ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف پينځم کِتاب

تثنیه - نهم فصل

د اسراییلو د قوم نافرماني

(هجرت ۳۲: ۱ - ۳۵)

۱ای د اسراییلو خلکو واورئ! تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ چې هغې خاورې ته ورننوزئ او هغه قومونه وشړئ چې ستاسو څخه لوی او قوي دي. د هغوی ښارونه لوی لوی دي او داسې دېوالونه لري چې اسمان ته رسیږي. ۲د دې قومونو څخه ځینې یې د عناقیانو اولاده ده. تاسو پوهېږئ چې هغوی څومره لوړ قدي او قوي خلک دي او تاسو اورېدلي دي چې هیڅوک هغوی ته په جنګ کې ماتې نه شي ورکولی. ۳مګر اوس به تاسو په خپله ووینئ چې ستاسو څښتن خدای به د قوي اور په شان ستاسو په مخ کې روان شي. کله چې تاسو په هغوی باندې حمله وکړئ هغه به هغوی ته ماتې ورکړي، نو د څښتن د وعدې سره سم به تاسو هغوی وشړئ او ژر به یې له منځه یوسئ.

۴‏-۶کله چې ستاسو څښتن خدای د دې قومونو په شړلو کې ستاسو سره مرسته وکړي او د هغوی هغه حاصلخېزه خاوره ونیسئ، نو داسې فکر ونه کړئ چې هغه دا کار په دې خاطر وکړ چې تاسو داسې ښه خلک یئ. تاسو ښه خلک نه یئ، تاسو سرزوري خلک یئ! نه، څښتن په دې خاطر ستاسو سره مرسته کوي چې هغه قومونه چې هلته اوسیږي هغه بدکاره قومونه دي او په دې خاطر چې هغه غواړي خپله هغه وعده پوره کړي چې ستاسو د نیکونو حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب سره یې کړې ده.

۷دا خبره هیڅکله هېره نه کړئ چې تاسو خپل څښتن خدای په دښته کې څنګه په قهر کړ. د هغې ورځې څخه نیولې چې تاسو د مصر څخه لاړئ تر هغې ورځې پورې چې دلته راورسېدلئ، د هغه په مقابل کې مو سرکشي کړې ده. ۸تاسو حتیٰ د سینا د غره سره هم څښتن په قهر کړ. هغه مو دومره په قهر کړ چې غوښتل یې تاسو تباه کړي. ۹زه غره ته وختلم چې د تیږو لوحې راواخلم چې څښتن ورباندې هغه لوظ لیکلی ؤ چې ستاسو سره یې کړی ؤ. هلته څلوېښت شپې او ورځې پاتې شوم او نه مې څه وخوړل او نه مې څه وڅښل. ۱۰بیا څښتن ماته د تیږو دوه لوحې راکړې چې په خپل لاس یې هغه ټولې خبرې ورباندې لیکلې وې چې ستاسو سره یې د اور له منځ څخه په هغه ورځ کړې وې چې د غره په څنګ کې راغونډ شوي وئ. ۱۱هو، د هغو څلوېښتو شپو او ورځو څخه وروسته څښتن ماته د تیږو دوه لوحې راکړې چې هغه لوظ یې ورباندې لیکلی ؤ.

۱۲بیا څښتن ماته وفرمایل: پاڅه، همدا اوس د غره څخه کوز شه ځکه چې ستا قوم چې د مصر څخه دې راوویست فاسد شوی دی او بد کار یې کړی دی. هغوی لا پخوا زما د امرونو څخه سرغړونه کړې ده او د ځانونو دپاره یې یو فلزي بت جوړ کړی دی.

۱۳څښتن ماته دا هم وفرمایل: ما دا خلک لیدلي دي چې هغوی څومره سرزوري دي. ۱۴پرېږده چې هغوی له منځه یوسم ترڅو د هغوی نومونه د ځمکې له مخ څخه ورک شي. بیا به زه تا د یو داسې قوم پلار کړم چې د دوی څخه به لوی او قوي وي.

