ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - څلوېښتم فصل

حضرت یوسف د بندیانو خوبونه تعبیروي

۱څه موده وروسته د مصر د پادشاه یعنې فرعون د ساقیانو او نانوایانو د مشرانو څخه د پادشاه په مقابل کې غلطي وشوه. ۲فرعون په دې دواړو درباریانو باندې په قهر شو ۳او هغوی یې په هغه زندان کې واچول چې د دربار د ګارډ د قوماندان په کور کې ؤ یعنې په هماغه زندان کې چې حضرت یوسف په کې بندي ؤ. ۴هغوی زیات وخت په زندان کې تېر کړ او د ګارډ قوماندان هغوی حضرت یوسف ته وسپارل او هغه د دوی خدمت کاوه.

۵د ساقیانو او نانوایانو مشرانو چې په زندان کې وو په یوه شپه دواړو خوب ولید او هر یو خوب خپله معنیٰ درلودله. ۶کله چې سهار حضرت یوسف هغوی ته ورغی، ویې لیدل چې هغوی خفه وو. ۷نو هغه ورڅخه پوښتنه وکړه: <تاسو نن ولې دومره خفه یئ؟>

۸هغوی ځواب ورکړ: <مونږ دواړو خوبونه لیدلي دي، مګر څوک نشته چې هغه تعبیر کړي.>

حضرت یوسف هغوی ته وفرمایل: <د خوبونو تعبیرول د خدای کار دی. خپل خوبونه ماته ووایئ.>

۹نو د ساقیانو مشر خپل خوب حضرت یوسف ته بیان کړ. هغه ته یې وویل: <په خوب کې مې خپلې مخې ته د انګورو تاک ولید. ۱۰په تاک کې درې څانګې وې. څنګه چې غوټۍ یې وکړې نو هغه وغوړېدلې او د انګورو وږي پاخه شول. ۱۱د فرعون پیاله مې په لاس کې وه. نو انګور مې واخیستل او په پیاله کې مې وزبېښل او پیاله مې د فرعون په لاس کې ورکړه.>

۱۲حضرت یوسف وفرمایل: <د هغه تعبیر دا دی: درې څانګې درې ورځې دي. ۱۳په دې درې ورځو کې به فرعون تا ازاد کړي او وبه دې بخښي او بېرته به دې په خپل کار باندې مقرر کړي. ته به د پخوا په شان لکه څنګه چې د هغه ساقي وې، د فرعون پیاله به د هغه په لاس کې ورکوې. ۱۴خو کله چې داسې وشي، ما در په یاد کړه او زما سره احسان وکړه. فرعون ته زما په باره کې یادونه وکړه او له دې زندان څخه مې وباسه. ۱۵ځکه چې زه د عبرانیانو د وطن څخه په زور تښتول شوی یم او دلته مې هم هیڅ داسې کار نه دی کړی چې ما دې په زندان کې واچوي.>

۱۶کله چې د نانوایانو مشر ولیدل چې ښه تعبیر دی، نو حضرت یوسف ته یې وویل: <ما هم خوب ولیده چې د ډوډیو درې ټوکرۍ مې په سر وې. ۱۷په پاسنۍ ټوکرۍ کې د فرعون دپاره هر قسم ډوډۍ وې او مرغانو به هغه د دې ټوکرۍ څخه خوړلې.>

۱۸حضرت یوسف په ځواب کې وفرمایل: <د دې تعبیر دا دی: درې ټوکرۍ درې ورځې دي. ۱۹په دې درې ورځو کې به فرعون ستا سر پرې کړي او تا به په ونه کې ځوړند کړي او مرغان به ستا غوښه وخوري.>

۲۰په دریمه ورځ د فرعون د زېږېدلو کالیزه وه. هغه خپلو درباریانو ته مېلمستیا ورکړه او د ساقیانو او نانوایانو مشران یې ازاد کړل او د خپلو درباریانو په مخکې یې حاضر کړل. ۲۱هغه د ساقیانو مشر په خپل پخواني کار باندې مقرر کړ او پیاله یې یو ځل بیا د فرعون په لاس کې ورکړه. ۲۲مګر د نانوایانو مشر یې په دار وخېژاوه، لکه څنګه چې حضرت یوسف هغوی ته تعبیر کړی ؤ. ۲۳د ساقیانو مشر حضرت یوسف رایاد نه کړ او هغه یې بېخي هېر کړ.