يوسفزئ

کوچنۍ پیغمبر

د حضرت زکرياه نبى کِتاب - يوولسم باب

مالِک خُدائ به طاقتور مُلکونه رانسکور کړى

۱خپلې دروازې کولاو کړه، اے لبنانه، چې اور ستا د دِيار ونې وسوزوى. ۲فرياد وکړه، اے د نختر ونې، ځکه چې د دِيار ونې راغورزېدلې دى، هغه د شان او شوکت والا ونې تباه شوې دى. فرياد وکړئ، اے د بسن د څېړو ونو، ګڼ ځنګلونه هم ختم شول. ۳د قوم شپونکو فرياد ته غوږ ونيسئ، د هغوئ د څرن شنۀ ځايونه تباه شول. د زمرو غړمبار ته غوږ ونيسئ، د اُردن ګڼ ځنګلونه تباه شول.

دوه شپونکى

۴مالِک خُدائ زما خُدائ پاک دا فرمائى، ”هغه ګډې وڅروه چې د حلالې دپاره نښه شوې دى. ۵د دې اخستونکى دا حلالې کړى او سزا ورته مِلاو نۀ شى. چې څوک يې خرڅوى هغوئ وائى، د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى، مونږ مالداره شُو. د دې خپل شپونکى په دې رحم نۀ کوى. ۶نو زۀ به هم نور د دې مُلک په خلقو رحم ونۀ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به هر يو خپل ګاونډى ته او خپل بادشاه ته حواله کړم. هغوئ به په مُلک ظلم وکړى، او زۀ به دوئ د هغوئ د لاسونو نه بچ نۀ کړم.“ ۷نو ما د هغه ګډو شپونتوب وکړو چې د حلالولو دپاره نښه کړے شوى دى، په خاص طور مظلومې ګډې. بيا ما دوه چوکې واخستې چې يوه ”فضل“ او بله ”اتفاق“ بلل کېده، او ما پرې د ګډو شپونتوب وکړو. ۸په يوه مياشت کښې ما د قوم د درې شپونکو نه ځان خلاص کړو. خو ګډو ما نه نفرت وکړو، او زۀ د هغوئ نه تنګ شوم ۹او ومې وئيل، ”زۀ به نور ستاسو شپون نۀ يم. پرېږدئ چې کومې مرى هغه دې مړې شى، او چې کومې تباه کيږى هغه دې تباه شى. پرېږدئ چې کومې پاتې شى هغه دې د يو بل غوښې وخورى.“ ۱۰بيا ما خپله امسا واخستله چې نوم يې ”فضل“ وو او ماته مې کړه، او هغه لوظ مې مات کړو چې ما ټولو قومونو سره کړے وو. ۱۱دا هم په هغه ورځ مات شو. او د ګډو سوداګرو چا چې ما ته کتل پوهه شول چې دا د مالِک خُدائ کلام دے. ۱۲ما هغوئ ته ووئيل، ”کۀ تاسو سوچ کوئ چې دا ښۀ دى، ما ته خپله مزدورى راکړئ، خو کۀ ښۀ نۀ وى، نو ځان سره يې کړئ.“ نو هغوئ ما له دېرش د سپينو زرو سيکې مزدورى راکړه. ۱۳او مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”دا په خزانه کښې ورغورزوه.“ دا اوچت قيمت دے کوم قيمت چې هغوئ زما ولګولو، بيا ما دا دېرش د سپينو زرو سيکې واخستلې او د مالِک خُدائ د کور په خزانه کښې مې وروغورزولې. ۱۴بيا ما خپله دوېمه امسا ماته کړه چې نوم يې ”اتفاقى“ وو، او د يهوداه او د اِسرائيل په مينځ کښې ورورولى مې ماته کړه. ۱۵بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د کم عقل شپون سامان يو ځل بيا راواخله. ۱۶ځکه چې زۀ يو شپون راولم په دې مُلک چې هغه به د ورک شوو پرواه نۀ کوى، يا به خوارۀ شوى نۀ لټوى، يا به زخمى شوو له شفا نۀ ورکوى، نۀ به صحتمندو له خوراک ورکوى، خو هغه به د څُرب ګډانو غوښه خورى او د دوئ سومونه به وشلوى. ۱۷افسوس دې په بې‌کاره شپون وى، چې رمه پرېږدى. تُوره دې د هغۀ لاس او د هغۀ ښۍ سترګه ووهى. د هغۀ لاس دې مکمل اوچ شى، او د هغۀ ښۍ سترګه دې بلکل ړنده شى.“