ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپږ نوييم زبور

خدای تر ټولو لوی پاچا

(لومړی تواریخ ۱۶: ۲۳ - ۳۳)

۱څښتن ته ووایئ یوه نوې سندره

ای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسې

۲څښتن ته ووایئ سندره او ستاینه یې د نوم وکړئ

اعلان کړئ هره ورځ دا زېری

چې نجات یې دی راکړی مونږ ته

۳قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغه

ټولو خلکو ته اعلان کړئ

د هغه ډېر عجیبه کارونه

۴ځکه چې لوی دی څښتن

او ډېر لایق دی د ثنا او صفت

ټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي د ده

۵نورو قومونو ټول خدایان دي بې ګټې بتان

خو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه

۶دی راچاپېره جلال او لویي له هغه څخه

سپېڅلی کور د هغه ډک دی له قوت او ښایست

۷وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکو

هم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت

۸د څښتن د جلالي نوم ستاینه وکړئ

د هغه دربار ته راشئ او نذرانه راوړئ

۹کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه

ای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکې

۱۰تاسو خبر کړئ ټول قومونه د نړۍ

چې دی څښتن پاچا!

نړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نه

او قضاوت به د قومونو کړي انصاف باندې

۱۱پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او ځمکه وکړي خوښي

شي دریاب په غړمبار دې خپلو ټولو مخلوقاتو سره

۱۲شي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سره

د ځنګل ټولې ونې به بیا ووهي د خوشحالۍ چیغې

۱۳کله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتن

نو په انصاف سره به وکړي قضاوت د نړۍ

او قضاوت د ولسونو عدالت باندې