ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - اتلسم فصل

د یوې کونډې او قاضي مثال

۱عیسی خپلو شاګردانو ته دا مثال راوړ چې هغوی ته وروښایي چې تل باید دعا وکړي او هېڅکله ناهيلي نه شي. ۲هغه وویل: «په یو ښار کې یو قاضي ؤ چې نه له خدایه وېرېده او نه یې د خلکو پروا لرله. ۳په همدې ښار کې یوه کونډه وه چې هر وخت به هغه ته راتله او د خپل حق په خاطر به یې ورته زارۍ کولې او ویل به یې چې زما او زما د دښمن ترمنځ په شخړه کې زما سره انصاف وکړه. ۴قاضي ډېره موده نه غوښتل چې کوم کار وکړي، خو اخر هغه د خپل ځان سره وویل: ‹که څه هم زه نه له خدایه وېرېږم او نه د خلکو پروا لرم، ۵خو دا چې دې کونډې ماته سرخوږی پیدا کړی دی، نو زه به د هغې سره انصاف وکړم. که نه، نو هغه به هر وخت راځي او ما به تنګوي.›»

۶بیا عیسی وویل: «واورئ چې دا بې انصافه قاضي څه وایي. ۷ایا خدای به د خپلو غوره شویو خلکو سره چې شپه او ورځ ورته د مرستې په خاطر فریادونه کوي، انصاف ونه کړي؟ ایا د هغوی سره به په مرسته کولو کې ځنډ وکړي؟ ۸زه درته وایم چې هغه به زر د هغوی سره انصاف وکړي. خو کله چې د انسان زوی راشي، نو ایا هغه به د ځمکې په مخ داسې څوک پیدا کړي چې ایمان ولري؟»

د یو فریسي او مالیه ټولوونکي مثال

۹همدارنګه عیسی د هغو خلکو دپاره چې په خپل ځان ډاډمن وو چې نېک خلک دي او نور یې سپک ګڼل، دا مثال راوړ: ۱۰«یو وخت دوه تنه چې یو یې فریسي او بل یې مالیه ټولوونکی ؤ د دعا دپاره د خدای کور ته لاړل. ۱۱فریسي ودرېده او د خپل ځان سره یې داسې دعا وکړه: ‹ای خدایه! ستا شکر کوم چې د نورو په شان حریص، بې ایمانه او زناکار نه یم او نه د دې مالیه ټولوونکي په شان یم. ۱۲زه په هفته کې دوه ورځې روژه نیسم او څه چې ګټم د هغې لسمه برخه ورکوم.› ۱۳خو هغه مالیه ټولوونکی لېرې ولاړ ؤ او تر دې چې نه یې غوښتل پاس اسمان ته وګوري، خو خپله سینه یې وهله او ویل یې: ‹ای خدایه! په ما ګناهکار رحم وکړه.›»

۱۴عیسی وویل: «زه تاسو ته وایم چې هغه مالیه ټولوونکی چې خپل کور ته لاړ بخښل شوی دی، نه هغه فریسي. ځکه هرڅوک چې خپل ځان لوی ګڼي، هغه به خوار شي او هرڅوک چې خپل ځان عاجز کړي، نو هغه به سرلوړی شي.»

عیسی ماشومانو ته برکت ورکوي

(متي ۱۹: ۱۳‏ - ۱۵ او مرقوس ۱۰‏: ۱۳‏ - ۱۶)

۱۵ځینو خلکو به عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس په هغوی باندې کېږدي. کله چې شاګردانو دا ولیدل نو هغوی یې ورټل، ۱۶خو عیسی هغه ماشومان خپل ځان ته راوغوښتل او ویې ویل: «پرېږدئ چې ماشومان ماته راشي، هغوی مه منع کوئ، ځکه چې د خدای پاچاهي د همداسې خلکو ده. ۱۷په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې د خدای پاچاهي د یو ماشوم په څېر ونه مني، نو هېڅکله به هغې ته وردننه نه شي.»

