ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

پينځلسم زبور

خدای څه غواړي؟

(د داود زبور)

۱ای څښتنه څوک کولای شي چې پاتې شي ستا کور کې؟

اوسېدی شي څوک د ستا په مقدس غره؟

۲څوک چې کاندي اطاعت د خدای هر کار کې

او همېش کړي نېک کارونه

چې خبرې یې رښتیا د زړه له کومي

۳څوک چې نه وایي تهمت په نورو باندې

څوک چې ملګرو سره بد نه کوي

نه کړي خبرې ګاونډیانو پسې

۴څوک چې بدکارو ته په سپکه ګوري

خو عزت کوي د هغو چې کړي وېره له څښتنه

څوک چې وفا کوي خپلو وعدو باندې

نه کړي پروا که په ضرر یې هم وي

۵ورکوي قرضونه نورو ته بې سوده

نه اخلي رشوت د شاهدۍ په بې ګناهو

کړي چې دا کارونه همېشه به مستحکم وي