ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

پنځوسم زبور

حقیقي عبادت

(د آساف زبور)

۱کوي خبرې څښتن خدای چې دی مطلق قادر

ټولې دنیا نه خلک راغواړي له ختیځه تر لوېدیځه پورې

۲د صهیون ښار چې په حسن کې کامل دی

ځلیږي خدای ورڅخه

۳زمونږه خدای راځي خو خاموشه نه راځي

د هغه مخکې سوځېدونکی اور وي

او ګیرچاپېره ترې وي سخت توفان

۴ځمکه او اسمان راغواړي د شاهدانو په حیث

چې په خپل قوم باندې د هغه عدالت وویني

۵وایي: «راټول زما وفادار خلک کړئ

د قربانۍ په ورکولو یې چې ما سره لوظ کړی دی»

۶اسمانونه ورکوي دا خبرتیا چې خدای عادل دی

ځکه چې خپله قاضي دی

۷ای زما قومه، زما خبرې واورئ

ای اسراییلو، ستاسو ضد زه شاهدي به وایم

زه یمه خدای، د ستاسو خدای یمه زه

۸د قربانیو په خاطر زه تاسو نه رټمه

او نه د هغو سوځېدونکو نذرانو په خاطر

چې تل یې ماته راوړئ

۹ستاسو د کور غویو ته نه یم محتاج

یا زه شپولو ته د نرانو وزو نه یم احتیاج

۱۰ټول حیوانات چې په ځنګل کې دي هغه زما دي

هم په زرګونو غونډیو ټول څاروي

۱۱پېژنم زه د غرونو ټول مرغان

د پټیو ټول خزندګان زما دي

۱۲که چېرې وږی یم زه تاسو ته یې نه وایمه

ځکه دنیا او چې په کې دي هغه ټول زما دي

۱۳ایا زه خورمه د غویانو غوښې؟

یا د وزو وینې څښم؟

۱۴شکر ادا کړئ د خدای دا ده قرباني د ستاسې

هغه څه ورکړئ خدای تعالی ته

چې منلي مو په نذر کې دي

۱۵د تکلیف په وخت کې ماته فریاد وکړئ

زه به خلاصون درکړمه تاسو لره

ثنا او صفت به کوئ تاسو زما

۱۶خو بدکاره ته خدای داسې وایي:

«دی ستا څه کار چې زما حکمونه وایې؟

زما د لوظ په هکله ته کوې خبرې ولې؟

۱۷اصلاح کېدو څخه انکار کوې ته

زما خبرې غورځوې شاته

۱۸هر غل چې وګورې ملګری یې شې

او یوځای کېږې زناکارو سره

۱۹خلاصوې خوله دې شرارت باندې

بې له درواغو بل څه نه وایې ته

۲۰دې ته تیار یې چې په خپل ورور دې تهمت پورې کړې

او هم د خپلې مور د زوی پسې غیبت وکړې

۲۱دا ټول کارونه تا کول او ما هېڅ ونه ویل

نو ستا دا خیال ؤ چې زه ستا په شان یم

خو اوس به زه تا رټم

او کړم به تا تورن

۲۲تاسو چې زه یمه هېر کړی دې ته غوږ ونیسئ

که نه نو تاسو به زه وداړمه

هېڅوک به نه وي چې مو خلاص کاندي

۲۳څوک چې د مننې قرباني کړي هغه ماته درناوی کوي

هغه چې کړي خپله لاره سمه ورکوم نجات»