شتمن خلک او د خدای پاچاهي

(متي ۱۹: ۱۶ - ۳۰ او مرقوس ۱۰: ۱۷ - ۳۱)

۱۸یو یهودي مشر د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ای نېک استاذه! زه باید څه وکړم چې تلپاتې ژوندون وګټم؟» ۱۹عیسی هغه ته وویل: «ولې ماته نېک وایې؟ پرته له خدایه بل هېڅوک نېک نه دی. ۲۰ته په حکمونو باندې پوهېږې: زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، د دروغو شاهدي مه ورکوه او د خپل مور او پلار عزت کوه.» ۲۱هغه سړي ځواب ورکړ: «ما د ځوانۍ له وخته په دې ټولو حکمونو عمل کړی دی.» ۲۲کله چې عیسی دا واورېدل، نو هغه ته یې وویل: «په تا کې اوس هم د یو شي کمی شته. هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې په غریبانو باندې ووېشه، نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې، بیا راشه او زما پیروي وکړه.» ۲۳کله چې هغه سړي دا خبره واورېدله نو ډېر غمجن شو، ځکه چې هغه ډېر شتمن سړی ؤ. ۲۴کله چې عیسی ولیدل چې هغه غمجن شو، نو ویې ویل: «د شتمنو خلکو دپاره د خدای په پاچاهۍ کې ننوتل څومره ګران کار دی. ۲۵د ستنې د سوري څخه د اوښ تېرېدل اسانه دي، له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.» ۲۶کومو خلکو چې دا واورېدل، نو د هغه نه یې پوښتنه وکړه: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟» ۲۷عیسی ځواب ورکړ: «هغه څه چې د انسانانو دپاره ناشوني دي، هغه د خدای دپاره ممکن دي.»

۲۸پطروس وویل: «وګوره، مونږ خپل هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شو.» ۲۹عیسی هغوی ته وویل: «هو، په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅوک چې د خدای د پاچاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، ورونه، مور او پلار او اولادونه پرېږدي، ۳۰نو هغه به په دې نړۍ کې د هغې څو چنده بدل تر لاسه کړي او په اخرت کې به تلپاتې ژوندون ولري.»

عیسی د درېم ځل دپاره د خپل مرګ په هکله پېشګويي کوي

(متي ۲۰: ۱۷ - ۱۹ او مرقوس ۱۰: ۳۲ - ۳۴)

۳۱بیا هغه خپل دولس شاګردان ګوښه کړل او هغوی ته یې وویل: «واورئ! مونږ اوس اورشلیم ته ځو او هغه څه چې پیغمبرانو د انسان د زوی په هکله لیکلي دي، هغه به پوره شي. ۳۲هغه به غیریهودیانو ته په لاس ورکړل شي. هغوی به ورباندې ملنډې ووهي، سپکاوی به یې وکړي او لاړې به ورباندې تو کړي. ۳۳هغه به په دورو ووهي او وبه یې وژني، خو په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.» ۳۴خو شاګردان په دې خبرو پوه نه شول، ځکه چې د دې خبرو معنی د هغوی څخه پټه ساتل شوې وه او هغوی نه پوهېدل چې عیسی د څه شي په هکله خبرې کولې.

عیسی یو ړوند سوالګر بینا کوي

(متي ۲۰: ۲۹ - ۳۴ او مرقوس ۱۰: ۴۶ - ۵۲)

۳۵کله چې عیسی د اریحا ښار ته نژدې شو، نو یو ړوند سړی په لاره کې ناست ؤ او خیر یې غوښته. ۳۶کله چې هغه سړي د ګڼ شمېر خلکو اوازونه چې له هغه ځای څخه تېرېدل واورېدل، نو پوښتنه یې وکړه: «څه خبره ده؟» ۳۷هغوی ورته وویل: «ناصري عیسی په دې لاره تېریږي.» ۳۸نو هغه چیغې ووهلې: «ای عیسی د داود زویه! په ما رحم وکړه.» ۳۹کوم خلک چې د عیسی څخه مخکې روان وو، هغه سړی ورټلو او ورته ویې ویل: «غلی شه.» خو هغه نور هم په لوړ اواز چیغې کړې: «ای د داود زویه! په ما رحم وکړه.» ۴۰نو عیسی ودرېده او امر یې وکړ چې هغه سړی هغه ته راولي. کله چې ورنژدې شو، نو عیسی ورڅخه پوښتنه وکړه: ۴۱«څه غواړې چې درته ویې وکړم؟» هغه وویل: «ای ښاغلیه! غواړم چې بینا شم.» ۴۲عیسی هغه ته وویل: «بینا شه، ته خپل ایمان روغ کړې.» ۴۳او هغه سمدلاسه بینا شو او په داسې حال کې چې د خدای ثنا یې ویله، د عیسی پسې روان شو. کله چې خلکو دا هرڅه ولیدل، نو ټولو د خدای ثنا وویله.