يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - دوويشتم باب

د اليفز وېنا

۱بيا تيمانى اليفز جواب ورکړو، ۲”بنى آدم خُدائ پاک له څۀ فائده ورکولے شى؟ د ټولو نه هوښيار کس هم د هغۀ مدد کولے شى څۀ؟ ۳د قادر خُدائ دپاره به څۀ خوشحالى وى کۀ تۀ صادق شې، کۀ ته خپل عملونه صفا کړې نو هغۀ له به څۀ فائده ورکړى؟ ۴چې تۀ پرهيزګار يې نو ځکه هغه په تا اِلزام لګوى او ولې ستا خِلاف د عدالت نه کار اخلى څۀ؟ ۵نه، هغه وجه ده چې ستا بدعملى زياته ده او ستا د ګناهونو ختمېدل نشته. ۶لکه چې تا د خپلو وروڼو نه د قرض پېسې په زور اخستې دى، او تا د هغوئ نه جامې ويستې دى او بربنډ دې پرېښى دى. ۷تا تږو کسانو له اوبۀ نۀ دى ورکړې، او تا د نهَرو کسانو نه روټۍ ايساره کړې ده. ۸تا د خپل طاقت او حيثيت نه کار واخستلو او په ټول مُلک دې قبضه وکړه. ۹تا کونډې تش لاس لېږلې دى، او يتيمان دې نااُميده کړى دى. ۱۰نو په دې وجه ستا نه ګېرچاپېره دامونه دى، او يوه ناڅاپه يره به په تا باندې غالبه شى، ۱۱يا يوه داسې تيارۀ چې تۀ نور هيڅ نۀ شې ليدلے، د اوبو يو سېلاب به تا پټ کړى. ۱۲پاس په آسمانونو کښې خُدائ پاک نشته څۀ؟ پاس ستورى وګوره چې څومره اوچت دى. ۱۳نو دا ځکه تۀ وائې چې تۀ څۀ کوې نو خُدائ پاک ته پته نۀ لګى، هغه په توره وريځ کښې پټ دے نو هغه څنګه عدالت کولے شى؟ ۱۴تکه توره وريځ د هغۀ نه تاو شى نو هغه کتل نۀ شى کولے، او هغه په عرش باندې مزل کوى. ۱۵تۀ به په هغه زړو لارو ځې څۀ، چې په کومو باندې بدعمله کسان تلل؟ ۱۶د هغوئ دوران راتلو نه مخکښې سېلاب هغوئ لاهو کړل. ۱۷هغوئ خُدائ پاک ته وئيلى وُو چې زمونږ نه قلار شه، او داسې يقين يې لرلو چې قادر خُدائ د هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے. ۱۸خو بيا هم هغه خُدائ پاک وو چې دوئ يې مالداره کړل، نو ځکه زۀ د بدعمله خلقو په خيالونو هيڅ غرض نۀ ساتم. ۱۹صادقان د بدعمله تباهى ګورى او خوشحاليږى، خو بې‌ګناه کسان دوئ پورې خندا کوى. ۲۰وائى چې زمونږ دشمنان څنګه تباه شوى دى، او چې د هغوئ څۀ پاتې وُو هغه اور تباه کړى دى. ۲۱خُدائ پاک ته خپل ځان حواله کړئ، او د هغۀ سره روغه وکړئ، او ستاسو هر کار به سم وى. ۲۲د هغۀ په تعليماتو عمل کوئ، او د هغۀ خبرې زړۀ ته کوزې کړئ. ۲۳کۀ تاسو قادر خُدائ ته راواپس شئ، نو تاسو به په خپل ځائ باندې بيا ولګئ، کۀ تاسو د خپل ژوند نه بدى وباسئ، ۲۴کۀ تاسو سرۀ زر خاورې وګڼئ، او د اوفير سوچه سرۀ زر د سيند د کاڼو په شان وګڼئ، ۲۵نو بيا قادر خُدائ په خپله ستاسو د سرو زرو په شان دے او هغه ستاسو قيمتى سپين زر دے. ۲۶نو بيا به تاسو د قادر خُدائ سره خوشحاله اوسئ، او د زړۀ نه به هغۀ سره ملاقات کولے شئ. ۲۷نو تاسو به هغۀ ته سوال وکړئ او هغه به ستاسو سوال قبول کړى، او تاسو به خپل قسمونه پوره کړئ. ۲۸تاسو به په هر کار کښې کامياب يئ، او ستاسو لار به روښانه وى. ۲۹کله چې خُدائ پاک خلق کمزورى کړى نو تۀ وائې دا ځکه چې هغوئ مغروره وُو، خو په اصل کښې خُدائ پاک خلق په دې طريقې سره بچ کوى. ۳۰ځکه چې خُدائ پاک بې‌ګناه خلق بچ کوى، کۀ چرې تۀ بې‌ګناه يې نو هغه به تا هم بچ کړى.“