ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - پنځم فصل

د حضرت آدم اولاده

(اول تواریخ ۱: ۱ - ۴)

۱دا د حضرت آدم د اولادې د پیدا کېدلو لیکلی بیان دی. کله چې خدای پاک انسان پیدا کړ، هغه یې د خپل ځان په شان پیدا کړ. ۲هغوی یې نر او ښځه پیدا کړل او برکت یې ورته ورکړ او هغوی یې انسانان وبلل. ۳حضرت آدم د یوسلو دېرش کالو ؤ چې د هغه زوی پیدا شو چې د هماغه په شان ؤ او په هغه باندې یې شیث نوم کېښود. ۴د شیث د پیدا کېدلو څخه وروسته حضرت آدم اته سوه کاله نور هم ژوندی ؤ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې. ۵نو حضرت آدم د نهه سوه دېرش کالو په عمر ؤ چې وفات شو.

۶شیث د یوسلو پنځو کالو ؤ چې د هغه زوی انوش پیدا شو. ۷او وروسته له هغې چې دی د انوش پلار شو، شیث اته سوه اووه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې ۸او په نهه سوه دولس کلنۍ کې مړ شو.

۹انوش د نوي کالو په عمر ؤ چې زوی یې پیدا شو او د هغه نوم یې قینان کېښود. ۱۰وروسته له دې چې هغه د قینان پلار شو انوش اته سوه پنځلس کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې ۱۱او په نهه سوه پنځه کلنۍ کې مړ شو.

۱۲قینان اویا کلن ؤ چې د هغه زوی مهللئیل پیدا شو. ۱۳وروسته له دې چې هغه د مهللئیل پلار شو قینان اته سوه څلوېښت کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې ۱۴او په نهه سوه لس کلنۍ کې مړ شو.

۱۵مهللئیل پنځه شپېته کلن ؤ چې د هغه زوی یارد پیدا شو. ۱۶مهللئیل د یارد د زېږېدو څخه وروسته اته سوه دېرش کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې ۱۷او په اته سوه پنځه نوي کلنۍ کې مړ شو.

۱۸یارد د یوسلو دوه شپېته کالو ؤ چې د هغه زوی خنوخ پیدا شو. ۱۹وروسته له دې چې هغه د خنوخ پلار شو یارد اته سوه کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې ۲۰او په نهه سوه دوه شپېته کلنۍ کې مړ شو.

۲۱خنوخ د پنځه شپېته کالو ؤ چې د هغه زوی متوشالح پیدا شو. ۲۲وروسته له دې چې هغه د متوشالح پلار شو خنوخ درې سوه کاله د خدای پاک سره په دوستۍ کې تېر کړل او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې. ۲۳خنوخ درې سوه پنځه شپېته کاله ژوند وکړ. ۲۴هغه د خدای پاک سره په دوستۍ کې خپل ژوند تېر کړ او له هغې څخه وروسته هغه د سترګو څخه پناه شو ځکه چې خدای پاک هغه پورته یووړ.

۲۵متوشالح د یوسلو اووه اتیا کالو ؤ چې د هغه زوی لمک پیدا شو. ۲۶وروسته له دې چې هغه د لمک پلار شو، متوشالح اووه سوه دوه اتیا کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې ۲۷او په نهه سوه نهه شپېته کلنۍ کې مړ شو.

۲۸لمک د یوسلو دوه اتیا کالو ؤ چې د هغه زوی پیدا شو. ۲۹لمک وویل: <دا به زمونږ دپاره په ستونزو، په سخت کار او د لاسونو په تڼاکو کې تسلي وي چې مونږ یې په هغې ځمکې باندې کوو چې خدای پاک ورباندې لعنت ویلی دی.> نو په هغه باندې یې نوح نوم کېښود. ۳۰وروسته له دې چې حضرت نوح پیدا شو، لمک پنځه سوه پنځه نوي کاله ژوند وکړ او نور زامن او لورګانې یې پیدا شوې ۳۱او په اووه سوه اووه اویا کلنۍ کې مړ شو.

۳۲وروسته له دې چې حضرت نوح د پنځه سوه کالو شو، د هغه درې زامن پیدا شول چې سام، حام او یافث نومېدل.