ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - څلورویشتم فصل

داود او سر شمېرنه

(اول تواریخ ۲۱: ۱ - ۲۷)

۱څښتن یو ځل بیا په اسراییلو باندې په قهر شو او داود یې د هغوی په ضد راوپاراوه چې سختي او تکلیف ورباندې راولي. څښتن هغه ته وویل: <لاړ شه او د اسراییلو او یهودا خلک وشماره.> ۲نو داود د خپلو لښکرو قوماندان یوآب ته حکم وکړ: <د خپلو عسکري منصبدارانو سره د اسراییلو په ټولو قبیلو کې په شمال کې د دان څخه، په جنوب کې تر بئرشبع پورې وګرځه او خلک وشماره. زه غواړم پوه شم چې هغوی څومره دي.>

۳مګر یوآب پادشاه ته ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! ستاسو څښتن خدای دې د اسراییلو د قوم شمېر د اوسني شمېر څخه سل چنده زیات کړي او تاسو دې ژوندي اوسئ چې هغه ووینئ. مګر اعلیحضرته! ولې تاسو غواړئ چې دا کار وکړئ؟>

۴خو پادشاه یوآب او د هغه عسکري منصبداران مجبور کړل چې د هغه امر ته غاړه کېږدي. نو هغوی د پادشاه د حضور څخه روان شول چې د اسراییلو خلک وشماري.

۵هغوی د اردن د سیند څخه پورې وتل او خپل کار یې د عروعیر څخه او د یو بل ښار چې د درې په منځ کې ؤ پیل کړ. بیا وروسته هغوی د جاد د سیمې څخه تېر شول او شمال خوا یعزیر ته لاړل. ۶هغوی جلعاد او د تحتیم حدشي سیمې ته لاړل او دان یعن ته ورسېدل، بیا وروسته لوېدیځ خواته تاو شول او صیدون ته ورسېدل. ۷وروسته بیا هغوی جنوب خواته د صور قوي شوي ښار او د حویانو او کنعانیانو ټولو ښارونو ته لاړل. په پای کې د یهودا جنوبي خواته تر بئرشبع پورې لاړل. ۸هغوی په نهو میاشتو او شلو ورځو په ټول هېواد کې وګرځېدل او بېرته اورشلیم ته راستانه شول. ۹هغوی پادشاه ته د هغو نفرو د شمېر راپور ورکړ چې جنګ یې کولی شو. په اسراییلو کې اته لکه او په یهودا کې پنځه لکه نفره وو.

۱۰خو وروسته له هغې چې داود سر شمېرنه واخیسته د هغه وجدان ناارامه شو او څښتن ته یې وویل: <په دې کار سره ما ډېره سخته ګناه وکړه! نو ای څښتنه، زه تاته زاري کوم چې د خپل غلام ګناه وبخښه ځکه چې ما ډېر احمقانه کار کړی دی.>

۱۱په راتلونکي سهار، مخکې له دې چې داود له خوبه راپاڅي څښتن جاد ته چې د داود نبي ؤ ویلي وو: ۱۲<لاړ شه او داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: زه تاته د دریو سزاګانو د ټاکلو اختیار درکوم، د هغو څخه یو وټاکه چې هغه ستا په ضد ترسره کړم.>

۱۳نو جاد داود ته ورغی او څه چې څښتن ورته ویلي وو هغه یې بیان کړل. پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <له دغو څخه دې کومه یوه وي؟ آیا درې کاله دې ستا په هېواد کې قحطي وي، یا درې میاشتې د خپلو دښمنانو څخه تېښته او یا به درې ورځې ستا په هېواد کې وبا وي؟ اوس په دې هکله فکر وکړه او راته ووایه چې بېرته څښتن ته څه ځواب یوسم.>

۱۴داود جاد ته په ځواب کې وویل: <زه په ډېر لوی مصیبت کې یم، مګر نه غواړم چې د خلکو له خوا سزا ووینم. پرېږده چې څښتن په خپله مونږ ته سزا راکړي ځکه چې هغه ډېر مهربان او رحیم دی.>

۱۵نو څښتن په هغه سهار په اسراییلو باندې وبا نازله کړه او تر هغه وخته پورې یې دوام وکړ چې هغه ټاکلی ؤ. د دان څخه تر بئرشبع پورې اویا زره خلک مړه شول. ۱۶کله چې د څښتن فرښته نژدې وه چې اورشلیم له منځه یوسي، څښتن خپله اراده خلکو ته د سزا ورکولو په هکله بدله کړه او هغې فرښتې ته چې هغوی یې وژل وویل: <ودرېږه! بس دی!> په دې وخت کې د څښتن فرښته د یبوسي ارونه د درمند ځای سره وه.

۱۷کله چې داود هغه فرښته ولیدله چې خلک یې وژل نو څښتن ته یې وویل: <زه ګناهکار یم. ما ګناه کړې ده، دا خلک لکه د بې ګناه پسونو په شان دي. هغوی څه کړي دي؟ مهرباني وکړه ما او زما کورنۍ ته سزا راکړه.>

داود د قربانۍ ځای جوړوي

۱۸په هماغه ورځ جاد داود ته ورغی او ورته ویې ویل: <د یبوسي ارونه درمند ځای ته لاړ شه او هلته د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړه.> ۱۹نو داود لکه څنګه چې څښتن د جاد په وسیله امر کړی ؤ هغه ځای ته لاړ. ۲۰کله چې ارونه وکتل، پادشاه او د هغه نفر یې ولیدل چې د ده خواته راروان دي. هغه راووت او د پادشاه په مخکې د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.

۲۱ارونه پوښتنه وکړه: <اعلیحضرته، تاسو ولې ماته راغلئ؟>

داود ځواب ورکړ: <زه د دې دپاره راغلی یم چې ستا درمند ځای په بیه واخلم او په هغه کې د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړم. ځکه زه غواړم چې وبا بنده شي.>

۲۲ارونه وویل: <اعلیحضرته! هرڅه چې تاسو غواړئ هغه واخلئ او څښتن ته یې وړاندې کړئ. دا دي غوایان د سوزېدونکې قربانۍ دپاره او دا دي د هغوی جغونه او د غوبل کولو څپرونه چې د سوزولو د موادو په توګه ورڅخه کار واخیستل شي. ۲۳ای پادشاه، دا ټول تاسو ته درکوم.> همدارنګه ارونه پادشاه ته وویل: <ستاسو څښتن خدای دې قبول کړي.>

۲۴مګر پادشاه ارونه ته په ځواب کې وویل: <نه، زه په دې باندې ټینګار کوم چې د هغې بیه درکړم. زه به خپل څښتن خدای ته هغه سوزېدونکې قربانۍ وړاندې نه کړم چې ماته وړیا تمامې شوې وي.> نو داود هغه درمند ځای او غوایان په پنځوس مثقاله سپینو زرو باندې واخیستل. ۲۵بیا داود په هغه ځای کې څښتن ته د قربانۍ ځای جوړ کړ او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې. نو څښتن د هېواد دپاره د هغه دعا قبوله کړه او په اسراییلو باندې وبا بنده شوه.