ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - یوولسم فصل

۱څښتن د تلې له غلط استعمال نه کرکه کوي

خو په پوره کاڼي تول تل خوښوي.

۲کله چې غرور راشي نو رسوایي هم راځي

خو د عاجزۍ سره حکمت راځي.

۳د صادقانو پاک زړه د هغوی لارښوونه کوي

خو د خاینانو ګمراهي هغوی تباه کوي.

۴د عدالت په ورځ دولت ګټه نه لري

خو صداقت انسان له مرګ نه ژغوري.

۵د پاک انسان صداقت د هغه لار سموي

خو د بدکاره انسان بدي هغه راغورځوي.

۶د رښتینو خلکو صداقت هغوی ژغوري

خو د خاینانو غوښتنې هغوی په دام کې نښلوي.

۷کله چې یو بدکاره مري امید یې تباه کیږي

نو زر او زور او ټول ارمانونه یې هم تباه کیږي.

۸نېک انسان له سختۍ نه ژغورل کیږي

او په ځای یې بدکاره انسان د تکلیف په لور روانیږي.

۹بې ایمانه انسان په خپلو خبرو نور تباه کوي

خو نېکان د خپل علم له امله ژغورل کیږي.

۱۰نېکان چې بریالي کیږي ټول ښار پرې خوشحالیږي

او بدکاران چې تباه کیږي د خوشحالۍ چیغې وهل کیږي.

۱۱ښار د رښتینو خلکو په برکت ودانیږي

خو د بدکارانو د خولې په خبرو ورانیږي.

۱۲څوک چې بل ته په سپکه سترګه ګوري ناپوهه دی

خو د پوهې خاوند خپله خوله پټه ساتي.

۱۳غیبت کوونکی د نورو راز ښکاره کوي

خو باوري انسان د بل په راز پرده اچوي.

۱۴کله چې ښې مشورې نه وي نو ولس له پښو غورځیږي

خو که مشوره ورکوونکي ډېر وي د بریالیتوب سبب ګرځي.

۱۵په قرض کې د بل چا ضمانت کوونکي به زیان ومومي

خو په قرض کې له لاس ورکولو نه ډډه کوونکی به ډاډه وي.

۱۶مهربانه ښځه تل عزت ګټي

خو ظالمان یوازې دولت ګټي.

۱۷مهربان انسان ځان ته ګټه رسوي

خو بې رحمه انسان ځان ته زیان رسوي.

۱۸د بدکاره سړي ګټه بې برکته ده

خو د نېکۍ کرونکی حقیقي حاصل رېبي.

۱۹څوک چې په صداقت ولاړ وي نېکمرغه ژوند لري

شرارت پېښوونکی په خپل مرګ پسې ګرځي.

۲۰څښتن د کږو لارو له خاوندانو نه کرکه کوي

خو د پاک زړه خاوندان خوښوي.

۲۱باور ولره چې بدکاران به بې سزا پاتې نه شي

خو د نېکانو اولادونه به خلاصون ومومي.

۲۲د بې تمیزه او بې حیا ښځې ښکلا داسې ده

لکه د خوګ په پوزه کې چې د سرو زرو پېزوان وي.

۲۳د نېکانو هیلې په برکت تمامیږي

خو د بدکارانو امیدونه د غضب سبب ګرځي.

۲۴څوک چې سخاوت کوي نور به هم شتمن شي

خو څوک چې سختي کوي نور به هم نېستمن شي.

۲۵یو سخي سړی به تل آباد شي

څوک چې د نورو تنده ماتوي خپله تنده به یې هم ماته شي.

۲۶د ګرانۍ په مقصد غله ساتونکي باندې لعنت ویل کیږي

خو په خرڅوونکي باندې تل برکت ویل کیږي.

۲۷څوک چې د ښو په لټه کې وي

نو د نورو په رضا پسې ګرځي

خو څوک چې په شرارت پسې ګرځي

نو له مصیبت سره مخامخ کیږي.

۲۸څوک چې په خپلې شتمنۍ تکیه کوي نو راغورځیږي

خو نېکان د شنو پاڼو په شان تازه کیږي.

۲۹خپلې کورنۍ ته مصیبت رسوونکی په باد پسې منډې وهي

او جاهل سړی تل د حکمت د خاوند غلام وي.

۳۰د نېک انسان د کار ثمره د ژوندانه ونه ده

او د حکمت خاوند د خلکو زړونه لاسته راوړي.

۳۱که نېکانو ته په دې دنیا کې انعام ورکول کیږي

نو د بدکارانو او ګناهکارانو به څه حال وي؟