ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو کم سلم زبور

خدای ډېر لوی پاچا

۱پاچاهي کوي څښتن نو ودې لړزیږي د دنیا قومونه

هغه دی ناست په تخت د اسماني مخلوق دپاسه

نو ځمکه دې شي په لړزېدلو باندې

۲څښتن لویي څرګندوي صهیون کې

او دی اوچت په ټولو ولسونو باندې

۳هغوی دې ووایي ثنا د هغه د لوی او هیبتناکه نامه

ځکه چې دی هغه سپېڅلی

۴ای ځواکمن پاچا، مینه لرې د عدالت سره ته

تا قایم کړلو انصاف

په اسراییلو کې دې کړی عدالت او نېکي

۵ثنا او صفت وکړئ زمونږ د څښتن خدای

د تخت په مخکې یې د پښو په چوکۍ وکړئ سجده

ځکه چې دی هغه سپېڅلی

۶موسی او هارون وو د هغه کاهنان

او سموییل هم د هغې ډلې ؤ چې نوم یې د څښتن یاداوه

څښتن ته یې وکړلو فریاد او هغه قبول یې کړ سوال

۷د ورېځ له منځه یې له دوی سره خبرې وکړې

هغوی ومنل احکام او قوانین د هغه

چې یې ورکړي وو هغوی ته

۸ای څښتنه! ای زمونږه خدایه!

تا کړ قبول د خپلو خلکو سوال

ته د هغوی بخښونکی خدای وې

سره له دې چې تا د دوی د ګناهونو سزا ورکړه دوی ته

۹زمونږ د څښتن خدای ثنا او صفت وکړئ

عبادت وکړئ د هغه په سپېڅلي غره باندې

ځکه سپېڅلی دی زمونږ څښتن خدای