ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

دوه اويايم زبور

د پاچا دپاره دعا

(د سلیمان زبور)

۱خدایه ورکړه ته پاچا ته خپل انصاف

د پاچا زوی ته په برخه عدالت کړه

۲ترڅو ستا قوم باندې په عدالت سره حکومت وکاندي

او د بې وزله سره وکړي انصاف

۳غرونه به راوړي سوکالي خلکو ته

غونډۍ به راوړي د نېکۍ مېوه

۴د قوم غریبو سره وبه کړي هغه انصاف

محتاجو خلکو ته به ورکړي نجات

او ظالمان به رېزمرېز کړي

۵څو چې لمر او سپوږمۍ وي په دې جهان

تل ترتله د یو نسل نه تر بله

خدایه ستا ولس به ستا ځینې وېریږي

۶پاچا به اوسي د باران په شان چې اوري په پټیو باندې

لکه شېبه باران چې ځمکې ته اوبه ورکوي

۷عادلان به وده وکړي د هغه دوران کې

ترڅو سپوږمۍ وي په اسمان کې وي به سوله هلته

۸وبه رسیږي پاچاهي د هغه

د ختیځې بحیرې نه تر لوېدیځې پورې

او د فرات له سیند نه د دنیا تر بله سره

۹د بیابان خلک به یې په مخکې په سجده پرېوځي

دښمنان به یې راپرېوزي پړمخې خاورو باندې

۱۰پاچاهان به د ترشیش او جزیرو ورته راوړي باجونه

ورته راوړي به سوغاتونه د شیبا او د سیبا پاچاهان

۱۱ټول پاچاهان به یې په مخکې خپل سرونه ټیټ کړي

او ټول قومونه به یې کاندي خدمت

۱۲چې غریب خلک ورنه کله هم کومک وغواړي

ورته نجات ورکوي

او کوي مرسته د غریبو او بې کسو سره

۱۳په ضعیفانو او محتاجو باندې رحم کوي

څوک چې محتاج وي هغه یې ژوند بچ کوي

۱۴خلاصوي هغوی د ظلم او د جبر

ځکه چې وینه یې قیمتي ده ورته

۱۵عمر دې زیات وي د شاه!

ورته نصیب دې شي طلا د شیبا

دعا د خلکو دې وي تل ورسره

برکتونه دې د خدای وي همېشه ورسره

۱۶وي دې په ځمکه د غلو پرېماني

په حاصلاتو دې تپې پټې وي

وي دې مېوې یې د لبنان په شانتې

ښارونه ډک دې وي د خلکو ځینې

لکه چې ځمکې وي واښو نه ډکې

۱۷هېڅکله هېر دې نه شي نوم د هغه

وي برقرار دې لکه لمر په شان شهرت د هغه

برکت دې ورته ورکړل شي

ټولو قومونو ته د خدای له خوا نه

هغوی به هغه مبارک وبولي

۱۸ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته

یوازې هغه دی چې کړي دا عجیبه کارونه

۱۹د جلال ډک نوم د هغه دې مبارک وي همېش

ډک دې شي ټول جهان د ده په جلال

امین! امین!

۲۰د یسي د زوی داود دعاګانې په همدې ځای کې پای ته ورسېدلې.