ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپږ څلوېښتم زبور

خدای زمونږ سره مل دی

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: په نري اواز د قورح د طایفې سندره)

۱خدای سرپناه دی زمونږ، قوت دی زمونږ

د سختۍ وخت کې زمونږ مرستې ته حاضر دی همېش

۲مونږ به ونه وېرېږو، که ځمکه ولړزیږي

غرونه راپرېوزي د بحرونو تل ته

۳که دریابونه وغړمبیږي، توفاني هم شي

او له دې زوره غرونه ولړزیږي

۴داسې یو سیند دی چې د خدای ښار ته خوښي راولي

سپېڅلی کور چېرته چې دی خدای تعالی په کې

۵خدای په دې ښار کې اوسي، هېڅکله دا وران به نه شي

هغه به یې کړي ساتنه د سباوون په وخت کې

۶قومونه سخت دي په غوغا او پاچاهۍ لړزیږي

خدای کړي اواز لکه د تندر ویلي کیږي دنیا

۷مطلق قادر څښتن دی مل راسره

د یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه

۸راشئ کارونه د څښتن وګورئ

وګورئ څنګه هیبتناک کارونه وکړل په دنیا کې هغه

۹ټوله دنیا کې بندوي جنګونه

لیندې له منځه وړي او نېزې ماتوي

سېځي سپرونه په سور اور باندې

۱۰څښتن وویل: «جنګ بس کړئ

په دې پوه شئ چې زه خدای یم

ټولو قومونو څخه لوړ یمه زه

ټولې دنیا باندې زه لوړ یمه»

۱۱مطلق قادر څښتن دی مل راسره

د یعقوب خدای دی پناه ځای زمونږه