ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - یوولسم فصل

پطروس د اورشلیم کلیسا خبروي

۱په ټوله یهودیه کې رسولان او ایمانداران خبر شول چې غیریهودیانو هم د خدای پیغام منلی دی. ۲کله چې پطروس بېرته اورشلیم ته راغی، نو یوې ډلې چې د غیریهودیانو د سنتولو غوښتونکي وو په هغه باندې اعتراض وکړ ۳او ویل یې: «ته ولې د ناسنت شویو خلکو کور ته لاړې او د هغوی سره دې ډوډۍ هم وخوړله؟» ۴نو څه چې پېښ شوي وو، پطروس ټکي په ټکي هغوی ته بیان کړل. ۵هغه وویل: «زه د یافا په ښار کې وم او دعا مې کوله چې بې هوشه شوم او رویا مې ولیدله چې د یو لوی دسترخوان په شان یو شی چې د څلورو څنډو څخه راځوړند ؤ او د اسمان نه د ځمکې خواته راښکته کېده او ما پورې راورسېده. ۶کله چې ما ورته په غور سره وکتل، نو په هغه کې کورني حیوانات او وحشي ځناور، خزندې او مرغان وو. ۷بیا مې یو اواز واورېد چې ویل یې: ‹ای پطروسه! پاڅېږه، هغه حلال کړه او ویې خوره.› ۸خو ما ورته وویل: ‹څښتنه! هېڅکله نه، ما هېڅکله هم کوم حرام یا ناپاکه شی خولې ته نه دی وروړی.› ۹د اسمان څخه یوځل بیا اواز راغی چې ویل یې: ‹کوم شیان چې خدای حلال ګرځولي دي، ته یې باید حرام ونه ګڼې.› ۱۰درې ځلې داسې وشول او بیا هغه ټول شیان بېرته اسمان ته یووړل شول. ۱۱په هماغه شېبه کې درې تنه چې د قیصریې څخه رالېږل شوي وو، هغه کور ته راورسېدل چې مونږ په کې اوسېدلو. ۱۲روح القدس راته وویل چې په دې هکله اندېښنه مه کوه چې هغوی غیریهودیان دي. بیا دا شپږ ایمانداران هم زما سره لاړل او مونږ ټول د کورنیلیوس کور ته ورننوتلو. ۱۳هغه مونږ ته وویل چې څنګه یې په خپل کور کې یوه فرښته ولیدله چې ولاړه وه او هغه ته یې وویل: ‹یو څوک یافا ته ولېږه او شمعون چې پطروس ورته ویل کیږي، راوله. ۱۴هغه به تاته یو پیغام واوروي چې د هغه په وسیله به ته او ستا ټوله کورنۍ خلاصون ومومئ.› ۱۵کله چې ما خبرې پیل کړې، نو په هغوی باندې روح القدس نازل شو لکه څنګه چې لومړی ځل په مونږ باندې نازل شوی ؤ. ۱۶بیا ما ته را په یاد شول څه چې څښتن عیسی ویلي وو: ‹یحیی به په اوبو باندې د تعمید غسل ورکاوه، خو تاسو ته به په روح القدس د تعمید غسل درکول کیږي.› ۱۷که خدای هغوی ته هماغه نعمت ورکړی دی چې مونږ ته یې په هغه وخت کې راکړ چې په څښتن عیسی مسیح باندې مو ایمان راوړ، نو بیا زه څوک وم چې خدای مې د دې کار نه منع کړی وای؟» ۱۸کله چې هغوی دا خبرې واورېدلې، نو غلي پاتې شول. هغوی د خدای په ثنا او صفت کولو پیل وکړ او ویل یې: «نو بیا خدای حتی غیریهودیانو ته هم دا موقعه ورکړې ده چې توبه وباسي او تلپاتې ژوندون ولري.»

د سوریې په انطاکیه کې کلیسا

۱۹د هغې ځورونې له امله چې د استیفان د مړینې نه وروسته پیل شوه، ځینې ایمانداران خواره واره شول او د فنیقیې، قبرس او انطاکیې پورې لاړل. هغوی خپل پیغام یوازې یهودیانو ته ورساوه. ۲۰خو د قبرس او قیروان ځینې ایمانداران چې انطاکیې ته لاړل، د یونانیانو سره یې هم خبرې وکړې او هغوی ته یې د څښتن عیسی په هکله زېری ورساوه. ۲۱د څښتن قدرت د هغوی سره ؤ او زیات شمېر خلکو ایمان راوړ او د څښتن عیسی پیروان شول.

۲۲دا خبر د اورشلیم کلیسا ته ورسېد او هغوی برناباس انطاکیې ته ولېږه. ۲۳کله چې هغه راورسېده او ویې لیدل چې خدای څنګه خلکو ته برکت ورکړ، نو ډېر خوشحاله شو او هغوی یې وهڅول چې ټول د زړه له کومي څښتن ته وفادار پاتې شي، ۲۴ځکه چې برناباس یو مهربانه سړی او د روح القدس څخه ډک او د ټینګ ایمان خاوند ؤ. په دې ځای کې ډېرو خلکو په څښتن باندې ایمان راوړ. ۲۵بیا برناباس د ترسوس ښار ته لاړ چې شاوول ولټوي. ۲۶چې کله یې شاوول پیدا کړ، نو هغه یې انطاکیې ته راوست او برناباس او شاوول پوره یو کال هلته د ایماندارانو سره یوځای کېدل او ډېرو خلکو ته یې تعلیم ورکاوه. او همدلته په انطاکیه کې ؤ چې د لومړي ځل دپاره ایمانداران د مسیحیانو په نوم یاد شول.

۲۷په همدې وخت کې ځینې پیغمبران د اورشلیم څخه انطاکیې ته راغلل. ۲۸په هغوی کې یو تن چې اګابوس نومېده، ودرېده او د روح القدس په وسیله یې پېشګويي وکړه چې په ټوله نړۍ کې به سخته قحطي راشي. دا قحطي د کلودیوس امپراتور په زمانه کې راغله. ۲۹د انطاکیې ایماندارانو پرېکړه وکړه چې هر یو به د خپل توان سره سم هغو ایماندارانو ته چې په یهودیه کې اوسیږي، مرسته ورلېږي. ۳۰هغوی همداسې وکړل او خپلې مرستې یې د برناباس او شاوول په لاس د اورشلیم د کلیسا مشرانو ته ولېږلې.