ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - نولسم فصل

عیسی د زکي کور ته ځي

۱عیسی اریحا ته ننوت او د ښار له منځه تېرېده، ۲نو هلته د زکي په نوم یو سړی ؤ چې د مالیه ټولوونکو مشر او ډېر شتمن ؤ. ۳هغه غوښتل وګوري چې عیسی به څنګه سړی وي، خو د هغه قد ډېر ټیټ ؤ او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یې نه شو کولای هغه وویني. ۴نو مخکې یې منډه کړه او د چنار ونې ته وخوت، ترڅو عیسی وویني ځکه چې هغه په هغه لاره تېرېده. ۵کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېده، نو پورته یې وکتل او زکي ته یې وویل: «ای زکي! زر راښکته شه، ځکه چې زه باید نن ستا په کور کې مېلمه شم.» ۶نو زکي په بیړه راښکته شو او په ډېرې خوشحالۍ سره یې د هغه هرکلی وکړ. ۷کله چې خلکو دا ولیدل، نو په ګورېدلو یې پیل وکړ او ویل یې: «هغه د یو ګناهکار سړي کور ته ورغی چې مېلمه یې شي.» ۸خو زکي ودرېده او عیسی ته یې وویل: «وګوره ښاغلیه! زه مې خپله نیمه شتمني غریبانو ته ورکوم او که د چا څخه مې په ناحقه کوم څه اخیستي وي، نو څلور چنده ورته بېرته ورکوم.» ۹بیا عیسی وویل: «نن دې کور ته خلاصون راغلی دی، ځکه چې دا سړی هم د ابراهیم د اولادې څخه دی. ۱۰ځکه چې د انسان زوی راغلی دی چې ورک شوي ولټوي او هغوی وژغوري.»

د لسو نوکرانو مثال

(متي ۲۵: ۱۴ - ۳۰)

۱۱هغوی د عیسی خبرو ته غوږ نیولی ؤ چې هغه ورته یو بل مثال هم راوړ، ځکه چې هغه اورشلیم ته نژدې ؤ او هغوی ګومان کاوه چې د خدای پاچاهي به همدا اوس راښکاره شي. ۱۲عیسی وویل: «د یوې لویې کورنۍ یو سړی یو لېرې هېواد ته په سفر لاړ چې د پاچاهۍ مقام تر لاسه کړي او بېرته خپل وطن ته راشي. ۱۳مخکې له دې چې لاړ شي خپل لس نوکران یې راوغوښتل او هر یو ته یې یوه یوه د سرو زرو سکه ورکړه او ورته ویې ویل: ‹زما تر بېرته راتللو پورې ورباندې کاروبار وکړئ.› ۱۴خو وطنوالو یې چې د هغه څخه یې کرکه کوله، په هغه پسې خپل استازي ولېږل چې ورته ووایي: ‹مونږ نه غواړو چې دا سړی زمونږ پاچا شي.› ۱۵څه موده وروسته هغه د پاچا په توګه بېرته راستون شو، بیا یې هغه نوکران راوغوښتل چې سکې یې ورته ورکړې وې، ترڅو معلومه کړي چې په دوی کې هر یو په هغو سیکو باندې څومره ګټه کړې ده. ۱۶لومړی نوکر راغی او ویې ویل: ‹باداره! ستا په یوې سکې ما لس نورې سکې ګټلې دي.› ۱۷هغه وویل: ‹شاباس، ته ښه نوکر یې. څرنګه چې تا په لږ شي کې خپل ځان اعتباري ثابت کړ، نو ته به په لسو ښارونو باندې حکومت کوې.› ۱۸دوهم نوکر راغی او ویې ویل: ‹باداره! ستا د سرو زرو یوې سکې نورې پنځه سکې ګټه کړې ده.› ۱۹هغه ته یې وویل: ‹ته په پنځو ښارونو باندې حکومت کوه.› ۲۰بیا بل نوکر راغی او ویې ویل: ‹باداره! دا ده ستا د سرو زرو سکه، هغه مې په دستمال کې تاوه کړې وه او ساتلې مې ده. ۲۱زه ستا څخه وېرېدم، ځکه چې ته یو سخت سړی یې. هغه څه تر لاسه کوې چې تا نه دي ګټلي او هغه څه رېبې چې کرلي دې نه دي.› ۲۲بادار یې ځواب ورکړ: ‹ای بېکاره نوکره! زه تا په خپلو خبرو ملامتوم. ته په دې پوهېدلې چې زه یو سخت سړی یم او هغه څه تر لاسه کوم چې زما نه دي او هغه څه رېبم چې کرلي مې نه دي، ۲۳نو زما د سرو زرو سکه دې ولې د صرافانو سره نه ده ایښې چې د بېرته راستنېدو په وخت کې مې د سود سره اخیستې وای؟› ۲۴بیا یې په هغه ځای کې ولاړو کسانو ته وویل: ‹له هغه څخه د سرو زرو سکه واخلئ او هغه نوکر ته یې ورکړئ چې لس سکې ورسره دي.› ۲۵خو هغوی ورته وویل: ‹باداره! د هغه سره خو لا د مخکې نه لس سکې شته.› ۲۶بادار یې وویل: ‹زه تاسو ته وایم چې د چا سره چې څه وي نو هغه ته به نور هم ورکړل شي، خو د چا سره چې څه نه وي، نو څه چې لري هغه به هم ترې واخیستل شي. ۲۷اوس زما هغه دښمنان چې نه یې غوښتل زه یې پاچا شم، دلته راولئ او زما په مخکې یې ووژنئ.›»

