ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - اتلسم فصل

حضرت ابراهیم او ساره ته د زوی ورکولو وعده

۱څښتن حضرت ابراهیم ته د ممري لویو ونو ته نژدې ښکاره شو. په هغه وخت کې هغه د ورځې په ګرمۍ کې د خېمې د دروازې په خوله کې ناست ؤ. ۲حضرت ابراهیم پورته وکتل او ویې لیدل چې درې نفره هلته ولاړ دي او چې څنګه یې هغوی ولیدل هغه په منډه د خېمې د دروازې څخه د هغو د لیدلو دپاره ورغی او په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۳هغه وفرمایل: <ای بادارانو! مهرباني وکړئ ودرېږئ او زما د کور څخه مه تېرېږئ. زه حاضر یم چې ستاسو خدمت وکړم. ۴که اجازه وي تاسو ته به لږې اوبه راوړم چې خپلې پښې ومینځئ. تاسو کولی شئ چې د دې ونې لاندې ارام وکړئ. ۵زه به یو څه خواړه هم راوړم. هغه به تاسو ته قوت درکړي چې خپل سفر ته دوام ورکړئ. تاسو زما کور ته په راتللو سره ماته عزت راکړ. نو اجازه راکړئ چې خدمت مو وکړم.>

هغوی ځواب ورکړ: <ډېر ښه. لکه څنګه چې وایې همداسې وکړه.>

۶حضرت ابراهیم په ډېرې چټکۍ سره خېمې ته ننوت او ساره ته یې وویل: <ژر شه او د خپلو ښو اوړو څخه درې پیمانې راواخله او ډوډۍ ورڅخه پخې کړه.> ۷بیا حضرت ابراهیم په منډه د پادې خواته ورغی او یو ښه تنکی خوسی یې ونیوه او خپل نوکر ته یې ورکړ چې هغه ډېر ژر پوخ کړي. ۸بیا هغه یو څه مستې، شیدې او هغه خوسی چې پوخ کړی یې ؤ راوړ او د هغوی په مخ کې یې کېښودل. څه وخت چې هغوی ډوډۍ خوړله، حضرت ابراهیم د هغوی تر څنګه د یوې ونې لاندې ولاړ ؤ.

۹نو هغوی د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: <ستا ښځه ساره چېرته ده؟>

هغه ځواب ورکړ: <هغه په خېمه کې ده.>

۱۰د هغو دریو نفرو څخه یو څښتن ؤ، هغه وفرمایل: <زه به په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته تاته راشم او ستا د ښځې ساره به زوی پیدا شي.> ساره د خېمې په دروازه کې د هغه ترشا ولاړه وه او د هغوی خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ. ۱۱حضرت ابراهیم او ساره ډېر زاړه وو او ساره د اولاد د راوړلو نه وه. ۱۲نو ساره د خپل ځان سره وخندل او ویې ویل: <اوس زه زړه یم او د کاره لوېدلې یم، آیا دا کېدای شي چې په ما باندې دا خوشالي راشي؟ بله دا چې زما مېړه هم زوړ دی.>

۱۳بیا څښتن د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: <ساره ولې وخندل او ویې ویل چې اوس خو زه زړه شوې یم، آیا دا کېدای شي چې زه اوس ماشوم وزېږوم؟ ۱۴آیا داسې کوم کار شته چې د څښتن دپاره ګران وي؟ لکه څنګه چې مې وویل، زه به په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته راشم او ساره به زوی ولري.>

۱۵ساره ډېره ووېرېدله، نو منکره شوه او ویې ویل: <ما نه دي خندلي.>

مګر هغه ورته وفرمایل: <هو، تا وخندل.>

حضرت ابراهیم د سدوم دپاره شفاعت کوي

۱۶بیا هغه خلک پاڅېدل چې لاړ شي. هغوی ښکته د سدوم خواته وکتل او حضرت ابراهیم ورسره لاړ چې هغوی رخصت کړي. ۱۷بیا څښتن د خپل ځان سره وویل: <څه چې زه غواړم ویې کړم هغه به د ابراهیم څخه پټ نه کړم. ۱۸په یقین سره به د ابراهیم څخه لوی او زورور قوم جوړ شي او د ځمکې ټول قومونه به د هغه په وسیله برکت ومومي. ۱۹ځکه چې ما هغه انتخاب کړی دی چې هغه به خپلو ماشومانو او خپلې کورنۍ ته داسې لارښودنه وکړي ترڅو د هغه څخه وروسته زما اطاعت وکړي او هغه څه وکړي چې صحیح او عادلانه وي، ترڅو هغه وعده چې ما د ابراهیم سره کړې ده سرته ورسوم.>

