ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول تواریخ - دوه ویشتم فصل

۱نو داود وویل: «دلته به د څښتن خدای کور او د قربانۍ ځای وي چې باید د اسراییلو قوم سوځېدونکې نذرانې وړاندې کړي.»

د خدای د کور د ودانولو دپاره تیاری

۲داود هغو بېګانه خلکو ته چې په اسراییلو کې اوسېدل، حکم وکړ چې راغونډ شي. هغه ځینو ته دا وظیفه وسپارله چې د خدای د کور د ودانولو دپاره تیږې پرې او تیارې کړي. ۳هغه ډېره اوسپنه راوړه چې د دروازو دپاره ورڅخه مېخونه او چپراسونه جوړ کړي او دومره برنج یې تیار کړل چې نه تلل کېدل. ۴داود بې شمېره د سبر د ونو لرګي تیار کړل، کوم چې د صور او صیدون خلکو هغه ته راوړي وو. ۵داود د ځان سره وویل: «هغه کور چې زما زوی سلیمان یې د څښتن دپاره ودانوي، باید ډېر ښکلی، پرتمین او په نړۍ کې مشهور وي. خو هغه ځوان او بې تجربه دی، نو زه باید د څښتن د کور دپاره تیاری ونیسم.» نو داود د خپلې مړینې مخکې په زیاته اندازه مواد تیار کړل.

۶بیا داود خپل زوی سلیمان راوغوښت او امر یې ورباندې وکړ چې د اسراییلو د څښتن خدای دپاره کور ودان کړي. ۷هغه وویل: «زما زویه، ما غوښتل چې یو کور ودان کړم چې زما د څښتن خدای عبادت په کې وشي. ۸خو څښتن راته وویل چې داوده، تا ډېر خلک وژلي او ډېرې جګړې دې کړې دي. له دې امله به ته زما کور نه ودانوې، ځکه چې تا ډېره وینه تویه کړې ده. ۹خو ته به یو زوی ولرې چې په سوله کې به پاچاهي وکړي، ځکه چې زه به هغه ته د هغه له شاوخوا ټولو دښمنانو سره سوله ور په برخه کړم. د هغه نوم به سلیمان یعنې سوله وي، ځکه چې زه به د هغه د پاچاهۍ په دوران کې اسراییلو ته سوله او امنیت ور په برخه کړم. ۱۰سلیمان به زما د عبادت دپاره کور ودان کړي. هغه به زما زوی وي او زه به د هغه پلار یم او زه به د هغه او د هغه د اولادې پاچاهي په اسراییلو باندې تل ټینګه وساتم.»

۱۱داود زیاته کړه: «اوس زما زویه، ستا څښتن خدای دې ستا سره مل شي او څنګه چې هغه وعده کړې ده، د هغه د کور د ودانولو دپاره دې تا بریالی کړي. ۱۲کله چې ستا څښتن خدای تا د اسراییلو پاچا کړي، هغه دې پوهه او حکمت درکړي، ترڅو ته د هغه د حکمونو او شریعت پیروي وکړې. ۱۳که چېرې ته د هغو ټولو قوانینو اطاعت وکړې چې څښتن موسی ته د اسراییلو دپاره ورکړي دي، ته به بریالی شې. قوي او زړور اوسه، جرات له لاسه مه ورکوه او د څه شي څخه مه وېرېږه.

۱۴ما په ډېرو هڅو سره درې زره او څلور سوه ټنه سره زر، څلوردېرش زره ټنه سپین زر، په کافي اندازه لرګي، تیږې او دومره برنج او اوسپنه چې زه یې تللی نه شم د خدای د کور د ودانولو دپاره تیار کړي دي. ته کولای شې چې نور لرګي او تیږې هم تیارې کړې. ۱۵ته ډېر کارګران لرې. داسې خلک شته چې تیږې پرې کوي او هغه ږدي. ګلکاران، نجاران او داسې بې شمېره کسبګران هم شته چې ۱۶د سرو او سپینو زرو، برنجو او د اوسپنې په کار کې مهارت لري. اوس په کار پیل وکړه او زه دعا کوم چې څښتن دې له تا سره مل وي.»

۱۷بیا داود د اسراییلو ټولو مشرانو ته حکم وکړ چې د سلیمان سره مرسته وکړي. ۱۸داود وویل: «ستاسو څښتن خدای ستاسو سره مل دی او د هرې خوا څخه یې تاسو ته سوله در په برخه کړې ده. هغه ماته په هغو ټولو خلکو باندې چې په دې ځمکه کې اوسېدل بری راکړ او هغوی اوس د څښتن او د هغه د قوم د لاس لاندې دي. ۱۹نو اوس خپل ځانونه د زړه له کومي د خپل څښتن خدای په لټه کې وقف کړئ. د هغه په سپېڅلي کور باندې کار پیل کړئ چې د څښتن د درنښت دپاره دی، ترڅو د لوظ صندوق او هغه سپېڅلي شیان په کې وساتل شي چې د عبادت دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.»