ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپږويشتم زبور

د بې ګناه کس دعا

(د داود زبور)

۱ته ښکاره کړه ای څښتنه

چې زه یمه بې ګناه

دې دپاره چې کومه سم کارونه

او په تا باندې توکل کومه بې له شکه

۲کړه امتحان مې ای څښتنه او مې وازمایه

زما د زړه او ذهن دواړو ازمایښت وکړه ته

۳ځکه ستا تلپاتې مینه زما په سترګو کې ده

زه تېرومه خپل ژوند ستا وفادارۍ کې

۴د دروغجنو خلکو ملګرتیا نه کوم

د منافقو هېڅ ملتیا نه کوم

۵زه د بدانو د ناستې نه نفرت کومه

او د بدکارانو سره نه کښېنمه

۶خپل لاسونه زه وینځمه

چې دا وښایم بې ګناه یم

قربانګاه نه دې تاوېږم ای څښتنه

۷په لوړ اواز وایم سندرې

او ادا کوم ستا شکر

بیانومه زه ستا ټول عجیبه کارونه

۸ای څښتنه، هغه کور کې چې ته اوسې په ما ګران دی

هغه ځای کې چې جلال د ستا اوسیږي په ما ګران دی

۹ګناهکارو سره مه تباه کوه ما

د قاتلو له تقدیره ته ساته ما

۱۰هغه خلک چې جوړوي پلانونه تل د بدۍ

چې همېش دې ته تیار وي رشوت واخلي

۱۱خو زه کړم سم کارونه

رحم وکړه ته په ما او نجات راکړه

۱۲زه د ټولو خطرونو نه خوندي یم

په لویه غونډه کې ثنا او صفت به د څښتن کومه