ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - څوارلسم فصل

حضرت ابرام لوط ژغوري

۱په هغه وخت کې د شنعار پادشاه امرافل، د الاسار پادشاه اریوک، د عیلام پادشاه کدرلاعمر او د قوئیم پادشاه تدعال ۲لاړل چې د نورو پنځو پادشاهانو یعنې د سدوم د پادشاه بارع، د عمورې د پادشاه برشاع، د ادمه د پادشاه شنعاب، د صبوئیم د پادشاه شمئیبر او د بالع د پادشاه سره (بالع هماغه صوغر دی) جنګ وکړي. ۳دغو پنځو پادشاهانو خپل ځواکونه د سدیم په دره کې چې اوس د ارام دریاب په نوم یادیږي سره یوځای کړل. ۴هغوی دولس کاله د کدرلاعمر د لاس لاندې وو، خو په دیارلسم کال هغوی یاغي شول. ۵په څوارلسم کال کدرلاعمر د هغو پادشاهانو سره چې د ده سره ملګري شوي وو، لاړ او رفائیانو ته یې په عشتروت قرنین، زوزیانو ته یې په هام او ایمیانو ته یې په شاوه قریتین کې ۶او حوریانو ته یې د ادوم په غرنۍ سیمه کې تر ایل فاران پورې چې دښتې ته نژدې دی ماتې ورکړه. ۷بیا هغوی بېرته راوګرځېدل او عین مشفاط ته چې وروسته د قادش په نوم یاد شو راغلل او د عمالیقیانو ټوله خاوره یې فتح کړه او اموریانو ته یې چې په حززون تامار کې اوسېدل ماتې ورکړه.

۸په هغه وخت کې د سدوم، عموره، ادمه، صبوئیم او د بالع (صوغر) پادشاهان ووتل او د سدیم په دره کې یې خپلې جنګي لیکې جوړې کړې ۹ترڅو د عیلام د پادشاه کدرلاعمر، د قوئیم د پادشاه تدعال، د شنعار د پادشاه امرافل او د الاسار د پادشاه اریوک په مقابل کې جنګ وکړي، یعنې څلور پادشاهان د پنځو په مقابل کې. ۱۰د سدیم په دره کې د قیر ډېرې کندې وې. کله چې د سدوم او عمورې پادشاهان د جګړې څخه وتښتېدل، هغوی په دې کندو کې وغورزېدل او پاتې پادشاهان غرونو ته وتښتېدل. ۱۱نو څلورو پادشاهانو د سدوم او عمورې ټول شیان چې په هغو کې د هغوی خواړه هم شامل وو واخیستل او لاړل. ۱۲هغوی د حضرت ابرام وراره لوط هم د هغه د ټول مال او جایداد سره د ځان سره یووړ، ځکه چې هغه په سدوم کې اوسېده.

۱۳یو نفر چې د هغو څخه تښتېدلی ؤ عبراني ابرام ته خبر ورکړ. په دې وخت کې حضرت ابرام هغو لویو ونو ته نژدې چې د اموري ممري پورې یې اړه درلودله اوسېده. ممری او د هغه ورونه اشکول او عانر ټول د حضرت ابرام سره ملګري وو. ۱۴کله چې حضرت ابرام خبر شو چې د هغه وراره نیول شوی دی، نو هغه خپل درې سوه اتلس جنګي نفر راوغوښتل او تر دان پورې په هغو څلورو پادشاهانو پسې شول.

۱۵د شپې په وخت کې حضرت ابرام خپل نفر سره ووېشل چې په دښمن باندې حمله وکړي او هغوی ته یې ماتې ورکړه او تر حوبې پورې چې د دمشق په شمال کې ده ورپسې شول. ۱۶حضرت ابرام هغه ټول سامان چې هغوی لوټ کړی ؤ او د ځان سره یې وړی ؤ بېرته راوګرځاوه. همدارنګه هغه خپل وراره حضرت لوط د هغه د شتمنۍ سره او ښځې او نور بندیان د ځان سره بېرته راوستل.

ملکیصدق حضرت ابرام ته برکت ورکوي

۱۷کله چې حضرت ابرام کدرلاعمر او د هغه سره ملګرو پادشاهانو ته ماتې ورکړه او بېرته راستون شو، د سدوم پادشاه د شاوه د درې پورې (چې د پادشاه د درې په نوم هم یادیږي) د هغه د لیدلو دپاره راغی. ۱۸ملکیصدق د سالیم پادشاه چې د خدای تعالیٰ کاهن ؤ د حضرت ابرام دپاره ډوډۍ او د انګورو شربت راوړل. ۱۹هغه حضرت ابرام ته برکت ورکړ او ویې ویل: <خدای تعالیٰ چې د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکی دی تاته برکت درکړي. ۲۰د خدای تعالیٰ ثناه دې وي چې ستا دښمنان یې تاته تسلیم کړل.> نو حضرت ابرام ملکیصدق ته د هغو شیانو چې هغه بېرته اخیستي وو، لسمه برخه ورکړه.

۲۱د سدوم پادشاه حضرت ابرام ته وویل: <زما ټول خلک بېرته ماته راکړه او شیان دې خپل ځان ته وساته.>

۲۲حضرت ابرام ځواب ورکړ: <زه د څښتن یعنې خدای تعالیٰ په حضور کې چې د ځمکې او اسمانونو پیدا کوونکی دی په کلکه قسم خورم ۲۳چې زه به ستا د شیانو څخه هیڅ شی حتیٰ یو تار یا د څپلۍ تسمه هم وانخلم. داسې نه چې بیا ووایې چې ابرام ما شتمن کړ. ۲۴زه به د خپل ځان دپاره هیڅ شی وانخلم. یوازینی شی چې زه به یې قبول کړم هغه هغه څه دي چې زما خلکو خوړلي دي او د هغه چا برخه چې زما سره تللي وو یعنې د عانر، اشکول او ممري برخه هغوی ته ورکړه.>