ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

جامعه - څلورم فصل

قدرت او یوازېتوب

۱یوځل بیا مې ټول هغه ظلمونه ولیدل چې د اسمان لاندې تر سره کیږي.

ما اوښکې ولیدلې د مظلومانو

چې په ځمکه څڅېدلې

خو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤ

ظالمان وو ځواکمنان

وو بې وسه مظلومان

خو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤ

۲نو ما هغه کسان نېکمرغه وګڼل چې مړه شوي او له دې نړۍ نه تللي دي، نسبت له هغو خلکو نه چې ژوندي او تر اوسه په دې نړۍ کې پاتې دي. ۳خو له دې دواړو نه نېکمرغه هغه خلک دي چې لا پیدا شوي نه دي، ځکه هغوی تر اوسه هغه ټول بد کارونه نه دي لیدلي چې د اسمان لاندې تر سره کیږي.

۴نو بیا ما ولیدل چې ټول زحمتونه او د کار مهارتونه له نورو خلکو سره د سیالۍ په خاطر دي، چې دا سیالي هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.

۵کم عقل انسان لاس تر زنې وزګار کښېني

او له لوږې نه ځان وژني

۶نیمه ډوډۍ چې په راحت تر لاسه کیږي

له هغې پوره ډوډۍ نه ښه ده

چې په زحمت او په باد پسې په منډې وهلو تر لاسه کیږي

۷یوځل بیا مې د اسمان لاندې د لوګي او پوکي حالت ولید. ۸یو سړی ؤ چې هېڅوک یې نه درلود. هغه نه زوی درلود او نه هم ورور. هغه بې حده زیار او زحمت وویسته، خو بیاهم سترګې یې په مال او دولت نه مړېدلې. نو له همدې امله هغه به له ځانه دا پوښتنه کوله چې د چا دپاره زه د یو مزدور په څېر زیار او زحمت وباسم او له ژوند څخه خوند نه اخلم؟ نو دا حالت هم لوګی او پوکی او د تکلیف او سختۍ نه ډک دی.

۹له یوه نه دوه تنه ښه دي

ځکه هغوی له خپل زیار او زحمت نه ښه اجوره اخلي

۱۰که یو ولویږي نو بل به هغه پورته کړي

خو افسوس د هغه چا په حال چې یوازې دی

ځکه کله چې ولویږي نو څوک به نه وي چې یې پورته کړي

۱۱همدا شان که دوه تنه څنګ تر څنګ پراته وي

نو دواړه به تاوده وي

خو یو کس چې یوازې وي

نو څرنګه ځان تود ساتلی شي؟

۱۲که په یو کس حمله وشي نو ښایي ماتې وخوري

خو که دوه تنه څنګ تر څنګ ولاړ وي نو ښایي دوی مقاومت وکړي

که یوه رسۍ درې مزي ولري نو په اسانۍ سره نه شلیږي

له لوړ مقام نه لوېدل او لوړ مقام ته رسېدل

۱۳یو غریب خو هوښیار ځوان له هغه سپین ږیري او کم عقل پاچا نه ښه دی چې نه پوهیږي څرنګه د پخوا په شان د خلکو مشورې واوري. ۱۴داسې ځوان که څه هم په زندان کې وي او یا په هماغه پاچاهۍ کې غریب زېږېدلی وي نو کولای شي چې تر لوړ مقامه ورسیږي. ۱۵ما په دې غور وکړ چې څنګه به د دې ځوان په شاوخوا هغه ټول خلک چې د اسمان لاندې ژوند کوي، راټولیږي څوک چې د هغه پاچا په ځای به وروسته لوړ مقام ته ورسیږي. ۱۶دغه ځوان حتی که په بې شمېره خلکو باندې مشري هم وکړي، خو راتلونکي نسلونه به د هغه له کارونو څخه خوشحاله نه وي. په حقیقت کې، دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.