ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - دوه ویشتم فصل

د کاهنانو عام وژنه

۱داود د جت څخه لاړ او د ادولام سمڅې ته وتښتېد. کله چې د هغه ورونو او د هغه پاتې کورنۍ واورېدل چې هغه هلته دی، نو دوی هلته د هغه سره یوځای شول. ۲هغه خلک چې په تکلیف کې وو یا پوروړي وو یا شکایت یې درلود داود ته راټول شول او هغه د دوی مشر شو. شاوخوا څلورسوه سړي د هغه سره وو.

۳داود له هغه ځای څخه د موآب مصفې ښار ته لاړ او د موآب پادشاه ته یې وویل: <اعلیحضرته! آیا زما مور او پلار ته اجازه ورکوئ چې راشي او ستاسو سره پاتې شي تر هغې پورې چې زه پوه شم چې خدای به زما دپاره څه کوي؟> ۴نو داود خپل مور او پلار د موآب پادشاه ته بوتلل او دوی د هغه سره تر هغه وخته پورې پاتې شول ترڅو پورې چې داود په محفوظ ځای کې پټ ؤ.

۵یوه ورځ جاد نبي داود ته وویل: <دلته مه پاتې کېږه، د یهودا خاورې ته لاړ شه.> نو داود لاړ او د حارث ځنګل ته ورغی.

۶یوه ورځ شائول په جبعه کې په یوه غونډۍ باندې د غز د ونې لاندې نېزه په لاس ناست ؤ او ټول افسران یې د هغه په شاوخوا کې ولاړ وو. هغه ته خبر ورغی چې داود او د هغه سړي پیدا شول. ۷هغه خپلو افسرانو ته وویل: <ای د بنیامین خلکو! واورئ، آیا د یسي زوی به تاسو ټولو ته ځمکې او د انګورو باغونه درکړي؟ آیا هغه به تاسو د زر کسیزه ډلې قوماندانان او یا د سل کسیزه ډلې قوماندانان وټاکي؟ ۸آیا د دې دپاره تاسو زما په ضد دسیسه جوړوئ؟ تاسو یو هم ماته ونه ویل چې زما خپل زوی د داود سره لاس یو کړی دی. هیڅوک نشته چې په ما زړه وسوزي یا ماته ووایي چې زما خپل سړی داود همدا اوس زما د وژلو دپاره فرصت لټوي او زما زوی هغه هڅولی دی!>

۹مګر ادومي دواغ چې د شائول د افسرانو سره ولاړ ؤ وویل: <ما د یسي زوی ولید چې په نوب کې د اخیتوب زوی اخیملک ته راغی. ۱۰اخیملک د څښتن څخه پوښتنه وکړه چې داود باید څه وکړي او وروسته هغه داود ته یو څه خواړه او د فلسطیني جلیات توره ورکړه.>

۱۱نو شائول پادشاه د اخیتوب زوی اخیملک کاهن او د هغه د پلار ټوله کورنۍ چې هغوی هم په نوب کې کاهنان وو راوغوښتل او د ده حضور ته حاضر شول. ۱۲شائول وویل: <ای د اخیتوب زویه، واوره!>

هغه ځواب ورکړ: <هو، زما باداره.>

۱۳شائول د هغه څخه پوښتنه وکړه: <تا او د یسي زوی ولې زما په ضد دسیسه جوړه کړې ده؟ ولې دې هغه ته ډوډۍ او توره ورکړې ده او د هغه دپاره دې د خدای سره مشوره کړې ده؟ هغه اوس زما په ضد راپورته شوی او فرصت لټوي چې ما ووژني!>

۱۴اخیملک په ځواب کې وویل: <ستاسو په افسرانو کې داود ترټولو وفادار دی! هغه ستاسو زوم دی، ستاسو د ساتونکو مشر دی او په شاهي دربار کې هر یو د هغه درناوی کوي. ۱۵هو، ما د هغه دپاره د خدای سره مشوره کړې ده او دا لومړی ځل نه دی. تر کومه ځایه چې ستاسو په ضد د دسیسې خبره ده، نو تاسو اعلیحضرت باید په ما او همدارنګه زما په کورنۍ باندې تور ونه لګوئ، د دې خبرې څخه زه هیڅ خبر نه یم!>

۱۶پادشاه وویل: <ای اخیملکه! ته او ستا د پلار ټوله کورنۍ باید ووژل شي.> ۱۷په دې وخت کې پادشاه هغه ساتونکو ته چې د ده په څنګ کې وو حکم وکړ: <د څښتن کاهنان ووژنئ، ځکه چې دوی هم د داود پلویان دي. دوی پوهېدل چې هغه تښتي خو بیاهم دوی زه خبر نه کړم.> مګر د پادشاه ساتونکو ونه غوښتل چې د څښتن په کاهنانو باندې لاس پورته کړي او هغوی ووژني. ۱۸نو شائول ادومي دواغ ته وویل: <ته هغوی ووژنه!> او دواغ هغوی ټول ووژل. په هغه ورځ یې پنځه اتیا کاهنان چې کتاني مقدس پېشبندونه به یې اغوستل، ووژل. ۱۹وروسته نوب د کاهنانو ښار ته لاړ او د کاهنانو کورنۍ د ښځو او سړیو نه نیولې تر کوچنیانو او تي رودونکو ماشومانو پورې یې ټول ووژل. حتیٰ غوایان، خره او د هغوی پسونه یې هم ژوندي پرېنښودل.

۲۰مګر ابیاتار چې د اخیملک د زامنو ‎څخه او د اخیتوب لمسی ؤ وتښتېد او لاړ چې د داود سره یوځای شي. ۲۱هغه داود ته خبر ورکړ چې شائول د څښتن کاهنان ووژل. ۲۲داود ابیاتار ته وویل: <کله چې ما په هغه ورځ ادومي دواغ هلته ولید زه پوه شوم چې هغه به خامخا شائول ته خبر ورکوي. نو ستا د ټولو خپلوانو د مړینې مسئولیت زما په غاړه دی. ۲۳زما سره پاتې شه او مه وېرېږه. هغه سړی چې غواړي تا ووژني، هغه غواړي چې ما هم ووژني. ته به زما سره خوندي یې.>