ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - اته ویشتم فصل

شتمني او واک

۱بدکاران تښتي که څوک ورپسې روان هم نه وي

خو نېکان د زمري په شان زړور وي.

۲په کوم وطن کې چې ګډوډي وي نو واکداران یې ډېر وي

خو پوه او هوښیار مشران د دولت نظام ټینګ ساتي.

۳کوم غریب واکدار چې په خوارانو ظلم کوي

د هغه تېز باران په شان دی چې ټول فصل تباه کوي.

۴څوک چې له قانون نه سرغړونه کوي نو د بدکارانو ستاینه کوي

خو څوک چې د قانون تابعداري کوي نو د بدکارانو مخالفت کوي.

۵بدکاران په انصاف او عدالت نه پوهیږي

خو څوک چې د څښتن لټون کوي هغوی په هرڅه ښه پوهیږي.

۶هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېروي

له هغه شتمن نه ښه دی چې د منافقت په لار روان وي.

۷هوښیار زوی په قانون باندې عمل کوي

خو د بد اخلاقانو ملګری خپل پلار سپکوي.

۸څوک چې له غریبانو نه سود اخلي او خپله شتمني زیاتوي

نو اخر به د هغوی مال د هغه چا شي چې په مسکینانو رحم کوي.

۹څوک چې له قانون نه سرغړونه کوي

نو څښتن د هغه له دعا نه کرکه کوي.

۱۰څوک چې صادقان بې لارې کوي او هغوی ته کنده کیندي

نو په خپله به په کې راوغورځیږي

خو د پاک زړه خاوندان به ښه میراث تر لاسه کړي.

۱۱شتمن سړی خپل ځان د حکمت خاوند ګڼي

خو غریب عقلمن د هغه د زړه د تل نه خبر وي.

په څښتن باور او شتمني ګټل

۱۲کله چې نېکان بریالي کیږي نو ټول خلک خوشحالیږي

خو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک ترې پټیږي.

۱۳څوک چې خپله ګناه پټوي او په هغې پرده اچوي

نو بریالی به نه شي

خو څوک چې په خپلو ګناهونو اقرار کوي او لاس ترې اخلي

نو په هغه به رحم وشي.

۱۴بختور دی هغه څوک چې هر وخت له څښتن څخه وېریږي

خو څوک چې خپل زړه سخت کړي په بلا اخته کیږي.

۱۵بدکاره انسان چې په خوارانو حکومت کوي

د غړمبېدونکي زمري یا د ایږې په شان چې ناڅاپه یرغل کوي.

۱۶ناپوهه پاچا په خپلو خلکو ډېر ظلم کوي

څوک چې د ناروا ګټې نه کرکه کوي تل خپل عمر اوږدوي.

۱۷که چا خپل لاسونه د بل په وینو سره کړي وي

نو د مرګ تر کندې پورې به سرګردانه وي

او هېڅوک دې د هغه سره مرسته نه کوي.

۱۸څوک چې خپل ژوند په صداقت تېروي هغه به وژغورل شي

خو څوک چې منافقت کوي نو ناڅاپه به راوغورځول شي.

۱۹څوک چې په خپله ځمکه کې کار کوي په ګېډه به موړ شي

خو څوک چې د ورځې خوبونه کوي نو سخته غریبي به پرې راشي.

۲۰صادق انسان ته به ډېر زیات برکتونه ورکړل شي

خو څوک چې ډېر زر شتمن کېدل غواړي نو بې سزا به پاتې نه شي.

۲۱دا ښه کار نه دی چې د چا طرفداري وشي

حتی یو سړی د یوې مړۍ ډوډۍ دپاره هم بې انصافي کوي.

۲۲شوم سړی هڅه کوي چې زر شتمن شي

خو په دې نه پوهیږي چې نېستي د هغه انتظار کوي.

۲۳څوک چې بل اصلاح کوي نو په اخر کې به عزتمن شي

له هغه چا نه چې ډېره غوړه مالي کوي.

۲۴څوک چې د خپل مور او پلار مال په زور اخلي

او وايي چې دا کومه ګناه نه ده

نو د ورانکارو سره ملګرتیا کوي.

۲۵د وږو سترګو خاوند جنګ جګړې جوړوي

خو څوک چې په څښتن باور کوي نو آباد به شي.

۲۶څوک چې په خپل ځان ډاډه وي هغه کم عقل دی

خو څوک چې د حکمت په لار روان وي خلاصون به ومومي.

۲۷څوک چې د مسکینانو سره مرسته کوي

نو له نېستۍ سره به مخ نه شي

خو څوک چې پرې سترګې پټوي

نو لعنتونه به ورباندې ووریږي.

۲۸کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک ترې پټیږي

خو کله چې هغوی بربادیږي نو نېکان آبادیږي.