يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - شپږ څلوېښتم باب

د مِصر شکست

۱مالِک خُدائ د غېر‌يهوديانو په حقله يرمياه نبى ته پېغام ورولېږلو. ۲کوم پېغام چې د مِصر په حقله وو هغه دا وو چې، د يهوداه بادشاه يهويقيم د يوسياه د زوئ د بادشاهۍ په څلورم کال، د کرکميس د جنګ په موقع کله چې فِرعون نِکوه د مِصر بادشاه او د هغۀ فوجيانو د فرات د سيند سره نزدې د بابل بادشاه نبوکدنضر نه شکست وخوړو. ۳”خپل غټ او واړۀ ډالونه تيار کړئ او د جنګ دپاره راوځئ. ۴خپل آسونه زين کړئ او ورباندې سوارۀ شئ. صفونه جوړ کړئ او د جنګ ټوپۍ په سر کړئ. خپلې نېزې تېرې کړئ، او زغره واچوئ. ۵خو زۀ څۀ ګورم؟ چې په مِصرى فوجيانو باندې د يرې نه دهشت راغلے دے او هغوئ د يرې نه لګيا دى په شا کيږى، د هغوئ فوجيانو شکست وخوړلو. او په وارخطايۍ سره په مخه تښتى او هغوئ وروستو نۀ ګورى، او د هرې خوا نه په هغوئ باندې يره خوره شوې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى. ۶تېزه منډه وهونکے هم نۀ شى تښتېدلے، او نه تکړه فوجى تښتېدلے شى. او هغوئ په شمال کښې د فرات د سيند سره، تيندک خورى او راغورزيږى. ۷څوک دے دا چې لکه د نيل درياب په شان موجونه وهى، لکه د هغه سيند په شان چې اوبۀ يې په بره موجونه وهى او ټوله زمکه لاندې کوى؟ ۸دا د مِصر فوج دے چې د نيل درياب په شان راوچت شوے دے او لافې وهى چې زۀ به راوچت شم او د سېلاب په شان به ټوله زمکه پټه کړم، زۀ به ټول ښارونه تباه کړم او په هغې کښې ټول خلق به هلاک کړم. ۹اے آسونو او جنګى ګاډو روان شئ، اے د مِصر تکړه سپاهيانو په دشمن حمله وکړئ، اے د ايتهوپيا، ليبيا، خلقو ډال راواخلئ او د لِديه خلقو څوک چې په غشو ليندو کښې تکړه يې. ۱۰ځکه چې دا د مالِک خُدائ ربُ الافواج ورځ ده، د انتقام ورځ، ځکه چې هغه به د خپلو دشمنانو نه انتقام واخلى. د هغۀ تُوره به تر هغې خوړل کوى ترڅو پورې چې مړه شوى نۀ وى، او ترڅو چې د هغوئ په وينو تنده ماته نۀ کړى. په نن ورځ به هغوئ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ پاک ته په شمال کښې د فرات د سيند سره د قربانۍ په شان پېش کړے شى. ۱۱اے د مِصر پېغلې لورې، جِلعاد ته لاړه شه او هلته دارو ولټوه. خو ستاسو رنګارنګ دوائى به تاسو ته شفا درنۀ کړى. ۱۲قومونه به ستاسو د شرم په حقله خبر شى. زمکه به ستاسو دردناکه ژړا ډکه کړى. ستا تکړه فوجيان به په يو بل تيندک وخورى، او په يو ځائ به راپرېوځى.“

په مِصر د نبوکدنضر حمله کول

۱۳دا هغه خبر دے چې مالِک خُدائ د يرمياه نبى په وسيله د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د راتلو او د هغۀ په مِصر باندې د حملې په حقله ورکړو، ۱۴”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى. ۱۵ستاسو جنګيالى ولې راغورزېدلى دى؟ هغوئ د مالِک خُدائ مخې ته نۀ شى ټينګېدلے ځکه چې هغه به هغوئ راوغورزوى. ۱۶هغوئ به ټول تيندکونه خورى، او هغوئ به په يو بل راغورزيږى. هغوئ به يو بل ته وائى، پاڅه، راځئ چې خپلو خلقو او خپل مُلکونو ته واپس لاړ شُو، چرته به چې مونږ د ظالم د تُورې نه بچ شُو. ۱۷نو هغوئ به وائى چې د مِصر بادشاه فِرعون خو تش په خولۀ لوئيږى، هغۀ نه اوس خپله موقع خطا شوې ده. ۱۸د دُنيا بادشاه د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى چې، يو کس څوک چې د مِصر خلاف راروان دے هغه لکه څنګه چې د تبور غر لوړ دے، او لکه څنګه چې د کرمل غر د سمندر په غاړه لوړ دے. ۱۹اے د مِصر اوسېدونکو، خپل مال حال راواخلئ او د جلاوطنۍ دپاره تيار شئ، ځکه د ميمفِس ښار به تباه او کنډرې شى، او يو کس به هم په کښې نۀ اوسيږى. ۲۰مِصر لکه د يوې ځوانې سخۍ په شان ښائسته دے، خو د شمال د خوا نه د هغۀ خلاف د غوباړى په شان مچ راروان دے. ۲۱د مِصر د کرايه فوجيان لکه د کمزورو سخو په شان دى. هغوئ به هم په يو ځائ راوګرځى او په شريکه به وتښتى، هغوئ به په خپل ځائ باندې ونۀ دريږى. ځکه چې په هغوئ د تباهۍ او افت ورځ راروانه ده، دا د هغوئ دپاره د سزا ورکولو ورځ ده. ۲۲مِصر به لکه د مار په شان کشار وکړى او په وروستو به وتښتى کله چې د دشمن فوج ورباندې حمله وکړى، هغوئ به د دوئ خلاف تبر په لاس راشى او په دوئ به داسې حمله وکړى لکه څنګه چې يو سړے ونې وهى. ۲۳مالِک خُدائ فرمائى چې، هغوئ به د مِصر خلق د ځنګلى ونو په شان ووهى، ځکه چې د هغوئ شمېر د مُولخانو نه هم ډېر بې‌شمېره دے. ۲۴د مِصر خلق به وشرميږى، او د شمال خلقو ته به حواله کړے شى.“ ۲۵مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به امون د مِصر د تيبس معبود او د مِصر نورو معبودانو ته سزا ورکړم. زۀ به د مِصر بادشاهانو او فِرعون ته او هغوئ ټولو ته سزا ورکړم څوک چې په هغۀ يقين کوى. ۲۶مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ هغه خلقو ته حواله کړم څوک چې دوئ وژل غواړى، نبوکدنضر د بابل بادشاه او د هغۀ آفسرانو ته. خو وروستو به مِصر کښې د وړاندې په شان خلق بيا آباد شى. دا مالِک خُدائ فرمائى.“

مالِک خُدائ اِسرائيل بچ کوى

۲۷”اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، اے اِسرائيله مۀ يرېږه. زۀ به تاسو د هغه لرې مُلک نه دوباره خپلو کورونو ته راولم، چرته چې تاسو جلاوطن شوى يئ. ستا اولاد به زۀ خپلو کورونو ته د جلاوطنۍ نه واپس راولم. يعقوب به دوباره خپل مُلک ته راشى او په امن او سکون سره به ژوند کوى، او تاسو به څوک هم نۀ يروى. ۲۸مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بې‌سزا نۀ پرېږدم.“