۱۵نو زه بېرته د غره څخه راکوز شوم. په داسې حال کې چې د غره څخه د اور لمبې پورته کېدلې، ما د تیږو هغه دوه لوحې په خپلو لاسونو کې نیولې وې چې لوظ ورباندې لیکل شوی ؤ. ۱۶ما ولیدل چې تاسو لا پخوا د خپل څښتن خدای د هغه امر څخه سرغړونه کړې وه چې هغه درکړی ؤ او د ځانونو دپاره مو د خوسي په څېره کې د فلزي بت په جوړولو سره د هغه په مقابل کې ګناه کړې وه. ۱۷نو هلته مې ستاسو په مخکې د تیږو هغه دوه لوحې وغورزولې او ټوټې ټوټې مې کړې. ۱۸نو زه یو ځل بیا د څښتن په حضور کې څلوېښت شپې او ورځې پړمخې پرېوتم او خوراک او څښاک مې ونه کړ. ما دا کار د دې دپاره وکړ چې تاسو د څښتن په مقابل کې ګناه کړې وه او هغه مو په قهر کړی ؤ. ۱۹زه د څښتن د سخت قهر څخه ووېرېدم ځکه چې هغه دومره ډېر په قهر ؤ چې تاسو تباه کړي، مګر یو ځل بیا یې زما دعا قبوله کړه. ۲۰څښتن په حضرت هارون باندې هم دومره په قهر ؤ چې هغه ووژني، نو په هماغه وخت کې مې د حضرت هارون دپاره هم دعا وکړه. ۲۱ما هغه خوسی چې تاسو د سرو زرو څخه جوړ کړی ؤ او ستاسو د ګناه نتیجه وه راواخیست او اور ته مې واچاوه. بیا مې هغه ټوټې ټوټې کړ، په ګرد مې بدل کړ او د هغه ګرد مې په هغې ویالې کې وغورزاوه چې د غره څخه رابهېدله.

۲۲کله چې تاسو په تبعیره، مسا او قبروت هتاوه کې وئ تاسو هلته هم خپل څښتن خدای په قهر کړ. ۲۳بیا کله چې هغه تاسو د قادش برنیع څخه ولېږلئ او داسې حکم یې وکړ چې لاړ شئ او هغه خاوره ونیسئ چې څښتن تاسو ته درکوله، نو د هغه په مقابل کې مو سرکشي وکړه. تاسو نه په هغه اعتبار وکړ او نه مو د هغه اطاعت وکړ. ۲۴له هغه وخته راهیسې چې څښتن تاسو پېژندلي یئ، تاسو د هغه په مقابل کې سرکشي کوئ.

۲۵نو زه د څښتن په حضور کې هغه څلوېښت شپې او ورځې پړمخې پرېوتم ځکه زه پوهېدم چې هغه ستاسو د تباه کولو اراده لري. ۲۶او ما داسې دعا وکړه: څښتن تعالیٰ، خپل قوم یعنې هغه قوم چې تا په خپل لوی قدرت او قوت سره وژغوره او د مصر څخه دې راوویست، مه تباه کوه. ۲۷خپل خدمتګاران یعنې حضرت ابراهیم، حضرت اسحاق او حضرت یعقوب در په یاد کړه او د دې قوم سرزورۍ، بدکارۍ او ګناه ته مه ګوره. ۲۸که نه، نو مصریان به وایي چې تا نه شو کولی خپل قوم هغې ځمکې ته بوځې چې تا ورسره وعده کړې وه. هغوی به وایي چې تا د دې دپاره خپل قوم دښتې ته یووړ چې هغوی ووژنې ځکه چې ته ورڅخه کرکه کوې. ۲۹آخر دا هغه خلک دي چې تا د خپل قوم په توګه انتخاب کړل او کوم چې تا په خپل لوی قدرت او قوت سره د مصر څخه راوویستل.