ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول تواریخ - نولسم فصل

د داود له خوا د عمونیانو او سوریایانو ماتې

(دوهم سموییل ۱۰: ۱ - ۱۹)

۱څه موده وروسته د عمونیانو پاچا ناحاش مړ شو او د هغه زوی حانون د هغه په ځای پاچا شو. ۲داود پاچا وویل: «زه به د حانون سره داسې وفادارانه دوستي وکړم لکه څنګه چې د هغه پلار ناحاش زما سره کړې وه.» نو داود خپل استازي ولېږل چې د خپل ځان له خوا خواخوږي ووایي.

خو کله چې هغوی عمون ته ورسېدل او د حانون پاچا سره یې رسمي کتنه وکړه، ۳د عمونیانو مشرانو حانون پاچا ته وویل: «ایا تاسو فکر کوئ چې داود په رښتیا دا استازي ستاسو پلار ته د عزت ورکولو دپاره رالېږلي دي؟ ایا هغه ستاسو سره دومره خواخوږي لري؟ البته چې نه! هغوی یې دلته د جاسوسۍ دپاره رالېږلي چې زمونږ هېواد وګوري، ترڅو هغه فتح کړي.»

۴نو حانون د داود استازي ونیول، د هغوی ږیرې یې وخریلې، کالي یې د پښو نه تر ملا پورې وشکول او رخصت یې کړل. ۵هغوی ډېر شرمېدل چې کور ته راستانه شي. کله چې داود له دې پېښې څخه خبر شو، نو هغوی ته یې خبر ورولېږه: «تر هغې پورې د اریحا په ښار کې پاتې شئ چې ستاسو ږیرې اوږدې شي او بیا بېرته کور ته راشئ.»

۶حانون پاچا او عمونیان په دې پوه شول چې هغوی داود خپل دښمن کړ. نو هغوی څلوردېرش ټنه سپین زر ولېږل د دې دپاره چې د بین النهرین، د سوریې د معکه او د صوبه له سیمو څخه جنګي ګاډۍ او د هغو چلوونکي اجیر کړي. ۷دوه دېرش زره جنګي ګاډۍ او د معکه پاچا او د هغه لښکرې راغلې او د میدیبا سره نژدې یې خېمې ودرولې. د عمونیانو لښکرې هم له خپلو ښارګوټو څخه د جګړې دپاره راټولې شولې.

۸داود د دې نه خبر شو او یوآب یې له ټول لښکر سره د هغوی مقابلې ته ورولېږه. ۹عمونیان راووتل او د خپل پایتخت ربه د دروازې په خوله کې ځای په ځای شول. د سوریې لښکرې په صحرا کې ځای په ځای شوې.

۱۰یوآب ولیدل چې د دښمن لښکر به په هغه باندې مخامخ او د شا له خوا برید وکړ، نو هغه د اسراییلو د عسکرو څخه ډېر ښه عسکر وټاکل او هغوی یې سوریایانو ته مخامخ ځای په ځای کړل. ۱۱یوآب د خپلو لښکرو پاتې کسان د خپل ورور ابیشای تر قوماندې لاندې ورکړل او ابیشای هغوی د عمونیانو په مقابل کې ځای په ځای کړل. ۱۲یوآب هغه ته وویل: «که چېرې تا ولیدل چې سوریایانو ماته ماتې راکوله، نو راشه او زما سره مرسته وکړه او که چېرې عمونیانو تاته ماتې درکوله، نو زه به ستا مرستې دپاره درشم. ۱۳قوي او زړور اوسه! راځه چې د خپل قوم او د خدای د ښارونو دپاره په مېړانه او زړورتیا سره وجنګېږو. څه چې د څښتن رضا وي هغه دې وشي!»

۱۴نو یوآب او د هغه سړي مخکې لاړل چې برید وکړي او سوریایان وتښتېدل. ۱۵کله چې عمونیانو ولیدل چې سوریایان تښتي، هغوی د ابیشای څخه وتښتېدل او ښار ته ننوتل. بیا یوآب اورشلیم ته راستون شو.

۱۶کله چې سوریایان پوه شول چې دوی ته اسراییلو ماتې ورکړه، هغوی خپل هغه عسکر راوغوښتل چې د فرات د سیند په ختیځه خوا کې ځای په ځای شوي وو. د هددعزر د لښکرو قوماندان شوفک دا سړي عمون ته بوتلل. ۱۷کله چې داود دا واورېدل، هغه د اسراییلو ټولې لښکرې سره راغونډې کړې، د اردن د سیند نه تېر شو او خپل عسکر یې د سوریایانو لښکرو ته مخامخ ځای په ځای کړل.

جګړه پیل شوه، ۱۸خو د سوریایانو لښکرې د اسراییلیانو څخه وتښتېدلې. داود اووه زره د جنګي ګاډیو چلوونکي او څلوېښت زره پیاده عسکر ووژل. هغه شوفک هم وواژه چې د هغوی قوماندان ؤ.

۱۹هغه پاچاهان چې د هددعزر تابع وو، کله چې هغوی ولیدل چې د اسراییلو له خوا یې ماتې وخوړله، نو د داود سره یې سوله وکړه او د هغه رعیت شول. سوریایانو نه غوښتل چې بیا د عمونیانو سره مرسته وکړي.