ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او پينځۀ دېرشم زبور

د ثنا او صفت سندره

۱ثنا او صفت دې وي څښتن ته!

ثنا او صفت وکړئ د هغه د نامه

ای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئ

۲ای هغو خلکو چې خدمت کوئ

د څښتن په کور کې

په حوېلۍ کې زمونږ د خدای د کور

۳د څښتن ثنا او صفت وکړئ

ځکه چې نېک دی هغه

ثنا او صفت یې د نامه وکړئ په سندرو سره

ځکه چې خوند کوي

۴ځکه هغه خوښ کړی دی یعقوب د خپل ځان دپاره

د اسراییلو خلک چې شي د هغه خپل ملکیت

۵لوی دی څښتن په دې پوهېږمه زه

لوی دی څښتن زمونږه

له نورو ټولو خدایانو څخه

۶څښتن کوي هغه څه چې څه یې خوښه وي

که په اسمان کې وي یا وي په ځمکه باندې

که دریابونو کې وي یا یې په تل کې وي

۷راولي ورېځې د دنیا له اخر سره څخه

برېښنا رالېږي د بارانه سره

او له خپلو ذخیرو نه رالېږي بادونه

۸اولني زېږېدل شوي یې د مصریانو مړه کړل

هم د انسانانو او حیواناتو

۹هغه په مصر کې ښکاره کړې معجزې

او ویې کړل عجیبه کارونه

د فرعون او د هغه د ټولو درباریانو په ضد

۱۰هغه له منځه یووړل ډېر قومونه

او هغه مړه کړل زورور پاچاهان

۱۱یعنې سیحون د اموریانو پاچا

عوج د باشان پاچا

او د کنعان ټول پاچاهان

۱۲د هغوی هېوادونه یې خپل قوم ته

په میراث کې ورکړل

یعنې اسراییلو ته چې د هغه خپل قوم ؤ

۱۳څښتنه، نوم به دې همېش یادیږي

او یادوي به ټول نسلونه تا

۱۴څښتن کوي به دفاع له خپلو خلکو څخه

هغه به رحم کوي خپل خادمانو باندې

۱۵د نورو قومونو بتان جوړ دي

له سرو او سپینو زرو څخه

هغه جوړ شوي د انسان په لاسو

۱۶د هغوی خولې شته، خو خبرې پرې کولای نه شي

سترګې یې شته، خو پرې لیدلی نه شي

۱۷غوږونه یې شته، خو پرې اورېدلی نه شي

په خپلو خولو باندې ساه اخیستلی نه شي

۱۸چې جوړوي څوک هغه او څوک چې باور پرې لري

هغوی دې شي هغو بتانو په شان چې جوړوي هغه

۱۹ای د اسراییلو قومه، ووایئ ثنا د څښتن

ای د هارون کورنۍ، د هغه ثنا ووایئ

۲۰ای د لاوي قبیلې، ووایئ ثنا د څښتن

ای ټولو خلکو چې کړئ وېره له څښتنه

ووایئ ثنا د څښتن

۲۱په صهیون کې د څښتن ثنا او صفت ووایئ

د هغه چا چې اوسیږي اورشلیم کې

د څښتن ثنا او صفت وکړئ!