ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو کم پنځوسم زبور

په شتمنۍ باندې د تکیه کولو کم عقلتوب

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)

۱واورئ دا ټولو خلکو

د نړۍ ټولو اوسېدونکو غوږ شئ!

۲ای غټانو او کوچنیانو

ای شتمنو هم خوارانو

۳زه به کومه د حکمت خبرې

خلکو ته پوهه ورکوي د زړه بیان زما

۴زه به خپل فکر اړومه متلونو لره

حلوم به معماګانې د رباب په اواز

۵ولې به وېرېږم د خطر په وخت

کله چې زه شمه راګېر د شریرانو له خوا

۶د داسې خلکو له خوا څوک چې کړي توکل په دولت

او وهي لاپې د ډېر زیات ثروت

۷هېڅوک نه شي کولای کړي ادا د چا د سر بیه

هېڅوک خدای ته کفاره د چا د ژوند نه شي سپارلی

۸ځکه ډېره قیمتي ده د انسان د ژوندون بیه

څه چې څوک ادا کوي هغه هېڅکله کافي نه دي

۹چې څوک وساتي له مرګه

چې ژوندی وي تل ترتله

۱۰هرڅوک ویني چې هوښیار خلک هم مړه کیږي

همدارنګه ساده ګان او بې عقلان هم

بیا نورو ته پرېږدي هغوی خپل دولت

۱۱تل ترتله د هغوی قبرونه دي د دوی کورونه

هلته اوسیږي به دوی ټولو نسلونو پورې

که څه هم دوی یو وخت په خپل نامه لرلې ځمکې

۱۲د انسان شان او شوکت نه شي خلاصولی دی له مرګه

څاروي چې مري هغه به هم مړ کیږي

۱۳دا دی د هغو سرنوشت چې توکل کړي په خپل ځان

او د هغو د پیروانو چې باور کړي په بیان د دوی

۱۴هغوی به مړه شي لکه چې مري پسونه

مرګی به وي د دوی شپون

نېکان به کړي په دوی حکومت سبا ته

خپلو کورونو څخه لېرې په قبرونو کې به

خوسا شي زر د هغو خلکو مړي

۱۵خو خدای به ما لره خلاصون راکوي

هغه به کش کړي ما د مرګ له پنجو

۱۶ته مه ډارېږه که یو څوک شي شتمن

د کور د هغه چې جلال زیات شي

۱۷کله چې مړ شي هغه نه شي وړی له ځانه سره

ده سره لاړ به نه شي قبر ته جلال د هغه

۱۸که څه هم هغه په ژوند کې خپل ځان ګڼي مبارک

صفت یې کیږي ځکه هر کار کې کامیاب وي هغه

۱۹دی به په مرګ کې شي یوځای خپلو نیکونو سره

هغوی به هېڅکله رڼا نه ویني

۲۰انسان لري شان او شوکت خو هغه نه پوهیږي

چې شي به مړ لکه څارویو په شان