يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - دوه دېرشم باب

د اليهُو د حضرت ايُوب ملګرى رټل

۱نو دې درېو کسانو ايُوب له نور جواب ورنۀ کړو، ځکه چې ايُوب پخپله په خپل خيال کښې بې‌ګناه وو. ۲نو بيا د رام د خاندان د بوزى براکيل زوئ اليهُو غصه شو. هغه ايُوب ته ځکه غصه شو چې ايُوب خپل ځان صحيح ګڼلو او په خُدائ پاک يې اِلزام لګولو. ۳هغه د ايُوب درېو ملګرو ته هم غصه وو ځکه چې هغوئ ايُوب له جواب نۀ شو ورکولے او داسې ښکارېده چې خُدائ پاک په غلطه دے. ۴نو اليهُو د ايُوب سره د خبرو کولو دپاره د نورو کسانو انتظار کولو، ځکه چې هغوئ د هغۀ نه مشران وُو. ۵خو چې کله اليهُو ته پته ولګېده چې د هغه درېو کسانو سره څۀ جواب نۀ وو، نو هغه غصه شو. ۶د بوزى براکيل زوئ اليهُو ووئيل، ”زۀ زلمے يم، او تۀ بوډا يې، نو په دې وجه زۀ يرېدم چې تا د خپلې رايې نه خبر کړم. ۷ما وئيل چې مشران دې خبره وکړى، ځکه چې عقل د عُمر سره راځى. ۸دا د قادر خُدائ روح دے چې بنيادم له پوهه ورکوى. ۹صِرف مشران هوښيار نۀ وى، کله کله مشران هم په اِنصاف باندې نۀ پوهيږى. ۱۰نو ځکه زۀ وايم چې ما ته غوږ ونيسئ، ما پرېږدئ چې د خپلې رايې اظهار هم وکړم. ۱۱ګوره، کله چې تا خبرې کولې نو ما څۀ نۀ وئيل، او ما ستا دليل ته غوږ نيولو، کله به چې تا سوچ کولو چې څۀ ووايم. ۱۲ما تا ته توجو کوله، خو داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې ايُوب يې غلط ثابت کړے وے، او په تاسو کښې داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغۀ د خبرې جواب يې ورکړے وے. ۱۳نو بيا دا مۀ وايئ چې مونږ ته عقل مِلاو شوے دے، پرېږده چې د انسان په ځائ خُدائ پاک هغۀ له جواب ورکړى. ۱۴ايُوب ما سره نۀ تاسو سره بحث کولو، خو زۀ به هغۀ له ستاسو په شان جواب نۀ ورکوم. ۱۵تاسو غلى ناست يئ، تاسو سره بل جواب نشته، تاسو يوه خبره هم نۀ شئ کولے. ۱۶کله چې تاسو خاموش يئ نو زۀ به هم خاموش يم؟ ځکه چې تاسو هلته ولاړ يئ او بله يوه خبره هم نۀ شئ کولے؟ ۱۷زۀ به هم خپل جواب ورکړم، زۀ به هم د خپلې رايې اظهار وکړم. ۱۸ځکه چې ما سره خبرې ډېرې دى، په ما کښې چې کوم روح دے هغه ما مجبوروى. ۱۹کۀ ما ته د خبرو کولو موقع مِلاو نۀ شى، نو زما برداشت ختم دے او زۀ به پړق وچوم. ۲۰زۀ به خبرې کوم، چې ما ته آرام مِلاو شى، او زۀ به جواب درکړم. ۲۱زۀ به د هيچا طرفدارى نۀ کوم او زۀ به د چا چاپلوسى نۀ کوم. ۲۲ځکه چې زۀ په چاپلوسۍ نۀ پوهېږم، ګنې زما پېدا کوونکى به زر ختم کړے وم.