکو که هغه غلامان وو یا ازاد، خپل ځانونه په غارونو او د غرونو د ګټانو په منځ کې پټ کړل. ۱۶هغوی غرونو او ګټانو ته غږ وکړ: «په مونږ راولوېږئ او د هغه کس له نظره چې په تخت باندې ناست دی او د وري له غضب نه مو پټ کړئ. ۱۷ځکه چې د خدای او د وري د لوی غضب ورځ رارسېدلې ده، څوک کولای شي د هغه په وړاندې ودریږي؟»