ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او شپږويشتم زبور

د اسیرتوب څخه وروسته د خوشبختۍ دپاره دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱کله چې بېرته څښتن راوستلو مونږه

اورشلیم ته له اسارته څخه

معلومېده داسې چې مونږ لیدلی دی کوم خوب

۲څومره مونږ وخندل

او د خوشحالۍ نه مونږ ووهلې چیغې

بیا نورو قومونو داسې وویل زمونږ په هکله

څه عجیبه کارونه وکړل څښتن هغوی ته

۳په رښتیا چې څښتن وکړل مونږ ته عجیبه کارونه

څومره خوشحاله وو مونږ

۴مونږه څښتنه یوځل بیا خوشبخت کړه

لکه باران چې بېرته راولي اوبه وچو سیندونو ته

۵څوک چې په خپلو اوښکو کښت کوي

د خوشحالۍ په چیغو به هغه لو کاندي

۶څوک چې وځي په ژړا دباندې

او هغه وړي تخم د کښت دپاره

بېرته به راوړي خپل حاصل د خوشحالۍ په چیغو