ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

يشوَع - دولسم فصل

د موسیٰ له خوا مات شوي پادشاهان

۱مخکې له دې چې موسیٰ مړ شي هغه او د اسراییلو خلکو د اردن د سیند د ختیځې خوا دوو پادشاهانو ته ماتې ورکړه. دې دوو پادشاهانو په هغې سیمې باندې چې د ارنون له درې څخه د حرمون تر غره پورې رسېدله او په هغې کې د اردن د درې ختیځه خوا هم شامله وه حکومت کاوه. ۲سیحون د اموریانو پادشاه ؤ چې په حشبون کې یې پادشاهي کوله. هغه له عروعیر څخه چې د ارنون د درې په څنګ کې ؤ او د درې له منځ څخه د یبوق تر سیند پورې چې د عمونیانو پوله وه پادشاهي کوله. په دې کې نیم جلعاد شامل ؤ. ۳په هغې کې د اردن دره د جلیل له جهیل څخه جنوب خواته د بیت یشیموت (د ارام دریاب ختیځ ته) او پیسګاه د غره تر لمنې پورې شامل وو.

۴همدارنګه موسیٰ او اسراییلیانو د باشان پادشاه عوج ته چې د پاتې شویو رفائیانو څخه ؤ هم ماتې ورکړه. هغه په عشتاروت او ادرعي کې پادشاهي کوله. ۵د هغه په پادشاهۍ کې د حرمون غر، سلخه او ټول باشان د جشور او معکې تر پولې او همدارنګه نیم جلعاد د حشبون د پادشاه سیحون تر سیمې پورې شامل وو.

۶موسیٰ او د اسراییلو قوم دغو دوو پادشاهانو ته ماتې ورکړه. د څښتن خدمتګار موسیٰ د هغوی خاوره د روبین او جاد قبیلو ته او د منسي نیمې قبیلې ته د هغوی د ملکیت په توګه ورکړه.

د یوشع له خوا مات شوي پادشاهان

۷یوشع او د اسراییلو قوم هغو پادشاهانو ته چې د اردن د سیند په لوېدیځه خوا کې وو ماتې ورکړه، یعنې له بعل جاد څخه چې د لبنان په دره کې پروت ؤ د حالق تر غره پورې چې په جنوب کې ادوم ته نژدې ؤ. یوشع هغه ځمکه د اسراییلو د قبیلو ترمنځ ووېشله او د ملکیت په توګه یې هغوی ته ورکړه. ۸کومه ځمکه چې یوشع د هغوی په منځ کې ووېشله په هغې کې دا ځایونه شامل وو: غرنۍ سیمه، د غرونو لوېدیځې لمنې، د اردن دره، د غرونو ختیځې ډډې او د کنعان جنوبي دښته. دا ځمکه د حیتیانو، اموریانو، کنعانیانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو وطن ؤ. ۹د اسراییلو قوم د لاندینیو ښارونو پادشاهانو ته ماتې ورکړه: اریحا، عای (بیت ئیل ته نژدې)، ۱۰اورشلیم، حبرون، ۱۱یرموت، لاکیش، ۱۲عجلون، جازر، ۱۳دبیر، جدر، ۱۴حرما، عراد، ۱۵لبنه، عدولام، ۱۶مقیده، بیت ئیل، ۱۷تفوح، حافر، ۱۸عفیق، لشارون، ۱۹مادون، حاصور، ۲۰شمرون مرون، اخشاف، ۲۱تعنک، مجدو، ۲۲قادش، یقنعام (په کرمل کې)، ۲۳دور (د دور په لوړو سیمو)، قوئیم (په جلیل کې) ۲۴او ترزه. د ټولو پادشاهانو شمېر یو دېرشو ته رسېده.