ختیځ افغانستان
EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه - دیارلسم فصل

دوه ځناور

۱بیا ما ولیدل چې یو ځناور د بحر نه راووت چې لس ښکرونه او اووه سرونه یې لرل. د هغه په هر ښکر باندې یو تاج ؤ او په هر سر باندې یې کفري نومونه لیکل شوي وو. ۲هغه ځناور چې ما ولید د پړانګ په شان ؤ او پښې یې د اېږې او خوله یې د زمري په شان وه. ښامار هغه ته خپل قدرت، تخت او ډېر واک او اختیار ورکړ. ۳ما ولیدل چې د هغه ځناور یو سر د مرګ ګوزار خوړلی ؤ، خو د هغه زخم جوړ شوی ؤ. ټوله نړۍ حیرانه وه او د هغه ځناور پسې روانه شوه. ۴خلکو هغه ښامار ته عبادت وکړ، ځکه چې هغه خپل واک او اختیار هغه ځناور ته ورکړی ؤ. هغوی هغه ځناور ته هم عبادت وکړ او ویل یې: «څوک د دې ځناور په شان زورور دی؟ څوک کولای شي چې د هغه سره جنګ وکړي؟»

۵هغه ځناور ته اجازه ورکړل شوه چې کبرجنې خبرې وکړي او کفر ووایي او هغه ته واک او اختیار ورکړل شو چې تر دوه څلوېښتو میاشتو پورې حکومت وکړي. ۶هغه خپله خوله خلاصه کړه چې د خدای په خلاف کفر ووایي. هغه د خدای نوم، د هغه استوګنځي او هغو کسانو ته چې په اسمان کې اوسیږي، کفر وویل. ۷هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د خدای د خلکو سره وجنګیږي او په هغوی باندې بریالی شي او په ټولو قبیلو، قومونو، ژبو او ملتونو باندې حکومت وکړي. ۸ټول خلک چې د ځمکې په مخ ژوند کوي د هغه عبادت به کوي، بې له هغو کسانو څخه چې نومونه یې د پیدایښت نه مخکې د هغه حلال شوي وري د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي. ۹څوک چې غوږونه لري هغه دې واوري:

۱۰هغه څوک چې اسیر کیږي

هغه به اسیر شي

چې په توره وژل کیږي هغه څوک

هغه به ووژل شي توره باندې

دا په دې معنی ده چې د خدای سپېڅلي خلک باید په صبر او زغم سره وفادار پاتې شي.

۱۱بیا ما یو بل ځناور ولیده چې د ځمکې نه راووت. هغه د وري په شان دوه ښکرونه لرل او د ښامار په شان یې خبرې کولې. ۱۲هغه د لومړني ځناور په شتون کې د هغه د ټول واک او اختیار څخه کار اخیسته او ټوله ځمکه او د هغې اوسېدونکي یې دې ته مجبورول چې د هغه اولني حیوان عبادت وکړي چې وژونکی زخم یې جوړ شوی ؤ. ۱۳هغه لویې معجزې ښودلې، تر دې پورې چې د خلکو په مخکې یې د اسمان نه په ځمکه باندې اور ووراوه. ۱۴هغه په هغو معجزو سره چې اجازه ورکړل شوې وه چې د اولني ځناور په حضور کې یې وښایي، د ځمکې اوسېدونکي غولول. هغوی ته یې ویل چې د هغه اولني ځناور مجسمه جوړه کړي چې په توره باندې زخمي شوی ؤ او تر اوسه لا ژوندی دی. ۱۵هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د اولني ځناور په مجسمه کې ساه واچوي چې خبرې وکړي او وکولای شي هغه خلک ووژني چې د هغې مجسمې عبادت نه کوي. ۱۶هغه ټول خلک د کوچنیو نه نیولې تر لویانو، شتمنو نه تر غریبو، ازادو نه تر غلامانو پورې مجبورول چې په خپل ښي لاس یا تندي باندې یوه نښه ولګوي. ۱۷هېچا نه شو کولای چې څه شی واخلي او یا یې خرڅ کړي، ترڅو پورې چې هغه نښه یا د هغه ځناور د نوم شمېره پرې نه وي لګېدلې چې د هغه د نوم څرګندونه کوي. ۱۸د دې دپاره پوهه او حکمت په کار دی. نو څوک چې پوه وي باید د هغه ځناور د شمېرې په معنی پوه شي، ځکه چې دا د انسان شمېره ده. هغه شمېره ده ۶۶۶.