ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - شپاړسم فصل

داود او صیبا

۱کله چې داود د غره د سر څخه لږ څه تېر شو، د مفیبوشت د خدمتګار صیبا سره مخامخ شو. هغه په دوو خرو باندې دوه سوه ډوډۍ، د ممیزو سل کلچې، د اوړي د مېوو سل موټي او د شرابو ډک ژی بار کړي وو.

۲پادشاه د صیبا څخه پوښتنه وکړه: <دا دې ولې راوړي دي؟>

صیبا ځواب ورکړ: <خره د پادشاه د کورنۍ دپاره دي، چې ورباندې سپاره شي. ډوډۍ او مېوې د نفرو د خوړلو دپاره دي. شراب د هغو نفرو دپاره دي چې په دښته کې ستومانه شوي دي.>

۳پادشاه بیا پوښتنه کړه: <ستا د بادار شائول لمسی مفیبوشت چېرې دی؟>

صیبا هغه ته وویل: <هغه په اورشلیم کې پاتې دی، ځکه چې هغه فکر کوي چې اسراییلیان به نن ورځ زما د نیکه شائول پادشاهي بېرته ماته راکوي.>

۴پادشاه صیبا ته وویل: <هرڅه چې د مفیبوشت وو اوس هغه ستا دي.>

صیبا ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! زه د ستاسو په وړاندې د درناوي په خاطر ټیټېږم. تاسو دې تل زما څخه خوشاله اوسئ.>

شمعي داود ته ښکنځل کوي

۵څنګه چې داود پادشاه بحوریم ته ورسېد، د شائول د خېلخانې څخه د جیرا زوی شمعي له هغه ځای څخه د هغه لیدلو ته راووت. څنګه چې هغه راروان ؤ ښکنځلې یې کولې. ۶که څه هم ټول لښکر او خاص ساتونکي د داود څخه ګردچاپېر ولاړ وو، هغه داود او د هغه ټول درباریان په تیږو باندې ویشتل. ۷شمعي هغه ته ښکنځلې وکړې، ویې ویل: <ورک شه! ورک شه! ای قاتله! ای رذیله! ۸تا د شائول څخه پادشاهي واخیستله او اوس څښتن د شائول د کورنۍ د ډېرو خلکو د قتلولو په خاطر ستا څخه بدل اخلي. څښتن ستا زوی ابشالوم ته پادشاهي ورکړه او ته له منځه تللی یې، ځکه چې ته قاتل یې!>

۹نو د زرویه زوی ابیشای پادشاه ته وویل: <اعلیحضرته! تاسو ولې دې مړ سپي ته اجازه ورکوئ چې تاسو ته ښکنځل وکړي؟ پرېږدئ چې ورشم او سر یې پرې کړم!>

۱۰پادشاه ابیشای او د هغه ورور یوآب ته وویل: <زه ستاسو په شان نه یم. که هغه ماته د څښتن په وینا ښکنځلې کوي نو څوک دا حق لري چې پوښتنه وکړي، ولې هغه داسې کوي؟> ۱۱بیا داود ابیشای او خپلو ټولو درباریانو ته وویل: <زما خپل زوی هڅه کوي چې ما ووژني، نو تاسو ولې دې بنیامیني ته حیران یئ؟ نو هغه پرېږدئ چې ښکنځلې وکړي، ځکه چې څښتن ورته ویلي دي. ۱۲کېدای شي چې څښتن زما مصیبت وویني او د هغو ښکنځلو په بدل کې چې نن ماته وشوې راسره نېکي وکړي.> ۱۳نو داود او د هغه سړي خپل تګ ته دوام ورکړ. په هغه وخت کې شمعي هم د هغوی سره موازي او برابر د نژدې غره په څنګ کې روان ؤ. هغه ښکنځلې کولې، داود یې په تیږو باندې ویشت او خاورې یې ورباندې شیندلې. ۱۴پادشاه د خپلو ټولو نفرو سره د اردن د سیند ګودر ته ورسېد او هلته یې استراحت وکړ.

ابشالوم په اورشلیم کې

۱۵ابشالوم او هغه اسراییلیان چې د هغه سره وو، اورشلیم ته ورننوتل او اخیتوفل هم د هغوی سره ؤ. ۱۶کله چې د داود اعتباري ملګري حوشای ابشالوم ولید، هغه چیغې ووهلې: <ژوندی دې وي پادشاه! ژوندی دې وي پادشاه!>

۱۷ابشالوم د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ستا په وفادارۍ باندې څه وشو چې د خپل ملګري داود سره دې درلودله؟ ولې د هغه سره لاړ نه شوې؟>

۱۸حوشای ځواب ورکړ: <نه، داسې نه شي کېدای، زه به د هغه چا ملاتړ کوم او زه به د هغه سره اوسم چې د څښتن او د دې قوم او ټولو اسراییلیانو له خوا غوره شوی دی. ۱۹برسېره پردې، زه چې د خپل بادار د زوی خدمت ونه کړم نو د چا خدمت وکړم؟ لکه څنګه چې مې ستاسو د پلار خدمت کاوه نو اوس به ستاسو خدمت کوم.>

۲۰نو ابشالوم اخیتوفل ته وویل: <مونږ ته مشوره راکړه چې څه باید وکړو.>

۲۱اخیتوفل ځواب ورکړ: <لاړ شه او د خپل پلار د وینځو سره چې د ماڼۍ د ساتلو دپاره یې پریښې دي څمله. نو ټول اسراییل به پوه شي چې ستا پلار تاته د خپل دښمن په شان ګوري او ستا ملاتړي به ډېر زیات زړور شي.> ۲۲نو هغوی ابشالوم ته د ماڼۍ په بام باندې خېمه ودروله او ابشالوم د ټولو اسراییلیانو په مخ کې هغې ته ورننوت او د خپل پلار د وینځو سره څملاست.

۲۳په هغو ورځو کې هره مشوره چې اخیتوفل ابشالوم ته ورکوله، هغه به هم د خپل پلار داود په شان هغه قبلوله، ځکه د هغو دواړو په نظر کې دا مشورې دومره عاقلانه وې چې ګواکې د خدای کلام دی.