عیسی په بریالیتوب سره اورشلیم ته ننوځي

(متي ۲۱: ۱ - ۱۱ او مرقوس ۱۱: ۱ - ۱۱ او یوحنا ۱۲: ۱۲ - ۱۹)

۲۸کله چې عیسی دا خبرې وکړې، نو د خپلو شاګردانو څخه مخکې شو او د اورشلیم په لور روان شو. ۲۹څنګه چې بیت فاجي او بیت عنیا ته چې د زیتونو په غره کې وو نژدې شو، نو خپل دوه شاګردان یې ولېږل، ۳۰او ورته ویې ویل: «دغه مخامخ کلي ته لاړ شئ. کله چې هغه کلي ته ننوتلئ، نو هلته به یو کوټی ووینئ چې تړل شوی به وي او تر اوسه پورې څوک ورباندې سپور شوی نه دی. هغه را ایله کړئ او دلته یې راولئ. ۳۱که څوک درڅخه پوښتنه وکړي: ‹هغه ولې ایله کوئ؟› نو داسې ورته ووایئ چې هغه زمونږ د استاذ په کار دی.»

۳۲هغه دوه شاګردان لاړل او لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو، هرڅه یې هماغه شان ولیدل. ۳۳کله چې هغوی هغه کوټی ایله کاوه، نو خاوندانو یې ورڅخه پوښتنه وکړه: «دا کوټی ولې ایله کوئ؟» ۳۴هغوی ځواب ورکړ: «دا زمونږ د استاذ په کار دی.» ۳۵او هغوی هغه کوټی عیسی ته راوست، خپلې چپنې یې ورباندې واچولې او عیسی یې ورباندې سپور کړ. ۳۶کله چې هغه په لاره تللو، نو خلکو خپل کالي ورته په لاره کې غوړول.

۳۷کله چې عیسی هغې لارې ته نژدې شو چې د زیتون د غره څخه راښکته شوې وه، نو ټولو پیروانو یې په خوشحالۍ او لوړ اواز سره د هغو معجزو په خاطر چې هغوی لیدلې وې د خدای د ثنا په ویلو پیل وکړ. ۳۸او ویل یې:

«مبارک دی هغه پاچا چې د څښتن په نوم راځي.

سلامتي دې وي په اسمان کې او جلال دې وي څښتن تعالی ته.»

۳۹د خلکو له منځ څخه ځینو فریسیانو عیسی ته وویل: «استاذه! خپلو شاګردانو ته ووایه چې غلي شي.» ۴۰عیسی په ځواب کې وویل: «زه تاسو ته وایم که هغوی غلي شي، نو تیږې به په چیغو پیل وکړي.»

عیسی د اورشلیم په حال ژاړي

۴۱کله چې عیسی اورشلیم ته نژدې شو او ښار یې ولید، نو ورته په ژړا شو ۴۲او ویې ویل: «کاشکې نن تاته هم د سولې او سلامتۍ لار معلومه وای. خو نه، اوس دا لاره ستا د نظر څخه پټه ده. ۴۳ځکه چې داسې ورځې به درباندې راشي چې ستا دښمنان به ستا څخه ګردچاپېره مورچلې جوړې کړي، ستا نه به راتاو شي او د هرې خوا نه به دې را ایسار کړي. ۴۴هغوی به تا او ستا خلک د ځمکې سره هوار کړي او په تا کې به یوه تیږه هم د بلې دپاسه پرېنږدي، ځکه چې تا د خدای د راتللو وخت ونه پېژانده.»

عیسی د خدای د کور څخه سوداګران شړي

(متي ۲۱: ۱۲ - ۱۷ او مرقوس ۱۱: ۱۵ - ۱۹ او یوحنا ۲: ۱۳ - ۲۲)

۴۵کله چې عیسی د خدای کور ته ننوت، نو د هغو خلکو په ویستلو یې پیل وکړ چې هلته یې شیان خرڅول. ۴۶هغوی ته یې وویل: «د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

زما کور به د دعا کور وي.

خو تاسو ورڅخه د غلو د پټېدلو ځای جوړ کړی دی.»

۴۷عیسی هره ورځ د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه. خو مشرانو کاهنانو، د شریعت عالمانو او قومي مشرانو هڅه کوله چې هغه ووژني، ۴۸خو هېڅ یې له لاسه پوره نه ؤ، ځکه چې ټولو خلکو په ډېر شوق سره د هغه خبرو ته غوږ نیولی ؤ.