ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او دېرشم زبور

د بخښنې او رحم دپاره دعا

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱د ډېرې زیاتې مایوسۍ نه

کړم فریاد تاته ای څښتنه

۲زما زارۍ واوره ای څښتنه

فریاد مې واوره د کومک په خاطر

۳که مو حساب د ګناهونو وکړې ای څښتنه

نو څوک ستا مخکې ودرېدلی شي؟

۴خو ته بخښونکی یې

نو باید مونږ ووېرېږو ستا څخه

۵زه څښتن ته انتظار کومه

زه په خپله انتظار کومه

او په کلام یې زه باور لرمه

۶زه انتظار کوم څښتن دپاره

د دې نه زیات انتظار

چې پهره دار یې تر سهاره کوي

د دې نه زیات انتظار

چې پهره دار یې تر سهاره کوي

۷ای اسراییلو، په څښتن باندې باور ولرئ

ځکه چې مینه یې تلپاتې ده

او هغه راضي دی همېشه چې درکړي خلاصون

۸هغه په خپله به خپل قوم اسراییل

له خپلو ټولو ګناهونو خلاص کړي