۲۰بیا څښتن حضرت ابراهیم ته وفرمایل: <د سدوم او عمورې په ضد زیات تورونه موجود دي او د هغوی ګناهونه ډېر زیات شوي دي. ۲۱اوس به زه ښکته راکوز شم چې دا معلومه کړم چې آیا د هغو تورونو په باره کې چې ما څه اورېدلي دي هغه رښتیا دي یا نه.>

۲۲هغه دوه نفره روان شول او د سدوم طرف ته لاړل، مګر څښتن د حضرت ابراهیم سره پاتې شو. ۲۳حضرت ابراهیم څښتن ته ورنژدې شو او ویې فرمایل: <آیا نېک خلک به د بدکارانو سره یوځای له منځه وړې؟ ۲۴که چېرې په دې ښار کې پنځوس تنه نېک خلک وي آیا هغه ښار به په رښتیا له منځه یوسې او هغه ځای به د هغو پنځوسو نېکو خلکو په خاطر پرېنږدې؟ ۲۵زه یقین لرم چې ته به نېک خلک د بدکارانو سره یوځای نه وژنې. دا نه شي کېدای! ته داسې نه شې کولی، که تا داسې وکړل نو نېکو خلکو ته به د بدکارانو سره یوځای سزا ورکړای شي. دا نه شي کېدای. د ټولې دنیا قاضي به خامخا انصاف کوي.>

۲۶څښتن ځواب ورکړ: <که چېرې زه په سدوم کې پنځوس تنه نېک خلک پیدا کړم، نو زه به د هغوی په خاطر ټول ښار معاف کړم.>

۲۷حضرت ابراهیم یو ځل بیا وفرمایل: <څښتنه، ما وبخښه چې ستا سره په جرأت سره خبرې کوم. زه فقط یو عادي انسان یم او حق نه لرم چې څه ووایم. ۲۸خو که چېرې هلته د پنځوسو تنو په ځای یوازې پنځه څلوېښت تنه نېک خلک وي، آیا ټول ښار به د هغو پنځو تنو په خاطر چې کم دي له منځه یوسې؟>

څښتن ځواب ورکړ: <که چېرې هلته پنځه څلوېښت تنه نېک خلک پیدا کړم، نو زه به ښار له منځه نه وړم.>

۲۹حضرت ابراهیم بیا خبرې وکړې: <کېدای شي چې هلته یوازې څلوېښت تنه وي.>

هغه ځواب ورکړ: <زه به د هغو څلوېښتو تنو په خاطر هغه ښار وران نه کړم.>

۳۰حضرت ابراهیم وفرمایل: <څښتنه، په ما باندې په قهر نه شې، اجازه راکړه چې خبرې وکړم. که چېرې هلته یوازې دېرش تنه وي؟>

هغه وفرمایل: <که چېرې هلته دېرش تنه پیدا کړم، زه به هغه ځای له منځه نه وړم.>

۳۱حضرت ابراهیم وفرمایل: <څښتنه، ما وبخښه چې په جرأت سره ستا سره خبرې کوم. که یوازې شل تنه هلته پیدا شي؟>

هغه وفرمایل: <که چېرې شل تنه پیدا کړم، زه به ښار وران نه کړم.>

۳۲حضرت ابراهیم وفرمایل: <څښتنه، په ما باندې په قهر نه شې، زه به یوازې یو وار بیا خبرې وکړم. کېدای شي چې لس تنه هلته پیدا شي؟>

هغه وفرمایل: <که لس تنه هلته پیدا شي، نو زه به ښار وران نه کړم.> ۳۳پس له هغې چې څښتن د حضرت ابراهیم سره خبرې خلاصې کړې، هغه لاړ او حضرت ابراهیم خپل کور ته ستون شو.