ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - پنځه ویشتم فصل

د لسو پېغلو مثال

۱عیسی زیاته کړه: «په هغه وخت کې به اسماني پاچاهي د هغو لسو پېغلو په شان وي چې خپل څراغونه یې واخیستل او د زوم لیدلو ته لاړلې. ۲په هغوی کې پنځه یې کم عقلې وې او پنځه یې هوښیارې وې. ۳کم عقلو انجونو خپل څراغونه د ځان سره واخیستل، خو تېل یې ورسره وانخیستل. ۴خو هوښیارو انجونو د خپلو څراغونو سره د تېلو نه ډک بوتلونه هم د ځان سره واخیستل. ۵کله چې زوم د راتللو په وخت کې ځنډ شو، نو هغوی ټولو ته خوب ورغی او ویدې شوې.

۶خو په نیمه شپه کې چیغې شوې: ‹وګورئ زوم راروان دی. راځئ چې مخې ته یې ورشو.› ۷نو ټولې انجونې راپاڅېدلې او خپل څراغونه یې تیار کړل. ۸کم عقلو انجونو هوښیارو انجونو ته وویل: ‹د خپلو تېلو څخه مونږ ته لږ راکړئ، ځکه چې زمونږ څراغونه مړه کیږي.› ۹هوښیارو انجونو ورته ځواب ورکړ: ‹نه، زمونږ سره دومره تېل نشته چې د ټولو کار ورباندې وشي، دا به ښه وي چې تاسو دوکان ته لاړې شئ او خپل ځان ته تېل واخلئ.› ۱۰کله چې هغوی د تېلو اخیستلو پسې لاړلې، نو زوم راورسېد. هغه انجونې چې تیارې وې د هغه سره د واده مېلمستیا ته لاړلې او دروازې بندې شوې. ۱۱وروسته بیا هغه نورې پنځه انجونې راغلې او چیغې یې کړې: ‹ای ښاغلیه! ای ښاغلیه! مونږ ته دروازه خلاصه کړه.› ۱۲زوم وویل: ‹په یقین سره زه تاسو ته وایم چې تاسو نه پېژنم.› ۱۳نو بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې د انسان زوی به په کومه ورځ او په کوم ساعت راځي.

د درې نوکرانو مثال

(لوقا ۱۹: ۱۱‏ - ۲۷)

۱۴اسماني پاچاهي د هغه سړي په مثال ده چې غوښتل یې په سفر لاړ شي، نو خپل نوکران یې راوغوښتل او خپل مال او جایداد یې ورته وسپارله. ۱۵هر یو ته یې د هغوی د توان سره سم یو څه ورکړل. یو ته یې د سرو زرو پنځه کڅوړې ورکړې، بل ته یې دوه د سرو زرو کڅوړې او درېم ته یې د سرو زرو یوه کڅوړه ورکړه. بیا په سفر روان شو. ۱۶هغه نوکر چې د سرو زرو پنځه کڅوړې یې ورته ورکړې وې، سمدلاسه لاړ او کار یې ورباندې پیل کړ او په هغو باندې یې نورې د سرو زرو پنځه کڅوړې وګټلې. ۱۷همدارنګه هغه نوکر چې د سرو زرو دوه کڅوړې یې درلودلې هغه ورباندې نورې د سرو زرو دوه کڅوړې وګټلې. ۱۸خو کوم نوکر ته چې د سرو زرو یوه کڅوړه ورکړل شوې وه، هغه لاړ او ځمکه یې وکیندله او د خپل بادار پیسې یې په کې ښخې کړلې.

۱۹ډېر وخت وروسته د هغو نوکرانو بادار راغی او د هغوی څخه یې حساب وغوښت. ۲۰کوم نوکر ته چې د سرو زرو پنځه کڅوړې ورکړل شوې وې راغی او نورې د سرو زرو پنځه کڅوړې یې د ځان سره راوړلې او ویې ویل: ‹باداره، تا ماته د سرو زرو پنځه کڅوړې راکړې وې، اوس ګورئ! ما ورباندې پنځه نورې کڅوړې وګټلې.› ۲۱بادار یې ورته وویل: ‹شاباس، زما نېک او وفادار نوکره! تا په لږ شي کې خپل اعتبار ثابت کړ. نو زه به تاته نور ډېر کارونه دروسپارم. راشه او د خپل بادار په خوشحالۍ کې شریک شه.› ۲۲بیا هغه نوکر چې دوه کڅوړې سره زر ورته ورکړل شوي وو راغی او ویې ویل: ‹باداره! تا ماته دوه کڅوړې راکړې وې، اوس ګورئ! ما ورباندې دوه نورې هم وګټلې.› ۲۳بادار یې ورته وویل: ‹شاباس، ای نېک او وفاداره نوکره! تا په لږ شي کې خپل اعتبار ثابت کړ، نو زه به تاته نور ډېر کارونه دروسپارم. راشه او د خپل بادار په خوشحالۍ کې شریک شه.› ۲۴بیا هغه نوکر چې یوه کڅوړه ورته ورکړل شوې وه راغی او ویې ویل: ‹باداره! زه پوهېدم چې ته یو سخت سړی یې، ته هغه فصل رېبې چې کرلی دې نه دی او د هغه ځای حاصل راټولوې چې تخم دې په کې نه دی شیندلی. ۲۵نو زه ووېرېدم او لاړم او ستا سره زر مې په ځمکه کې ښخ کړل. هغه دا دي، بېرته یې واخله.› ۲۶خو بادار یې ورته په ځواب کې وویل: ‹ای بېکاره او لټ نوکره! کله چې تاته معلومه وه چې زه هغه فصل رېبم چې کرلی مې نه دی او له هغه ځای څخه حاصل راټولوم چې تخم مې په کې نه دی شیندلی، ۲۷نو تا باید زما پیسې صرافانو ته ورکړې وای او کله چې زه بېرته راغلی وم، نو هغه به مې بېرته د سود سره اخیستې وای. ۲۸د هغه څخه هغه د سرو زرو کڅوړه واخلئ او هغه چاته یې ورکړئ چې لس کڅوړې ورسره دي. ۲۹ځکه د چا سره چې څه وي هغه ته به نور هم ورکړل شي، ترڅو د هغه سره نورې هم زیاتې شي. خو د چا سره چې څه نه وي، نو څه چې ورسره وي هغه به هم ترې واخیستل شي. ۳۰دا بېکاره نوکر دباندې تیارې ته وغورځوئ یعنې هغه ځای ته چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.›

