ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - څوارلسم فصل

پولوس او برناباس په قونیه کې زېری خپروي

۱په همدې ډول په قونیه کې پولوس او برناباس د یهودیانو کنیسې ته ورغلل او داسې خبرې یې وکړې چې زیات شمېر یهودیانو او غیریهودیانو ایمان راوړ. ۲خو هغو یهودیانو چې ایمان یې نه ؤ راوړی، غیریهودیان ولمسول او د هغوی ذهنونه یې د ایماندارانو په وړاندې خراب کړل. ۳نو پولوس او برناباس د اوږدې مودې دپاره هلته پاتې شول او په زړورتیا سره یې د څښتن عیسی په هکله خبرې کولې. څښتن عیسی هغوی ته د حیرانوونکو کارونو او معجزو د ښودلو قدرت ورکړ او ثابته یې کړه چې د هغوی پیغام د هغه د فضل په هکله رښتیا ؤ. ۴خو د ښار خلک په دوو ډلو ووېشل شول: ځینې د یهودیانو په خوا او ځینې د رسولانو په خوا شول. ۵بیا ځینو غیریهودیانو او یهودیانو د خپلو مشرانو سره یوځای دا پرېکړه وکړه چې رسولان وځوروي او سنګسار یې کړي. ۶کله چې رسولان له دې څخه خبر شول، نو د لیکاونیا د لستره او دربې ښارونو او شاوخوا سیمو ته وتښتېدل. ۷هلته هغوی د زېري رسولو ته دوام ورکړ.

په لستره کې شل سړي ته شفا ورکول

۸په لستره کې یو سړی ؤ چې له مور نه شل پیدا شوی ؤ او هېڅکله په خپلو پښو نه ؤ ګرځېدلی. ۹هغه هلته ناست ؤ او د پولوس خبرو ته یې غوږ نیولی ؤ. پولوس هغه ته په ځیر سره کتل او ویې لیدل چې هغه په دې ایمان لري چې روغ به شي، ۱۰نو په لوړ اواز یې هغه ته وویل: «په خپلو پښو باندې سم ودرېږه.» هغه سړی زر پاڅېده او په ګرځېدلو یې پیل وکړ. ۱۱کله چې خلکو د پولوس دا کار ولیده، نو په خپله لیکاونیایي ژبه یې چیغې ووهلې: «خدایان د انسانانو په څېره کې مونږ ته راښکته شوي دي.» ۱۲هغوی برناباس د مشتري او پولوس یې د عطارد په نوم یاد کړ، ځکه چې پولوس د هغوی مشر ویاند ؤ. ۱۳د مشتري کاهن چې د عبادت ځای یې ښار ته مخامخ ؤ، د ښار دروازې ته غویان راوستل او د ګلانو امېلونه یې راوړل، ځکه چې هغه او د ښار خلکو غوښتل چې برناباس او پولوس ته قربانۍ وړاندې کړي.

۱۴کله چې رسولان یعنې برناباس او پولوس له دې نه خبر شول، نو خپل کالي یې وشکول او د خلکو منځ ته یې منډې کړې او چیغې یې ووهلې: ۱۵«ای خلکو! تاسو ولې داسې کار کوئ؟ مونږ هم ستاسو په شان انسانان یو. مونږ ستاسو دپاره یو زېری لرو، ترڅو د دې بې ګټې شیانو څخه لاس واخلئ او ژوندي خدای ته راوګرځئ چې اسمان، ځمکه، بحیرې او هرڅه چې په هغو کې دي پیدا کړي دي. ۱۶په تېرو زمانو کې خدای ټول قومونه پرېښودل چې څه ورته ښه ښکاري هماغه کار وکړي. ۱۷خو بیاهم هغه تل په خپلو نېکو کارونو سره خپل شتون ثابت کړی دی، یعنې هغه په تاسو باندې د اسمان څخه باران وروي او په خپل موسم کې فصلونه درکوي. هغه تاسو ته پرېمانه خواړه هم درکوي او ستاسو زړونه د خوشحالۍ څخه ډکوي.» ۱۸په دې خبرو رسولانو په سختۍ سره وکولای شول چې خلک د قربانۍ کولو څخه منع کړي.

۱۹بیا له انطاکیې او قونیې څخه ځینې یهودیان راغلل او خلک یې خپل طرفداران کړل او پولوس یې سنګسار کړ. هغوی فکر کاوه چې مړ دی، نو په راښکلو یې له ښاره دباندې وویست. ۲۰خو کله چې ایمانداران د پولوس په شاوخوا راټول شول، نو هغه راپاڅېده او بېرته ښار ته لاړ او بله ورځ هغه د برناباس سره دربې ته لاړ.

د پیسیدیه انطاکیې ته د پولوس او برناباس بېرته راستنېدل

۲۱کله چې پولوس او برناباس په دربه کې زېری واوراوه، نو ډېر خلک یې د عیسی پیروان کړل. بیا هغوی بېرته لسترې، قونیې او انطاکیې ته لاړل. ۲۲هغوی د ایماندارانو زړونه کلکول او هغوی یې هڅول چې په خپل ایمان کې ټینګ پاتې شي او هغوی ته به یې ویل چې د خدای پاچاهۍ ته د ورننوتلو دپاره باید ډېر تکلیفونه وزغمو. ۲۳پولوس او برناباس په هره کلیسا کې مشران وټاکل او په دعا کولو او روژې نیولو یې هغوی هغه څښتن عیسی ته وسپارل چې ایمان یې ورباندې راوړی ؤ.

۲۴بیا هغوی د پیسیدیې څخه تېر شول او پمفیلیې ته راغلل. ۲۵کله چې هغوی په پرجه کې د خدای کلام واوراوه، نو بیا اتالیې ته لاړل. ۲۶له هغه ځای څخه په کشتۍ کې بېرته انطاکیې ته لاړل، یعنې هماغه ځای ته چې هغوی په کې د هغې وظیفې دپاره د خدای فضل ته سپارل شوي وو چې اوس یې سرته ورسوله.

۲۷کله چې هغوی انطاکیې ته ورسېدل، نو د کلیسا خلک یې راټول کړل او هغوی یې د هغو کارونو څخه خبر کړل چې خدای د هغوی په وسیله سرته رسولي وو او دا چې خدای څنګه غیریهودیانو ته د ایمان راوړلو دپاره لاره خلاصه کړې وه. ۲۸برناباس او پولوس هلته د ډېر وخت دپاره د ایماندارانو سره پاتې شول.