د قیامت په ورځ د خلکو د عملونو قضاوت

۳۱کله چې د انسان زوی د خپل جلال سره د ټولو فرښتو سره راشي، نو بیا به هغه په خپل شاهانه تخت باندې کښېني ۳۲او د ټولو قومونو خلک به د هغه په حضور کې راټول شي او هغه به هغوی داسې یو له بل نه بېل کړي لکه څنګه چې شپانه پسونه له وزو نه بېلوي. ۳۳نو په دې ډول به هغه پسونه یعنې نېک خلک خپل ښي لاس ته او وزې یعنې بد خلک خپل چپ لاس ته ځای په ځای کړي. ۳۴بیا به پاچا هغو خلکو ته چې د هغه ښي لاس ته دي ووایي چې ای هغو خلکو چې زما د پلار له خوا درته برکت درکړل شوی دی، راشئ او د هغې پاچاهۍ وارثان شئ چې د نړۍ د پیدایښت راهیسې ستاسو دپاره تیاره شوې وه. ۳۵ځکه کله چې زه وږی وم نو تاسو راته خواړه راکړل، کله چې تږی وم نو اوبه مو راته راکړې، کله چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته بوتلم، ۳۶کله چې زه لوڅ وم نو کالي مو راته راکړل او کله چې ناروغه وم نو تاسو راباندې پام کاوه او کله چې زه بندي وم نو تاسو زما لیدلو ته راغلي وئ. ۳۷بیا به نېکان خلک ورته په ځواب کې ووایي: ‹څښتنه! ته مونږ کله وږی لیدلی یې او موړ کړی مو یې او یا تږی وې او مونږ درته اوبه درکړې وي؟ ۳۸کله مونږ لیدلې چې ته مسافر وې او کور ته مو بېولی یې او یا لوڅ وې او مونږ درته کالي درکړي وي؟ ۳۹یا مونږ کله ته ناروغه یا بندې لیدلی یې او لیدلو ته دې راغلي یو؟› ۴۰پاچا به ورته ځواب ورکړي: ‹په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې تاسو زما د دې پیروانو څخه چې تر ټولو کوچنی مقام لري، د کوم یو سره هم څه کړي دي، هغه مو زما سره کړي دي.›

۴۱بیا به هغو خلکو ته چې د هغه چپ لاس ته دي ووایي: ‹ای لعنتیانو! زما څخه لېرې شئ او هغه تلپاتې اور ته لاړ شئ چې د شیطان او د هغه د پیروانو دپاره تیار شوی دی. ۴۲ځکه کله چې زه وږی وم تاسو راته خواړه رانه کړل، کله چې تږی وم نو اوبه مو راته رانه کړې، ۴۳کله چې مسافر وم نو تاسو خپل کور ته راونه بللم، کله چې لوڅ وم نو تاسو راته کالي رانه کړل او کله چې زه ناروغه او بندې وم نو تاسو مې لیدلو ته رانغلئ.› ۴۴هغوی به هم په ځواب کې ووایي: ‹څښتنه! ته مونږ کله وږی، تږی، مسافر، لوڅ، ناروغه یا بندي لیدلی یې او مرسته مو درسره نه ده کړې؟› ۴۵بیا به هغه ځواب ورکړي: ‹په یقین سره زه تاسو ته دا وایم کله چې تاسو زما د پیروانو سره که څه هم هغوی تر ټولو ډېر کوچنی مقام لري، د یوه سره هم مرسته نه ده کړې، نو تاسو زما سره مرسته نه ده کړې.› ۴۶او هغوی به هغه ځای ته لېرې وشړل شي چې هلته به هغوی ته د تل دپاره سزا ورکول کیږي، خو نېکان خلک به تلپاتې ژوندون ومومي.»